ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د کرونا واکسین تطبیق بهیر سیاسي شوی او غیر عادلانه روان دی»

«د کرونا واکسین تطبیق بهیر سیاسي شوی او غیر عادلانه روان دی»

author avatar
28 Mar 2021 - 12:31
«د کرونا واکسین تطبیق بهیر سیاسي شوی او غیر عادلانه روان دی»
author avatar
28 Mar 2021 - 12:31

کابل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۰): د ځينو ولایتونو اوسېدونکي نیوکه کوي چې د کرونا واکسین په تطبیق کې عدالت ته پام نه دی شوی او تر ډېره ترې چارواکي برخمن شوي، خو عامې روغتیا وزارت وايي چې دغه واکسین د یوه لارښود له مخې تطبیقېږي او پر شرایطو برابر ټول نفوس به ترې برخمن شي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه له افغانستان سره د کرونا واکسین ۵۰۰زره دوزه د هند او ۴۶۸زره دوزه نور د کرونا واکسین برابرولو نړیوال بنسټ (کوواکس) له خوا مرسته شوې ده.

د کرونا واکسین تطبیق تېر کال د کب په پنځمه له کابله پیل شو او د عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې، تر اوسه په مرکز او څو ولایتونو کې ۵۰زره کسانو ته تطبیق شوی دی.

پژواک خبري اژانس په دې وروستیو کې په مرکز او څو ولایتونو کې له یو شمېر کسانو سره په دې اړه خبرې کړې او ډېری مرکه کېدونکو ویلي چې د دغه واکسین په تطبیق کې عدالت ته پام نه دی شوی.

د دوی په خبره، یاد واکسین تر اوسه ډېری چارواکو ته تطبیق شوی او هغو کسانو ته چې په خطر کې واقع دي، لږ توجه شوې ده.

خو د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي چې دغه واکسین په لومړي پړاو کې روغتیايي کارکوونکو، امنیتي ځواکونو، خبریالانو، ښوونکو او د تحصیلي مرکزونو استادانو ته چې د نورو کسانو په پرتله ډېر له خطر سره مواجه دي، تطبیقېږي.

په لومړي پړاو کې باید ډېر عمر لرونکو کسانو ته تطبیق شوی وای:

د هرات ولایت اوسېدونکې ۳۶ کلنې نفیسې پژواک ته وویل: ((په څه شي کې عدالت ته پام کېږي چې د کرونا واکسین په تطبیق کې عدالت وشي! هر چا چې زور، قدرت او پارټي درلودل واکسین کېږي او هر چا چې نه لرل، باید مړه شي او یا یې الله ج مرسته وکړي.))

د نوموړې په باور، دغه واکسین په لومړي پړاو کې باید ډېر عمر لرونکو کسانو ته چې پر یادې ناروغۍ د اخته کېدو خطر یې ډېر دی، تطبیق شوی وای.

هغه چې مور یې سپن سرې ده او په لومړۍ دوره کې پر کرونا ناروغۍ اخته شوې، زیاته کړه، غواړي مور یې واکسین کړي خو روغتیايي مسوولینو ویلي چې د نوبت پر اساس واکسین ټولو ته تطبیق کېږي.

د نیمروز د مرکز زرنج ښار اوسېدونکې سیما عبیدي د کرونا واکسین په وېش کې د عدالت پر نه موجودیت نیوکه وکړه او پژواک ته یې وویل، لومړیتوب باید هغو کسانو ته ورکړل شي چې ډېر عمر لري او که پر دې ناروغۍ اخته شي د مړینې خطر یې موجود وي.

هغې زیاته کړه: ((له بده مرغه باید وویل شي چې ډېری واکسین چارواکو او د هغوی کورنیو ته تطبیق کېږي.))

نوموړې وویل، پلار یې له ۷۵ کلونو ډېر عمر لري او تر اوسه یې څو ځلې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې، خو واکسین یې نه دی ورته تطبیق کړی.

د کرونا واکسین په تطبیق کې دې ښوونکي او استادانو ته لومړیتوب ورکړل شي:

په زرنج ښار کې د مدني بنسټ شبکې مسوول عتیق الله نورزاد د کرونا واکسین تطبیق ته په اشاره د دغه واکسین تطبیق غیر عادلانه وباله.

هغه پژواک ته وویل، د روغتیايي کارکوونکو، ولایت مقام او په دغه ولایت کې د حکومتي ارګانونو چارواکي واکسین شوي دي.

هغه زیاته کړه: ((موږ هیله من یو چې دغه پروګرام په عادلانه شکل وي، د ټولنې ټولو وګړو، په ځانګړې توګه ښوونکو او استادانو ته په لومړي پړاو کې واکسین تطبیق شي؛ ځکه چې ښوونکو او استادان تر ډېره د دې ناروغۍ په خطر کې واقع دي.))

