ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د سولې په تړاو د ترکیې کنفرانس وځنډید

د افغانستان د سولې په تړاو د ترکیې کنفرانس وځنډید

author avatar
21 Apr 2021 - 03:58
د افغانستان د سولې په تړاو د ترکیې کنفرانس وځنډید
author avatar
21 Apr 2021 - 03:58

کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نیټه ۱۴۰۰) : د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د افغانستان سولې په تړاو د استانبول کنفرانس تر کوچني اختر وروسته پورې ځنډیدلی دی.

ټاکل شوې وه، چې دا کنفرانس د اپریل په ۲۴مه، پیل او لس ورځې دوام وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت تیره شپه ناوخته د بهرنیو چارو د وزیر چاویش اوغلو له خولې پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي : (( له امریکا، قطر او ملګرو ملتونو سره تر مشورو وروسته مو پریکړه وکړه، چې د استانبول ناسته د کوچني اختر وروسته پورې وځنډول شي.))

دغه کنفرانس د امریکا د بهرنیو وزیر انتوني بلینکن تیره میاشت ولسمشر اشرف غني ته په یوه استول شوي لیک کې وړاندیز کړی و.

هغه ویلي وو، چې دا ناسته به د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې ترسره کیږي.

افغان حکومت او یو شمیر هیوادونو په دې کنفرانس کې د ګډون پریکړه کړې وه، خو وسله والو طالبانو وروسته له هغه په دې کنفرانس کې د نه ګډون اعلان وکړ، چې دامریکا ولسمشر جو بایدڼ له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د ویستلو پروسه د پنځو  میاشتو لپاره وځنډوله.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د تړون له مخې، ټاکل شوې وه،  چې له افغانستان څخه ټول امریکایي سرتیري د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د می تر میاشتې پورې ووځي، خو امریکا او ناټو اعلان وکړ، چې دا پروسه به د روان کال تر سپتمبر میاشتې پورې پای ته ورسوي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا د جمهوریت لوري له ۳۱ طرحو څخه یوه طرحه جوړه او ددې شورا مشرتابه شورا ته وړاندې کړې، خو تراوسه هغوی پرې پریکړه نه ده کړې.

د یادونې وړ ده، چې پژواک اژانس دوه ورخې مخکې د سرچینو په حواله خبر ورکړی و، چې د ترکیې ناسته ښایي ترسره نه شي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.