ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د پوليسو په ګډون نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
7 Apr 2021 - 16:13
author avatar
7 Apr 2021 - 16:13

پلخمري (پژواک، ١٨ ورى ١٤٠٠): حکومتي سرچينې وايي چې په بغلان کې د طالبانو په بريد کې دوه پوليس وژل شوي او د يوه ملکي وګړي په ګډون اووه نور ټپيان شوي دي.

په بغلان کې يوې امنيتي سرچينې د وري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ډنډغوري په باغ شمال سيمه کې د پوليسو پر هاموې ټانګ بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې دوه پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د بغلان امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت هم ياده جګړه تاييد کړه خو د مرګ ژوبلې په اړه د معلوماتو له ورکولو يې ډډه وکړه.

خو د بغلان د عامې روغتيا رياست وياند عبدالله ملنګ پژواک ته وويل چې له يادې پېښې دوه جسدونه او اووه ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

ده زياته کړه چې وژل شوي حکومتي سرتېري دي او په ټپيانو کې بيا يو ملکي وګړى هم دى.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، څه موده وړاندې د بغلان په ډنډشهاب سيمه کې د طالبانو د بريد له امله د پوليسو ځانګړې قطعې قوماندان شريف الله خوستى له خپل يوه ساتونکي سره وژل شوى و.

Visits: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.