ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت هر کال بلخ کې د ګچو کانونو ناقانونه کیندنو له امله ۲۵ میلیونه عواید له لاسه ورکوي

حکومت هر کال بلخ کې د ګچو کانونو ناقانونه کیندنو له امله ۲۵ میلیونه عواید له لاسه ورکوي

مزارشريف (پژواک، ۱ غويي ١٤٠٠): د بلخ ولايت په چمتال او خلم ولسواليو کې د ګچو کانونه د سيمه ييزو خلکو او يو شمېر شرکتونو له خوا په غير قانوني ډول کېندل کېږي چې له امله يې حکومت هر کال ٢٥ ميليونه افغانۍ عوايد له لاسه ورکوي.

د ګچو يو شمېر کانونه د بلخ په چمتال، خلم او مارمل ولسواليو کې موقعيت لري چې له ډلې يې په چمتال او خلم کې دغه کانونه په غير قانوني ډول استخراجېږي.

پژواک ته په لاس ورغلي معلومات په ډاګه کوي چې د دغو کانونو د استخراج برخه کې د ډيناميټ (چاودېدونکو توکو) څخه هم کار اخيستل کېږي چې مسوول چارواکي يې د چاپېريال لپاره مرګوني توکي ګڼي.

د معلوماتو له مخې، د چمتال ولسوالۍ ګچو کان سيمه د طالبانو تر ولکې لاندې او د خلم ولسوالۍ ګچو کان سيمه د حکومت په کنټرول کې ده.

د چمتال ولسوالۍ قومي مشر محمد صابر (مستعار نوم) پژواک اژانس ته وويل چې له ډېر پخوا راهيسې دغې ولسوالۍ کې خلک د ګچو کان په غير قانوني ډول کيني.

هغه زياته کړه چې د دغو کانونو د استخراج برخه کې د سيمې د خلکو لپاره هېڅ ډول ممانعت نشته.

نوموړي وويل: “دغه سپينه خاوره چې ګچ هم ورته وايي، د کورونو د ودانيو په جوړولو کې کارېږي او د سيمې خلک کولی شي چې په ازادانه ډول يې استخراج کړي، خو که څوک موټر بسته سپينه خاوره وړي؛ نو هغوی به بيا له طالبانو اجازه اخلي.”

د خلم ولسوالۍ اوسېدونکي احمد ضيا پژواک ته وويل چې په يادې ولسوالۍ کې هم د ګچو دوه کانونه په غیر قانوني ډول کېندل کېږي.

نوموړی زياتوي چې د دغو کانونو د استخراج برخه کې هېڅ ډول محدودیت نشته او هر څوک کولای شي چې له خپلې اړتيا سره سم ګچ له يادو کانونو څخه استخراج کړي.

خو د هغه په خبره، ځينې ځانګړي کسان بيا اجازه لري؛ څو په منظم ډول په موټرو کې له دغو کانونو څخه ګچ وباسي او نورو سيمو ته یې د خرڅلاو لپاره ولېږدوي.

هغه وايي، سره له دې چې د دغې ولسوالۍ د ګچو کانونو سیمه د دولت په کنټرول کې ده، خو د کانونو د استخراج ټولې چارې له يو شمېر قوماندانانو او سيمه ييزو زورواکو سره دي.

په بلخ ولايت کې د ګچو د يوه استخراجي شرکت مسوول محمد رسول (مستعار نوم) وايي، چې دغه ولايت کې شاوخوا لس لوی او واړه شرکتونه د ګچو د کانونو پر غير قانوني کېندنې بوخت دي.

نوموړی زياتوي چې د چمتال ولسوالۍ ګچو کان د طالبانو تر ولکې لاندې سيمه کې موقعيت لري او د خلم ولسوالۍ ګچو کان باندې سيمه ييز زورواکي او پخواني قوماندانان مسلط دي.

د هغه په وينا، د ګچو دغه کانونه له ډيناميټ ( يو ډول چاودېدونکو توکو) څخه په استفادې استخراجېږي.

محمد رسول زياته کړه: “د ډيناميټ چاودېدونکو توکو هره بورۍ له ۳۰ تر ۴۰ زره افغانيو پورې قيمت لري، د ګچو نږدې ټول استخراجي شرکتونه له دغو موادو څخه د کانونو د کېندلو پر مهال کار اخلي.”

د ګچو کانونو کېندلو شرکت دغه مسوول وايي چې په منځنۍ کچه هره ورځ په چمتال او خلم کې شاوخوا دوه سوه ټنه ګچ په ناقانونه توګه استخراجېږي.

نوموړي وويل: ” دا چې دغه کار غير قانوني دی؛ نو هر موټر له ۳۰۰ افغانيو څخه تر ۵۰۰ افغانيو پورې د ښار کمربندونو کې رشوت ورکوي او بيا په ګچو بار موټر ښار ته دننه کوي.”

هغه وايي چې هره ورځ په اوسط ډول ۱۵ موټره ګچ مزار ښار ته داخلیږي او په هر موتر کې په اوسط ډول ۱۰ تنه ګچ باریږي چې دا ټول۱۵۰ ټنه ګچ کېږي.

د نوموړي په وينا، دغه ګچ په مزار ښار کې له پروسس وروسته په ازاد بازار کې پلورل کېږي.

بلخ کې د ګچو کانونو غير قانوني کېندنو له امله نه يواځې دا چې ملي عوايد شخصي جېبونو ته ځي، بلکې تر څنګ يې هر کال يو شمېر کېندونکي هم د غير معياري کيندنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ځايي مسوولين د ګچو کانونو ناقانونه کیندنې مني:

د خلم ولسوال تاج محمد رحيمي وايي چې هر کال دغې ولسوالۍ کې يو شمېر کان کيندونکي د ډيناميټ چاودنو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د هغه په خبره، څو مياشتې وړاندې هم د دغې ولسوالۍ د ګچو کان دوه کيندونکو د غير معياري کيندنې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

نوموړی وايي چې ډېری زيانونه د ډيناميټ چاودېدونکو توکو د استعمال له امله رامنځته کېږي.

په ورته مهال د بلخ ولايت د کانونو او پټروليم رياست مسوولين تاييدوي چې دغه ولايت کې د ګچو يو شمېر کانونه په غير قانوني ډول کيندل کېږي.

د بلخ د کانونو او پټروليم رياست د کادسترۍ څانګې عمومي مدير حاجي عثمان پژواک ته وويل، چې له ۱۳۹٦لمريز کال راهيسې دغه رياست د ګچو کانونو استخراج برخه کې له هېڅ يوه شرکت سره تړون نه دی لاسليک کړی.

نوموړی وايي چې دغه ولايت کې د ګچو د کانونو ټولې کيندنې ناقانونه او غير معياري دي.

هغه زياته کړه: ” دغه اندېښنې مو د بلخ له سيمه ييزې ادارې او د کانونو وزارت له مسوولينو سره شريکې کړې دي، چې بلخ کې د ګچو کانونه په غير قانوني ډول کيندل کېږي، په دغو کيندنو کې سيمه ييز اوسېدونکي، طالبان او د سيمې زورواکي لاس لري، خو له بده مرغه چې تر اوسه د دغو ناقانونه او غير معياري کيندنو مخه نه ده نيول شوې.”

نوموړی وايي، بلخ ولايت کې د ګچو زيات شمېر کانونه شته چې ډېری يې په نا امنه سيمو کې موقعيت لري.

د بلخ د کانونو ریاست مسوولین وایي چې درې کاله کېږي دوی د ګچو کوم شرکت سره قرارداد نه لري او په دې برخه کې شته کیندنې ټولې غیر قانوني دي.

د دوى د معلوماتو په اساس، د قانون له مخې د ګچو له هر ټن څخه باید ۴۶۰ افغانۍ مالیه واخیستل شي، نو يو موټر چې ۱۰ تنه ګچ بار کړي وي باید ۴۶۰۰ افغانۍ مالیه ورکړي.

