کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ١٤٠٠): د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې چاودنې له امله پنځه کسان وژل شوي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له غرمې مخکې د کابل چهاراسیاب ولسوالۍ په للندر دره کې پر ولسي پاڅونوالو چاودنه شوې ده.
فرامرز د دې پېښې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې دغه پېښه د جنرال عبدالخلیل للندري پر زامنو او لمسیانو شوې ده چې پنځه کسان په کې وژل شوي دي.
عبدالخليل للندري د چهار اسياب ولسوالۍ د للندر درې سيمه ييزې شورا رييس دى.
هغه څه موده وړاندې د ولسمشر له لومړي مرستيال امرالله صالح سره هم ليدلي وو او د للندر درې د اوبو په اړه يې ورسره خبرې کړې وې.
د يادې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
Views: 516
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP