کندهار (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۰): په کندهار کې د کابل سولې انسټیټوټ له خوا د ازادې جرګې غونډه وشوه څو د سولې د روانې پروسې په اړه د هغوی لیدلوري، نظرونه، غوښتنې او اندېښنې راټولې کړي.
په دې جرګه کې چې د کندهار ښار، دامان او پنجوايي ولسوالیو شاوخوا ۲۰۰ تنو مخورو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو، دامان ولسوالۍ ته څېرمه د نساجي په سیمه کې جوړه شوې وه.
په پيل کې د یاد شوي انسټیټوټ مشر سردار نادر نعیم د اړوندې ادارې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې کابل د سولې انسټيټوټ درې میاشتې مخکې په کابل کې تاسیس شوی چې یو اکاډمیک او بې پلوه مرکز دی.
هغه زیاته کړه، د دغه انسټیټوټ عمده موخه دا ده چې د سولې د روانې پروسې په اړه د خلکو لیدلوري، نظرونه، غوښتنې او اندېښنې راټولې کړي یا دا چې په خپله خلک په دې پروسه کې ځان په کوم ځای کې ویني.
د ده په خبره، د انسټیټوټ مسوولین د هېواد پنځو زونونو ته سفر کوي او په دې تړاو له خلکو سره دودیزې محلې جرګې جوړوي څو د خلکو (نارینه وو او ښځو) غوښتنې او نظرونه راټول کړي.
نوموړي په دې برخه کې په ځانګړې توګه د ښځو لیدلوري او نظریات مهم وګڼل چې د هېواد محروم قشر دی او هغوی د سولې په تړاو ډېرې اندېښنې لري.
دی وايي، وروسته به راټول شوي لیدلوري، غوښتنې او نظریات نه یواځې له حکومت، خلکو او نړیوالې ټولنې بلکې د سولې د پروسې اړوند له تصمیم نیوونکي لوري سره به هم شریک کړای شي.
وروسته د سولې د روانې پروسې په اړه د جرګې د ازاد بحث برخه پيل شوه چې د اړوندې ادارې له خوا څو پوښتنې مطرح کېدې او د برخه والو له خوا بحث کېدې.
ګڼو ګډونوالو سوله د ټول ولس لومړنۍ غوښتنه وبلله، خو ټینګار یې وکړ چې تر هر څه وړاندې باید اوربند وشي او جګړه ودرېږي.
د دامان ولسوالۍ یوه سپین ږیري مخور وویل، د خلکو لومړیتوب سوله ده، خلک نور د جګړې توان نه لري، خو تر هر څه وړاندې دې اوربند وشي او د سولې خبرې دې روانې وساتل شي.
نوموړي د سولې د روانې پروسې په اړه اندېښنې هم څرګندې کړې او ویې ویل، په مذاکره کوونکي پلاوي کې د لوی کندهار خللکو ته ونډه نه ده ورکړل شوې، په کار ده حکومت دې ټکي ته جدي پاملرنه وکړي.
د محمد ګل په نوم یوه تن وویل، د سولې روانه پروسه تر ډېره مبهمه ده، ولس نه په کې خپل ځان نه ویني او نه پوهېږي چې څه روان دي.
هغه له غوښتنه وکړه چې د سولې په پروسه کې روڼتیا مهمه چاره ده، خلک باید پوه شي چې د سولې خبرې چېرې او څنګه روانې دي او پایلې یې څه دي؟
د رحمت الله په نوم یوه ګډونوال بیا د سولې په پروسه کې د پخوانیو مفسدو سیاستوالو پر مداخلو او لاسوهنو اندېښنه وښودله او غوښتنه یې وکړه چې د هغوی د داسې کړنو مخنیوی دې وشي.
په ټوله کې د ټولو ګډونوالو ټینګار پر دې وه چې اوربند دې وشي او د اوربند په فضا کې د سولې خبرې دوام پیدا کړي.
دغه راز هغوی ټینګار وکړ چې د سولې په روانه پروسه کې پر ملي ارزښتونو معامله د منلو نه ده.
د یادونې ده چې یاد شوی انسټیټوټ سبا د سولې د روانې پروسې په تړاو له مېرمنو سره هم د ازادې جرګې ورته غونډه جوړوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP