ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خصوصي پوهنتونونو ٤٠ پوهنځي او څانګې د فعالیت جوازونه نه لري

د خصوصي پوهنتونونو ٤٠ پوهنځي او څانګې د فعالیت جوازونه نه لري

author avatar
2 Apr 2021 - 08:44
د خصوصي پوهنتونونو ٤٠ پوهنځي او څانګې د فعالیت جوازونه نه لري
author avatar
2 Apr 2021 - 08:44

کابل (پژواک، ١۳ وری ۱۴۰۰): د پژواک ترلاسه کړي اسناد ښيي چې په کابل او ولايتونو کې د شاوخوا ٤٠ خصوصي پوهنتونونه او لوړو زده کړو موسسو ځيني پوهنځي او څانګې له جواز پرته په غير قانوني ډول فعاليت کوي.

هغه پوهنتونونه او پوهنځي چې جواز نه لري:

د پژواک خبري اژانس له خوا د ترلاسه شوو اسنادو له مخې، د اسلامي پوهنتون ټول پوهنځي، د کاروان پوهنتون ليسانس کچې د انلاين زده کړو پروګرام، د کاروان پوهنتون د ادارې او تجارت او نړيوالو اړيکو ماسټرۍ پروګرام، د مشعل پوهنتون د ماسټرۍ پروګرام، د جامعه مصطفی ايران- کابل پوهنتون او د ازاد اسلامي پوهنتون د دوکتورا پروګرام له جواز پرته په غير قانوني توګه فعاليت کوي.

هغه پوهنتونونه چې ځيني پوهنځي يې جواز نه لري:

د لوړو زده کړو وزارت د اسنادو له مخې، د افغان پامير لوړو زده موسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی، د پېشګام لوړو زده موسسې د حقوقو او سياسي علومو، ښوونې او روزنې او کمپيوټر ساينس پوهنځي، د مشعل پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځی، د مريم پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځی، د شفاء لوړو زده کړو موسسې د طب معالجوي څانګه جوازونه نه لري.

د اسنادو له مخې، دغه راز په بلخ ولايت کې د راه سعادت لوړو لوړو زده کړو موسسې د شرعياتو پوهنځی، د ميوند لوړو زده کړو موسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځى، انګليسي ادبياتو او ښوونې او روزنې پوهنځى، د رابعه بلخي پوهنتون فارميسي پوهنځی، د رڼا پوهنتون انګليسي ادبياتو پوهنځى، د بيان لوړو زده کړو موسسې کمپيوټر ساينس پوهنځى، د ميهن لوړو زده کړو موسسې انجينري پوهنځى هم د فعالیت جوازونه نه لري.

دغه راز د افغانستان لوړو زده کړو موسسې نړيوالو اړيکو او ډيپلوماسۍ پوهنځى، د سياسي علومو، حقوقو، اقتصاد، مطالعات توسعه، اداره او تجارت او عامه ادارې او حکومتولۍ پوهنځي، د ګوهر شاد لوړو زده کړو موسسې د انګليسي او اسلامي ثقافت پوهنځیو څلور څانګې، د ادراک لوړو زده کړو موسسې کمپيوټر ساينس پوهنځى او د امام محمد شيباني لوړو زده کړو موسسې کمپيوټر ساينس پوهنځى له جواز پرته فعاليت کوي.

هغه پوهنتونونه چې پر خپل سر او بې جوازه یې نوې څانګې پرانيستي:

د لوړو زده کړو وزارت معلوماتو له مخې، د ميوند لوړو زده کړو موسسې د بره کي څلورلارې څانګه، د سيد جمال الدين افغان موسسې د کابل شش درک څانګه، د طلوع افتاب موسسې کارته چهار څانګه، د مريم پوهنتون ارزان قيمت څانګه، د هېواد لوړو زده کړې موسسې د کارته چهار څانګه، د کابورا موسسې د قلعه فتح الله څانګه، د رابعه بلخي پوهنتون د کارته نو او دشت برچي څانګې په کې شاملې دي.

