ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشريف کې د بلخ او ننګرهار تولیداتو ګډ نندارتون پرانيستل شو

مزارشريف کې د بلخ او ننګرهار تولیداتو ګډ نندارتون پرانيستل شو

author avatar
30 Mar 2021 - 16:30
مزارشريف کې د بلخ او ننګرهار تولیداتو ګډ نندارتون پرانيستل شو
author avatar
30 Mar 2021 - 16:30

مزارشريف (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۰): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ننګرهار- بلخ توليداتو او کرنيزو محصولاتو ګډ نندارتون جوړ شو.

په دغه نندارتون کې د بلخ او ننګرهار د توليدوونکو توکي په ۱۲۰ غرفو کې د درېیو ورځو لپاره نندارې ته اېښودل شوي دي.

د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي د وري په ١٠مه د یاد نندارتون پرانيستې مراسمو ته وويل چې دغه ګام داخلي توليداتو ته د بازارموندنې برخه کې اغېزناک تمامېدای شي.

هغه زياته کړه چې د ولايتونو ترمنځ د دې ډول پروګرامونو په جوړېدو سره د خلکو ترمنځ اقتصادي او ټولنيزې اړيکې لا پياوړې کېږي.

نوموړی زياتوي چې له مزار څخه د ننګرهاري سوداګرو ليدل او همدا راز له ننګرهاره د مزاري سوداګرو ليدنه په يادو ولايتونو کې د لا ډېرې پانګونې سبب ګرځي.

د بلخ والي هيله وکړه چې د سولې روانې خبرې به مثبته پايله ورکړي او ورسره به جګړه پای ته ورسېږي.

هغه وويل چې د جګړې په پای ته رسېدو سره به اقتصادي وده رامنځته شي او سوداګرو ته به لا ډېرې اسانتياوې برابرې شي.

د ننګرهار ولايت مقام د اقتصادي او ټولنيزو چارو مرستياله حبيبه کاکړ وايي چې هڅه کوي څو د دواړو ولايتونو ترمنځ تګ راتګ ډېر شي.

هغې وويل چې په مزار کې د ګډ نندارتون له جوړولو يې موخه دا ده څو ننګرهاري سوداګر له مزاري سوداګرو سره وګوري او د خپل کاروبار په تړاو له يو بل سره تجربې شريکې کړي.

د مېرمن کاکړ په وينا، له دې وړاندې په ننګرهار کې هم ورته نندارتون جوړ شوی و چې د مزارشريف توليدوونکو او صنعتکارانو په کې ونډه اخيستې وه.

د ننګرهار ولايت مقام مرستيالې په خپلو خبرو کې وويل چې افغانستان کرنيز هېواد دی او د ولايتونو ترمنځ دا ډول اړيکې د اقتصاد او سوداګرۍ له ودې سره مرسته کوي.

نظيفه د ننګرهار اوسېدونکې ده چې د مزار په نندارتون کې يې د خپل شرکت جوړې شوې جامې نندارې ته ايښې دي.

هغې پژواک ته وويل چې په تجارتي برخو کې د ښځو ګډون له يوې خوا هغوی ته کاري مصروفيت دی او له بل لوري مېرمنې کولی شي د کورنۍ په اقتصاد کې مرسته وکړي.

نوموړې زياتوي چې مزارشريف کې يې له سوداګرو او متشبثینو سره په کتنو کې لا ډېر څه زده کړي چې دا به يې پر سوداګرۍ او اقتصادي کاروبار مثبت اغېز وکړي.

د هغې په خبره، که د سولې روانې خبرې بريالۍ شي او جګړه پای ته ورسېږي؛ نو افغان مېرمنې به د هېواد په اقتصادي پياوړتيا کې مهم او اغېزمن نقش ولوبوي.

مزارشريف کې د خوراکي توکو د يوه شرکت مسوول عبدالشکور پژواک ته وويل چې افغان سوداګر اوس کولای شي په ښه کيفيت توکي توليد کړي او تر خلکو يې ورسوي.

نوموړي زياته کړه چې پخوا په کور دننه د توليد شوو توکو قيمتونه لوړ وو خو زياتوي چې اوس دغه مشکل هم حل شوی دی.

هغه وايي: ((موږ اوس د کيفيت او قيمت له پلوه او همدا راز د خلکو له غوښتنو سره سم توليدات کولی شو، له خلکو مو هيله ده چې د خپلو اړتياوو پر مهال داخلي توليدات وپېري.))

نوموړي روانه نا امني د سوداګرو او توليد کوونکو د کاروبار پر وړاندې لوی خنډ وبلله.

د ننګرهار ولايت يوه بل توليد کوونکي ايمل پژواک ته وويل چې حکومت بايد سوداګرو او صنعتکارانو سره مرسته وکړي څو د هغوی توليداتو ته بازارموندنه وشي.

نوموړي کورنيو توليداتو ته د بازارموندنې لپاره له بهره پر واردېدونکو توکو د لا ډېرو محدوديتونو وضع کولو غوښتنه وکړه.

ايمل وويل: ((موږ په مزار کې وليدل چې شاوخوا پنځوس ډوله شات دغه ولايت ته له بهره واردېږي چې اکثريت يې بې کيفيته دي، کله چې خلک هغه استعمال کړي، نو له امله يې بيا زموږ له خوا توليد شوي کيفيت لرونکي شات هم نه پېري او د خارجي شاتو په سترګه ورته ګوري.))

د بلخ او ننګرهار چارواکو په دغه پروګرام کې وويل چې د دواړو ولايتونو ترمنځ د اقتصادي او ټولنيزو اړيکو د لا ډېرې پراختيا په موخه به راتلونکي کې هم ورته برنامې جوړې کړي.

Views: 34

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.