Pajhwok Afghan News

د غوړیو بیه نږدې ۷ سلنه راټیټه شوې

کابل: (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۰): د تېرې شنبې په پرتله، نن په کابل ښار کې د غوړیو بیه رالوېدلې؛ خو د بورې، سرو زرو او افغانیو پر وړاندې د ډالر بیې لوړې شوې دي.

په کابل ښار کې د خواراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې شبنې په نسبت، نن په عمده ډول د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه له ۱۷۵۰ څخه ۱۶۳۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

هغه وویل چې په را واردوونکو هېوادونو کې د غړیو بیې د ټیټوالي له امله په کابل ښار کې یې هم بیه رالوېدلې ده.

صافي زیاته کړه چې د تېرې اوونې په پرتله، نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرام هندي بورې بیه له ۲۲۱۰ څخه ۲۲۳۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړي وویل چې په روژې میاشت کې  بورې ته د تقاضا ډېروالي او وارداتو کموالي له امله یې بیه لږ لوړه شوې ده.

خو نوموړي زیاته کړه چې نن هم لکه د تېرې شنبې په څېر ۴۹ کیلوګرامه عمده قزاقي اوړه په ۱۷۸۰ افغانۍ،  ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۱۸۰، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۳۰ افغانی او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۲۸۰ افغانیو پلورل کېږي

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي زاده وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ١٨٠٠ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په٢٣٥٠ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ٢۲٠٠ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۶۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې لوړه شوې دي

د کابل ښار مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام  ٧٥٠عیار عربي  سرو زرو بیه له  ۳۶۰۰ افغانیو څخه ۳۶۵۰ افغانیو  او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۲۸۰۰ څخه ۳۱۱۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هغه په وینا، په کابل ښار کې د سرو زور بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیې له بدلون سره تړاو لري.

د سون توکو بیو بدلون نه دی کړی.

د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې نن هم لکه د تېرې شنبې په څېر د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه ۶۰ افغانۍ ده.

د کابل ښار د تایمني څلورلارې د هاشمي تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن هم لکه اووه ورځې وړاندې د یوه لېتر پټرولو بیه ۴۶ افغانۍ او یو لېتر ډیزل په ۴۸ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۷،۶۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ۴۹۹ افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د وري په ۲۱مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۷،۳۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۸ افغانۍ بدلېدې.

Views: 42

Exit mobile version