دغه راز د ابن سينا پوهنتون د کارته سې ماسټرۍ څانګې، د کاتب پوهنتون د دشت برچي، د پاسپورټ له رياست سره نزدې د کارته سې څانګې، د جمهوريت لوړو زده کړو موسسې کابل څانګه، د غازي امان الله خان موسسې کابل څانګه، د طلوع افتاب لوړو زده کړو موسسې د کارته چهار څانګه، د برلاس لوړو زده کړو موسسې د جوزجان څانګه، د ترکستان لوړو زده کړو موسسې د بلخ څانګه، د ادراک لوړو زده کړو موسسې د ارزان قيمت شهرک او کارته نو څانګې، د افغان سويس لوړو زده کړو موسسې د میروس میدان څانګه او د دنيا پوهنتون د پروان سې څانګه پر خپل سر له جواز پرته پرانيستل شوې دي.

د لوړو زده کړو وزارت په اسنادو کې دغه راز يادونه شوې چې د لقمان حکيم او فارابي لوړو زده کړو موسسو چې د لوړو زده کړو وزارت په سايټ کې د ثبت شوو پوهنتونونو په لېست کې نشته او د لوړو زده کړو زده کړو وزارت له خوا پژواک ته په ورکړل شوو اسنادو کې چې بې جوازه پوهنتوونه ښيي، هم یادې موسسې شتون نه لري.

د خصوصي پوهنتونونو غبرګون:

په کابل کې د اسلامي پوهنتون مسوولين وايي چې د لوړو زده کړو له وزارت څخه يې د جواز اخيستو پروسه روانه ده او ډېر ژر به جواز ترلاسه کړي.

د دغه پوهنتون مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، هغه مکتوب چې دوی د لوړو زده کړو له وزارت څخه ترلاسه کړی، په اساس يې د محصلينو جذبولو حق لري.

په کابل کې د مشعل پوهنتون يوه مسوول محمد عمر هم وايي چې د دوی پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځى د جواز اخيستو په حال کې ده.

ده پژواک ته وويل چې د لوړو زده کړو په ټولو اړوندو شعبو کې د دوی مکتوبونه شته چې د يادې موضوع په اړه يې ورته استولي او ډېر ژر به جواز ترلاسه کړي.

خو د مريم پوهنتون مرستيال ميرويس پښتون وايي چې ياد پوهنتون د لوړو زده کړو په وزارت کې ثبت دی او جواز لري.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد پوهنتون ارزان قيمت څانکه له لسو کلونو راهيسې فعاليت لري او څو دورې فارغين يې هم ورکړي دي.

د پښتون په وينا، د پوهنتون ياده څانګه يې ځکه د فعاليت جواز لري چې د دوی فارغ شوو محصلينو اسناد هم په لوړو زده کړو وزارت کې پروسس او محصيلينو ته سپارل شوي.

سید جاوېد اندېش دکاروان پوهنتون یوتن چارواکی پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کاروان پوهنتون ماسټري اړوند ټول اسناد اووه کاله کېږي چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا تر څېړنې لاندې دي؛ په دغو اسنادو کې هېڅ ډول اکاډميکې نيمګړتياوې نشته خو د هېواد ځوانانو لپاره د وزارت ژمنتيا نشتوالي له امله د هېواد لوړو زده کړو په سکټور کې د بېلابېلو ننګونو رامنځته کېدو لامل شوي دي.

دی زياتوي: «موږ د خپلو ځوانانو لپاره د نوو ځانګو معرفي کولو برخه کې ژمن يو، خدای (ج) مهربانه دی چې زموږ هېواد له سيستماتيک فساد څخه وژغول شي.»

د محصلينو نظرونه:

له مريم پوهنتونه د خالد توتاخېل په نوم يوه فارغ شوي محصل پژواک ته وويل چې په لومړيو کې ورته د پوهنتون له خوا د جواز درلودو ډاډ ورکړل شوی و.

