Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر غني په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ

کابل (پژواک ۲۸ وری ۱۴۰۰): ولسمشر غني په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو بهیر پر چټکتیا او د بشري سرچینو مدیریت سیستم له لارې د معاشونو د ورکړې پر پروسې ټینګار وکړ.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلی چې له ارګ څخه پژواک اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينه زياتوي، ولسمشر محمداشرف غني د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس احمد نادر نادري او پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي سره په ناسته کې، په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو د پرمختګ راپور واورېد.

سرچينه کاږي، په دغه ناسته کې چې نن ماسپښین په ارګ کې وشوه، یادو مسوولینو په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو په ځانګړي ډول د تشکیلاتي اصلاحاتو د پرمختګونو په اړه خپل راپور له جمهوررئیس سره شریک کړ.

ولسمشر غني د یاد راپور له اورېدو وروسته په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو بهیر پر چټکتیا او د بشري سرچینو مدیریت سیستم له لارې د معاشونو د ورکړې پر پروسې ټینګار وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.