په دې حساب اوس چې د ورځې ١٥ موټر مزار ښار ته داخلېږي او په هر موټر کې ١٠ ټنه ګچ بار وي، نو د ورځې ١٥٠ ټنه ګچ کېږي او د يوې ورځې ماليه يې ٦٩٠٠٠ او د يوې مياشت دوه ميليونه او اويا زره افغانۍ کېږي.

د کانونو رياست د معلوماتو له مخې، په دې حساب هر کال شاوخوا ٢٥ ميليونه افغانۍ د دولت عوايدو ته نه راځي.

د هغه په خبره، له همدې امله د کانونو او پټروليم رياست مسوولین دغو سيمو ته سفر نه شي کولای او نه هم د دغو کانونو په اړه کومه سروې ترسره شوې ده.

د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد وايي چې د ګچو کانونو په غير قانوني کيندنو کې روانه نا امني مهم رول لري.

هغه زياته کړه چې د بلخ په اووه ولسواليو کې دمګړۍ جګړه روانه ده او له دغه فرصت څخه په استفادې د حکومت مخالفين او يو شمېر نور کسان د کانونو په غير قانوني استخراج لاس پورې کوي.

حديد همدا راز د مزار ښار په کمربندونو کې د پوليسو له خوا د ګچو له موټرو رشوت اخيستل هم تاييدوي.

په ورته مهال د چاپېريال ساتنې برخه کې د نظر خاوندان د ګچو کانونو غير قانوني استخراج لپاره له ډيناميټ چاودېدونکو توکو څخه استفاده د چاپېريال لپاره خطرناکه بولي.

د بلخ د چاپېريال ساتنې ادارې مشر رحمت الله زاهد عادلي وايي چې د کانونو د استخراج برخه کې د ډيناميټ توکو استعمال له امله ځنګلونو، مرغانو او حيواناتو ژوند ته ګواښ پېښېږي او تر څنګ يې د غرونو د ښويېدو لامل هم کېږي.

نوموړی وايي چې د دغو چاودېدونکو توکو د استعمال له امله غږيزه ککړتيا هم رامنځته کېږي او مسوولين بايد، د ډيناميټ چاودېدونکو توکو د استعمال او کارونې مخه دې ونيسي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد هم تاييدوي چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د ګچو کانونه په غير قانوني ډول استخراجېږي، خو زياتوي چې پر يادو سيمو دولت کنټرول نه لري.

هغه زياته کړه چې د ناقانونه کيندنو په دغه بهير کې د سيمې اوسېدونکی ډېر ښکېل دي.

نوموړي هيله مندي وښوده چې د کانونو وزارت او په بلخ کې د کانونو رياست به د دغې ستونزې د حل په موخه پر يوې نوې کړنلارې باندې کار وکړي.

فرهاد وویل چې د بلخ سيمه ييزه اداره د ګچو کانونو برخه کې د رامنځته شوې ستونزې په اړه بې تفاوته نه ده.

په همدې حال کې د بلخ امنيه قوماندان سيد معراج الدين سادات وايي چې دوی ته تر اوسه د کانونو په استخراج کې د ډيناميټ چاودېدونکو توکو د کارونې په اړه هېڅ ډول شکايت نه دی رسېدلی.

خو هغه وايي چې د ښار په کمربندونو کې يې د هغو پوليسو پر ضد جدي اقدامات کړي چې له باربري موټرو څخه په ناقانونه توګه پیسې اخلي.

امنيه قوماندان وويل: ” موږ د پوليسو هر هغه منسوب د قانون منګولو ته سپارو چې په ناقانونه توګه له موټرو پيسې واخلي، همدا څو ورځو کې مو پنځه پوليس په همدې تور ونيول او څارنوالۍ ته مو معرفي کړل.”

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وویل چې بلخ کې د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې د ګچو کان د غير قانوني کيندنې په اړه معلومات نه لري.

Visits: 85

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.