ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د شوکاڼي انتقال ته موقتي اجازه ورکړل شوې؛ خو سوداګر یې دایمي خلاصون غواړي

ننګرهار کې د شوکاڼي انتقال ته موقتي اجازه ورکړل شوې؛ خو سوداګر یې دایمي خلاصون غواړي

author avatar
19 Apr 2021 - 14:54
ننګرهار کې د شوکاڼي انتقال ته موقتي اجازه ورکړل شوې؛ خو سوداګر یې دایمي خلاصون غواړي
author avatar
19 Apr 2021 - 14:54

جلال اباد (پژواک، ٣٠ وری ۱۴۰۰): پژواک اژانس داسې اسناد ترلاسه کړي چې د کانونو او پټروليم وزارت ننګرهار کې د اصلاحاتو په موخه د شوکاڼي کيندنې، پروسس او انتقال پروسه درولې وه او قرارادادونه يې له منځه وړي وو خو تازه بېرته د کومو اصلاحاتو له راوستو پرته دغو ډبرو ته د لېږد موقته اجازه ورکړل شوې ده.

د وزارت د دې پرېکړې پر غبرګون د ننګرهار د شوکاڼي استخراج او پروسس شرکتونو او فابريکو مسوولينو او کار کوونکو څو ځلې احتجاجونه وکړل او خبري کنفرانسونه يې ورکړل چې دې پرېکړې سوداګرو ته د زيان اړولو ترڅنګ زرګونه کاريګر بې روزګاره کړي دي.

هغه سند چې پژواک تر لاسه کړی له مخې يې د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۲مه د ملي تدرکاتو کمېسيون د ۲۱۲مې جلسې د پرېکړې پر بنسټ ننګرهار کې د تالک يا شوکاڼي قراردادونه له شرکتونو سره فسخ او کان کيندنه، پروسس او انتقال ټول ودرول شول.

د کانونو او پټروليم وزارت وياند محمد عزيز غروال پژواک اژانس ته وويل چې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا له ۱۳۹۰ څخه تر ۱۳۹۵ کال پورې په ننګرهار کې د تالک ۲۳ ساحې خصوصي سکتور ته په قرارداد ورکړل شوې وې.

دی زياتوي، قراردادونه مشروط پر دې و چې شرکتونه باید د پروسس معیاري مرکزونه جوړ کړي، خو د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا د ترسره شوې ارزیابۍ د موندنو له مخې، یو تعداد شرکتونو د پروسس د غوره معیارونو لپاره لازم اقدامات نه و ترسره کړي او د یو تعداد شرکتونو ټاکلی حجم پوره شوی و له همدې امله، د ملي تدارکاتو کمیسیون د تالکو قراردونه فسخه شول.

د ننګرهار شوکاڼي ټولنې مسوولينو نيوکه کوله چې له کوم قانوني موجب پرته او په داسې حال کې چې د قراردادونو موده او يا هم د شوکاڼي د حجم کچه پاتې وه قراردادونه يې فسخ کړي دي.

هغه مهال د دغو قراردادونو د فسخه کولو موخه د شوکاڼي د لوی قرارداد او يو بلاک رامنځته کول په ګوته شوي وو چې موخه يې هم د شفافيت رامنځته کول او د فساد مخنيوی په ګوته شوی و.

د کانونو او پټروليم وزارت ويلي وو چې د اقتصاد عالي شورا په درېیمه غونډه کې چې د ۱۳۹۸ کال د غويي په ۲۶مه په جمهوري ریاست کې جوړه شوې وه؛ د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ د تالک د پروژې د (شيرزاد بلاک) چې د اکتشاف، ګټه اخیستنې او پروسس برخه کې جوړه شوې وه، وړاندي کړه.

ياده طرحه د اقتصاد عالي شورا له لوري له هر اړخیز بحث وروسته تاييد او پرېکړه وشوه چې د کانونو او پټرولیم وزارت له برتر داوطلب شرکت سره خبرې او مذکرات پیل کړي.

د ياد قرارداد په عملي کېدو سره پلان و چې اړوند شرکت به د شوکاڼي د اکتشاف، استخراج، ګټې اخېستنې او پروسس برخه کې د ۱۵ ميليونه ډالرو پانګه اچونه کوي.

شرکت به په سيمه کې د شوکاڼي پروسس لويه فابريکه جوړوي چې هم به خلکو ته د کار زمينه برابره شي او هم به د شوکاڼي ګټه اخېستنه منظمه او دولت ته به يې د عوايدو کچه لوړه شي.

خو د ننګرهار ولايت د شوکاڼي ټولنې مسوولين نيوکه کوي چې دغه چاره يا د لوی قرارداد رامنځته کولو طرحه د افغانستان په څېر نا امنه سيمو کې د پلي کېدو وړ نه ده او دا د نورو هيوادونو کاپي شوې طرحه يادوي او ټينګار يې دا دی چې وزارت په درېو کلونو کې ان د لوی بلاک يوه طرحه هم عملي نه کړه.

د ننګرهار شوکاڼي ټولنې مشر دلاور جرنيل زاده پژوک اژانس ته وويل، دلته په ننګرهار کې اوسمهال د شوکاڼو کيندنې او را ایستلو ۳۸ شرکتونه او دغه راز د پروسس ۲۴ فابريکې شته دي چې له ۲۴زره ډېرو کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې خو له کله راهيسې چې قراردادونه فسخه شوي نو دا کسان بې روزګاره شوي دي.

د جرنيل زاده د معلوماتو له مخې، د خلکو پر بې روزګارۍ سربېره سوداګرو او فابريکه لرونکو ته ميليونونه ډالر زيان هم اوښتی دی.