د هرات ولایت اوسېدونکي ۴۰ کلن فقیراحمد د کرونا واکسین تطبیق په بهیر کې د عدالت پر نه مراعاتولو نیوکه وکړه او ویې ویل، باید لومړیتوب هغو کسانو ته ورکړل شي چې د دې ناروغۍ په خطر کې واقع دي خو له بده مرغه دغه کار نه دی شوی.

هغه زیاته کړه: ((د کرونا واکسین په تطبیق کې هم په افغانستان کې د ډېرو نورو شیانو په څېر عدالت نه دی مراعات شوی، له بده مرغه تر ډېره ترې چارواکي برخمن کېږي، باید ښوونکو ته چې په هر ټولګي کې له ۵۰ تر ۶۰ شاګردانو سره سروکار لري تطبیق شوي وای.))

د کرونا واکسین په پروګرام کې باید پلورونکي، موټر چلوونکي، قصابان او نانوایان لومړیتوب ولري:

ځیني مرکه کېدونکو ویلي چې پلورونکي، موټروانان، قصابان او نانوایان د نورو کسانو په پرتله ډېر پر یادې ناروغۍ د اخته کېدو او انتقال په خطر کې واقع دي او هره ورځ سلګونه کسان پر دې ناروغۍ اخته کولای شي.

د کابل ښار د خیرخانې لومړۍ حصې اوسېدونکي امین الله چې ترکاري پلوري، وویل: ((موږ هره ورځ له لسګونو تر سلګونو کسانو سروکار لرو، که موږ پر کرونا اخته شو، دغه ناروغۍ لسګونو کورنیو ته انتقالولای شو.))

هغه د عامې روغتیا وزارت له خوا د واکسین تطبیق غیر عادلانه وباله، ویې ویل: ((زموږ په هېواد کې په هر څه کې واسطه او پېژندګلوي مهمه ده، د واکسین په تطبیق کې هم دغه خبره ده.))

نثاراحمد کې په کابل ښار کې د ټکسي موټر چلوونکی دی، پژواک ته وویل، د کرونا واکسین پروګرام په غیر عادلانه ډول تطبیق کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د کرونا ویروس په لومړۍ مرحله کې یې دغه ویروس له سپرلیو واخیست او ۲۰ ورځې یې روغتیايي وضعیت ډېر نازک و، اوس هم ډارېږي هسې نه چې یو ځل بیا پر دې ناروغۍ اخته شي.

هغه د عامې روغتیا له وزارته وغوښتل چې د دغه واکسین په تطبیق کې عدالت ته جدي پاملرنه وکړي او ټولو خلکو ته په بېلابېلو کټګوریو (قضاب، دوکاندار، ښوونکی، موټر چلوونکی، محصل او نور) کې په مرحله وار ډول واکسین تطبیق کړي.

د جوزجان ولایت د شبرغان ښار اوسېدونکې فریدې امیني د واکسین پر غیر عادلانه والي ټينګار وکړ او ویې ویل، واکسین باید په عام او خاص ډول لاسي پلورونکو ته چې هره ورځ له سلګونو کسانو سره سروکار لري، تطبیق شي.

پوهان: د کرونا واکسین تطبیق پروګرام سیاسي شوی

یوه روغتیايي متخصص ډاکتر بازمحمد شېرزاد په هېواد کې د کرونا واکسین پر غیر عادلانه وېش د نیوکې ترڅنګ وویل چې د کرونا واکسین برنامه سیاسي شوې ده.

هغه زیاته کړه: ((د کرونا واکسین اصلي مستحقین؛ هغه کسان چې په سرطانونو، توبرکلوز، د زړه او پر مزمنو تنفسي ناروغیو اخته دي، بېخي له یاده ایستل شوي دي.))

نوموړي وسله وال ځواک ته د کرونا واکسین د تطبیق لومړیتوب ورکولو ته په اشارې وویل چې د هېواد نظامیان خپله په کرنتین کې دي او واکسین ته اړتیا نه لري.

ډاکتر شېرزاد پر ځینو مستحقینو سربېره د مسافر وړونکو لویو موټرو چلوونکي هم د واکسین اصلي مستحقین وبلل او ویې ویل، که چېرې د مسافر وړونکي یوه موټر چلوونکی پر کرونا اخته شي، د موټر ټول سپرلي یې پر دې خطرناکه ناروغۍ اخته کېدای شي.

هغه څرګنده کړه: ((د کرونا واکسین په تطبیق کې مدیریت شتون نه لري او تطبیق یې ډېر ټکنی روان دی، که پروسه په همدې بڼه دوام پیدا کړي، شاوخوا پنځو کلونو ته اړتیا ده چې ټول خلک واکسین شي.))

