ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې درې امنیتي منسوبین ووژل شول

په کابل ښار کې درې امنیتي منسوبین ووژل شول

author avatar
3 May 2021 - 22:43
په کابل ښار کې درې امنیتي منسوبین ووژل شول
author avatar
3 May 2021 - 22:43

کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۰) : پولیس وایي چې په کابل ښار کې د  وسله والو کسانو په ډزو کې درې امنیتي منسوبین وژل شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز د غویي په ۱۳مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه نن تر غرمې وروسته د لومړۍ امنیتي حوزې اړونده د شور بازار په سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې نامعلومو وسله والو هلته پر امنیتي منسوبینو ډزې کړې او د هغوي تر وژلو وروسته له سیمې څخه تښتیدلي دي.

عیني شاهدان وایی چې وژل شوي کسان د ملي امنیت سرتیري وو او بریدګر په کرولا موټر کې تښتیدلي دي.

تر اوسه ددې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

 

Views: 374

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.