ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: پېښور کې مو غونډه نه ده کړې، خو روژه کې وسله واله مبارزه جاري ساتو

طالبان: پېښور کې مو غونډه نه ده کړې، خو روژه کې وسله واله مبارزه جاري ساتو

author avatar
14 Apr 2021 - 14:53
طالبان: پېښور کې مو غونډه نه ده کړې، خو روژه کې وسله واله مبارزه جاري ساتو
author avatar
14 Apr 2021 - 14:53

کابل (پژواک، ۲۵وری۱۴۰۰): طالبان پېښور کې، جګړو ته د زور ورکولو لپاره د هغوی د مشرانو د غونډې جوړول ردوي، خو وایي چې روژه کې خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي؛ ځکه چې «جهاد روژه کې ډېر ثواب لري»

  

ادعا: هشت صبح ورځپاڼې نن راپور خپوړ کړی:«د اوربند غوښتلو په تړاو د طالبانو ځواب: «جګړه په روژه کې ډېر ثواب لري» سرچینې زیاته کړې چې طالبان له همدې امله جګړې ته دوام ورکوي.

دغه متن په ټولنیزو رسنیو کې هم لاس په لاس شوی دی.

حقیقت موندنه:

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته هم وویل چې «جهاد» په روژه کې زیات ثواب لري او طالبان روژه کې هم د دولتي ځواکونو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

خو مجاهد وایي چې طالبانو د پخوا په پرتله تاوتریخوالی کم کړی، په ځینو محدودو سیمو کې په دفاعي حالت کې دي او په ځینو سیمو کې د دولتي ځواکونو د تحرکاتو په غبرګون کې عملیات کوي.

هغه وویل:«د اوربند لپاره وخت او توافقاتو ته اړتیا لرو، اړتیا لرو پوه شو چې زموږ مشروع موخې له جګړې پرته هم لاسته راځي.»

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د روژې په مناسبت خپل پیغام کې وویل:« د افغانستان د خلکو برحق غږ دایمي اوربند دی، طالب دې ورته لبیک ووایي، د ناروا جګړې پر ځای دې د باعزته او تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.»

د مسلمانوعالمانو نړیوالې ټولنې او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم له ښکېلو غاړو غوښتي چې روژې ته په درناوي دې اوربند وکړي.

ادعا: خبریال ویپاڼې دوه ورځې مخکې راپور خپور کړی چې د طالبانو د مرستیال ملا یعقوب په مشرۍ‌ په پېښور کې د طالبانو مهمه غونډه وشوه او په دغې غونډه کې سراج الدین حقاني، مولوي کبیر، مولوي عبدالحکیم شرعي، نورمحمدثاقب، مولوي عبدالقدیر او نور طالب مشران وربلل شوي وو.

په دغه راپور کې راغلي:«د کوټې شورا یوه غړي‌ خبریال وېبپاڼې ته وویل چې غونډې ته په افغانستان کې په جګړه بوخت د طالبانو ځیني ‌والیان او نظامي‌ قوماندانان هم وربلل شوي وو. غونډه کې چې تېره ورځ [د وري په ۲۳مه] وشوه طالبانو نظامي ‌قوماندانانو ته امر کړی چې افغانستان کې بریدونه زیات کړي؛ سړکونه؛ پلونه او عامه تاسیسات له منځه یوسي.‌»

غونډه کې پرېکړه شوې ده چې ټول نظامي مسوولین دې افغانستان ته ستانه شي او ښايي چې داځل پر حکومت د فشار اچولو په موخه وسله وال طالبان ډله ییز او ځانمرګي بریدونه هم وکړي.‌

سرچینې لیکلي،غونډې دا پرېکړه ځکه کړې چې د دوی په وینا، د مې تر لومړۍ نېټې امریکايي ‌ځواکونه له افغانستان څخه نه وځي .‌

د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې د تړون له مخې، ټاکل شوې چې بهرني ځواکونه د روان میلادي کال تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي، خو د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره ورځ ویلي، غواړي خپل ځواکونه د سپتمبر تر ۱۱ مې وباسي.

حقیقت موندنه:

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پېښور کې د طالبانو د ناستې په اړه خپور شوی راپور ردوي او وایي:« په پېښور کې د طالبانو له خوا د غونډې جوړېدل حقیقت نه لري، دغه ویبپاڼه (خبریال وېبپاڼه) همیشه د ارګ په مزاج باندې پروپاګنډ خپروي او د دښمن استخباراتي حلقو سره تړلې ویبپاڼه ده او اذهان خرابول غواړي چې موږ یې ردوو.»

پایله: خبریال وېبپاڼې راپور خپور کړی چې طالب چارواکو پېښور کې د غونډې پر مهال، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د نه وتلو غبرګون کې د سختو بریدونو پرېکړه کړې. طالبان دغه خبر ناسم بولي خو دا مني چې روژه کې خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي.

پرېکړه: پېښور کې د غونډې جوړېدل بې ثبوته ادعا ده، خو«روژه کې د جهاد د زیات ثواب ډېروالي» په اړه راپور سم دی.

Visits: 2169

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.