ده زياته کړه، ياد پوهنتون ځکه جواز لري چې ده او ټولو ټولګیوالو يې خپل اسناد له ياد پوهنتونه ترلاسه کړي، کوم چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا تاييد شوي دي.

دغه راز ده زياته کړه چې ملګري يې د يادو اسنادو له مخې نورو هېوادونو ته د نورو لوړو زده کړو لپاره تللي دي.

د خالد صافي په نوم یو کس چې په مشعل پوهنتون کې زده کړې کوي، وايي چې کله مو په لومړيو کې نوم ليکنه کوله، نه موږ د جواز پوښتنه وکړه او نه دوی راته وويل چې د ياد پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځی جواز نه لري.

هغه زياته کړه، اوس هم ورته د يادې ادارې له خوا ويل کېږي چې ياد پوهنځی جواز لري او درسونه يې روان دي.

ده دغه راز وويل، لا هم په دې اړه نه پوهېږي چې ياد پوهنځی جواز لري او کنه.

بلخوا له باختر پوهنتون څخه فارغ محصل عبدالسلام اسحاقزى وايي چې د اقتصاد پوهنځي له مالي او بانکي څانګې فارغ شوى، خو دا يو کال کېږي اسناد نه ورکول کېږي.

هغه پژواک ته وويل چې څو ورځې یې پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت ته مراجعه کړې، خو ستونزه يې نه هوارېږي.

ده زياته کړه: “اوس وزارت جواب راکړ چې ستاسو د اقتصاد پوهنځي مالي او بانکي څانګه له موږ سره ثبت نه ده او دا څانګه لغوه شوې ده.”

خو د باختر پوهنتون مرستيال ډاکتر وحيد روښان وايي چې د ياد پوهنتون په اقتصاد پوهنځي کې کومه جدي ستونزه نشته او له وزارت سره ثبت ده.

هغه پژواک ته وويل چې په راتلونکو دوو اوونيو کې به د اړوند محصلينو ټولې ستونزې حل کړي.

بلخوا د خصوصي پوهنتونونو اتحاديې وياند محمد کريم ناصري هم ياده موضوع تاييد کړه او ويې ويل چې په ځينو پوهنتونونو کې ياده ستونزه شتون لري. خو هغه په دې اړه د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت نظر:

په ورته مهال د لوړو زده کړو وزارت هم د پورتنيو يادو پوهنتونونو موضوع تاييد کړه او ويې ويل چې د افغانستان په کچه يو شمېر داسې پوهنتونونه او موسسې شته چې پرته له جوازه فعاليت کوي.

د دغه وزارت وياند حامد عبيدي پژواک اژانس ته وويل چې دوی څو ځلې يادو پوهنتونونو ته مکتوبونه لېږلي، څو په يادو پوهنځيو کې محصلين جذب نه کړي.

د هغه په وينا، لوړو زده کړو وزارت کابينې ته تطبيقي پلان استولی څو کابينه پرېکړه وکړي او د دوی دا غير قانوني فعاليت ودرول شي. عبيدي زياته کړه چې په ياده پروسه کې به محصلينو ته هيڅ زیان ونه رسېږي.

نوموړي د هغو محصلينو په اړه چې له يادو پوهنتونونو فارغ شوي، وویل چې د لوړو زده کړو وزارت غواړي چې د يادو محصلينو ستونزو ته رسېدنه وشي؛ ځکه چې دا د محصل ستونزه نه، بلکې دوی ته له ياد پوهنتونه ناسم معلومات ورکړل شوي.

هغه زياته کړه، لکه څرنګه چې یې مخکې د ميوند پوهنتون ځيني محصلين چې له بې جوازه پوهنځي فارغ شوي وو، ستونزې حل کړې، د نورو به هم حل کړي.

دی وايي، د تېرو فارغ شوو محصلينو ستونزې حلوي خو په ټوله کې پوهنتونونه بايد خپلې ستونزې حل کړي.

Visits: 3583

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.