هغه د کرونا واکسین تطبیق په اړه د پوهاوي او ذهنیت جوړولو پر نه شتون نیوکه وکړه، ویې ویل، لومړی باید هغو کسانو ته چې د کرونا وکسین پرې تطبیقېږي، بشپړ پوهاوی ورکړل شي.

په همدې حال کې د افغان- جاپان مخکني رییس ډاکتر حکیم صالح هم وویل چې په ځینو هېوادونو کې د کرونا واکسین تطبیق ډېر چټک دی خو دا یې تایید کړه چې لکه د افغانستان په څېر هېوادونو کې ځینې ستونزې شته.

هغه د شخصي روغتونونو پرسونل ته د کرونا واکسین پر نه رسېدو د اندېښنې ترڅنګ زیاته کړه چې تر اوسه د خصوصي روغتونونو کارکوونکي نه دي واکسین شوي چې باید پاملرنه ورته وشي.

یوه واکسیناتور چې ویې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، پژواک ته وویل چې په افغانستان کې د کرونا واکسین تطبیق له پیله دغه واکسین یو شمېر دولتي کارکوونکو، امنیتي سرتېرو او د رسنیو کارکوونکو ته تزریق شوی دی.

هغه له خطر سره مخ کسانو واکسین کولو په اړه وویل چې ښايي په راتلونکي پړاو کې هغوی هم واکسین شي.

مسوولین: د کرونا واکسین بهیر عادلانه خو ټکنی روان دی

د عامې روغتیا وزارت او د ځینو ولایتونو عامې روغتیا مسوولین د کرونا بحث سیاسي نه، بلکې بشپړ تخنیکي بولي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند غلام دستګیر نظري پژواک ته وویل چې د کرونا واکسین په ټوله نړۍ کې لومړی پر روغتیايي کارکوونکو تطبیقېږي چې دغه برنامه په افغانستان کې هم عملاً جریان لري.

هغه د دې په ویلو سره چې د کرونا واکسین تطبیق په درېیو برخو کې کټګوري شوی، وویل، د علمي شاخصونو له مخې، هغه کسان چې د خطر په معرض کې دي، د خطر له معرض سره مخ هغه کسان چې په ټولنه کې د ویروس خپرولو لامل دي او هغه کسان چې د ګڼې ګوڼې سیمو کې دي او ټولنیز واټن نه شي مراعاتولی، د کرونا له واکسینه برخمن کېږي.

هغه زیاته کړه چې د دغو علمي شاخصونو له مخې، روغتیايي کارکوونکي، امنیتي سرتېري او هغه ښوونکي چې ښايي ټولنیز واټن رعایت ونه شي کړای، په ترتیب سره واکسین شي.

نوموړي له هغو هېوادوالو چې په یادو کټګوریو کې راځي، وغوښتل چې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي او واکسین واخلي.

د هغه په خبره، د ژمنې له مخې، ټاکل شوې د واکسین چمتو کولو همغږۍ بنسټ شاوخوا ۱۶ میلیون دوزه واکسین او چین هېواد ۴۰۰زره دوزه واکسین په نږدې راتلونکي کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو مخکې ویلي وو، هڅه به وکړي د هېواد ۴۰ سلنه خلکو ته د کرونا ۳۲ میلیون دوزه واکسین د نړیوال بانک، د اسیا پراختیايي بانک او نورو روغتیايي شریکانو له لارې چمتو کړي.

د کرونا واکسین د چمتو شوي پلان له مخې تطبیقیږي:

د نیمروز عامې روغتیا رییس ډاکتر احمد هیبت وویل چې په لومړي پړاو کې د دغه ولایت دولتي او خصوصي روغتونونو ډېری شمېر کارکوونکو ته د کرونا واکسین تطبیق شوی او پروسه لا هم روانه ده.

د هغه په خبره، په دویمه پړاو کې نظامي سرتېري واکسین کېږي چې تر اوسه تر ۶۰۰ ډېر پولیس او د ملي امنیت تر ۴۰۰ ډېر کارکوونکي واکسین شوي دي. دغه راز د رسنیو کارکوونکي او هغه کسان چې له خلکو سره ډېر سروکار لري، هم له دغه واکسینه برخمن شوي او ټاکل شوې راتلونکي پړاو کې د معارف او پوهنتون کارکوونکي واکسین شي.

په عین حال کې د جوزجان ولایت د عامې روغتیا رییس عبدالغفار خوشي وال پژواک ته وویل چې د ۶۰۰ روغتیايي کارکوونکو او سلو امنیتي منسوبینو په ګډون تر ۷۰۰ ډېر کسان په شبرغان کې واکسین شوي دي.

د عامې روغتیا رییس زیاته کړه چې د کرونا واکسین ته د ځینو لېوالتیا کموالي له مخې، د عامې روغتیا وزارت چارواکو سپارښتنه کړې ده څو د معارف او لوړو زده کړو کارکوونکو ته هم د کرونا واکسین تطبیق شي.


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 122

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.