دی وايي، ننګرهار کې ۷ سوه زره ټنه شوکاڼی چې استخراج شوی، د پروسس او انتقال په تمه پروت دی خو اوس د کانونو وزارت په لږه اندازه شوکاڼي ته دوو ساحو کې يوه مياشت وخت ورکړی چې دغه موده د شوکاڼي پروسس او انتقال ته بسنه نه کوي.

نوموړي وويل: ((شپږ ساحو کې شوکاڼی شته چې شېرزادو، پچيراګام، سپين غر، نازيان او اچين ولسوالۍ او د شيخ مصري صنعتي پارک کې، له دغو ساحو به دا شوکاڼی فابريکو ته راوړل کېږي، بيا به پروسس کېږي او له هغې وروسته به بيا انتقالېږي نو دا ناشونې ده.))

د شوکاڼي ټولنې مشر وايي، کله چې دوی ته د وزارت له لوري اجازه ورکړل شوه څو ورځې په دې کې هم تېرې شوې چې د ننګرهار ولايت مقام ټولو ولسواليو او امنيتي مسولينو ته امر وکړ چې شوکاڼي انتقال ته اجازه ورکړي خو د ننګرهار امنيه قوماندان او د تورخم کميسار يې موقتي مخنيوی وکړ.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت بيا پژواک ته وويل، دوی يوازې د قانوني پروسې پلې کولو په موخه دا چاره ترسره کړې او دغه راز ځيني موټر چې ډېر بارېدل هغو ته يې اجازه نه ورکوله ځکه سړکونه يې تخريبول.

د کورنيو چارو سرپرست وزير حيات الله حيات چې ننګرهار ته راغلی و، پژواک اژانس ته يې وويل هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په غير قانوني توګه شوکاڼي پروسس او انتقال کړي خو زياتوي چې د شوکاڼي غير قانوني کاروبار مخنيوی هم د پوليسو دنده ده.

خو د ننګرهار د شوکاڼي ټولنه نيوکه کوي چې امنيه قوماندان او ځينې نور چارواکي د شوکاڼي د مخنيوي لپاره ځکه دا ډول بهانې لټوي چې د پيسو اخېستو ته يې چل جوړ کړی وي.

د دې ټولنې مشر وايي، په شېرزادو ولسوالۍ کې اوسمهال هم شاوخوا ۵ سوه زره ټنه استخراج شوی شوکاڼی له يونيم کال راهيسې پروت دی او که ژر تر ژره اجازه ورنه کړل شي، نو د شوکاڼي شته کيفيت له منځه ځي، بهرنيو ېيوادونو مارکېټ له لاسه ځي او ميليونونه ډالر د شوکاڼي کاروباريانو ته زيان اوړي.

خو د کانونو او پټروليم وزارت د افغانستان د اقتصاد عالي شورا د ولسمشر په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې چې د ۱۳۹۹ د لسمې مياشتې په ۲۹مه نېټه شوې پرېکړه کړې چې د تالکو کاروبار او پروسس ته دې په مشخصو ساحو کې د يوې مياشتې لپاره اجازه ورکړل شي.

د اقتصاد عالي شورا د دې غونډې په مصوبه کې راغلي: ((د کانونو او پټروليم وزارت، د ولسمشرۍ ماڼۍ د پانګه اچونې واحد، د هوکړه ليکونو او قراردادونو په برخه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ حقوقي واحد ګډ هييت چې ننګرهار ته يې سفر کړی و چې هلته د استخراج شويو تالکو واقعي حجم پيدا کړي، د ننګرهار ولايت د صنايع خونې د استازو، د ننګرهار تالکو اتحاديې، د تالکو معدنکارانو قومي مشرانو او ځوانانو په غوښتنه د تالکو د خرڅلاو او پروسس جواز صادر کړ.))

دا چې ولې بېرته د تالکو خرڅلاو او پروسس ته د يوې مياشتې موقتي اجازه ورکړل شوه د کانونو وزارت وياند وايي، په یو شمېر محلاتو او فابریکو کې تالک پاتې و، نو د شرکتونو مسئولینو او د سیمې خلکو د پاتې مال د خرڅلاو او صادراتو لپاره اړونده ادارو ته مراجعه وکړه چې حکومت د څو اړخيز هييت له لارې موضوع تعقيب او کانونو وزارت ته د پاتې شوکاڼي د پروسس او خرڅلاو د جواز ورکړې پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه، ټاکلي پلاوي د استخراج شوي شوکاڼي موقعيتونه او حجم ثابت کړی او يوازې يوه مياشت وخت ورکړل شوی چې دغه شوکاڼی به پروسس او انتقالېږي.

د کانونو او پټروليم وزارت وايي، د تالک خیزو ساحو د بیاځلې قرارداد ورکړې لپاره يې بلاک بندي شروع کړې ده چې د اقتصاد عالي شورا له خوا د منظورۍ وروسته به یادې ساحې په قرارداد ورکړل شي.

خو د شوکاڼي سوداګر وايي، څومره حجم شوکاڼي ته چې د پروسس او انتقال اجازه ورکړل شوې د ټول استخراج شوي شوکاڼي لس سلنه جوړوي او غوښتنه کوي چې د شيرزادو استخراج شوي شوکاڼي ته دې هم اجازه ورکړل شي.

د يادولو وړ ده چې د ننګرهار شوکاڼي ټولنې اړوند سوداګرو او فابريکه لرونکو ياد ولايت کې شاوخوا ۸۰ ميليونه ډالر پانګه اچونه کړې او وايي، سختو نا امنو حالاتو کې که ورته اسانتياوې نه رامنځته کېږي نو ستونزې دې هم ورته نه جوړېږي.

Visits: 224

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.