ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معصوم ستانکزی: طالبان دې د سولې په اړه مسوولانه فکر وکړي

معصوم ستانکزی: طالبان دې د سولې په اړه مسوولانه فکر وکړي

author avatar
7 May 2021 - 14:52
معصوم ستانکزی: طالبان دې د سولې په اړه مسوولانه فکر وکړي
author avatar
7 May 2021 - 14:52

کابل (پژواک، ۱۷ غويی ۱۴۰۰): د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وایي، طالبانو د خلکو د غوښتنو خلاف عمل کړی، باید د سولې په اړه مسوولانه فکر وکړي، ځکه سوله د وطن د نجات یواځينۍ لاره ده.

د افغان حکومت د سولې مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي په خپله ټويټرپاڼه لیکلي: «تمه کېده چې طالبان د روژې مبارکې میاشتې او د نړیوالو ځواکونو د بشپړو وتلو د اعلان په خاطر د سولې لاره په جدیت سره تعقیب کړي، خو طالبانو د خلکو د غوښتنو په خلاف، لا زیاتو وژنو ته اوږه ورکړله.»

ده همدار راز لیکلي: «ستره بریا د خلکو په مرګ ژوبلې کې نه، بلکې په سوله او د ولس په هوساینه کې ده. اوسنی جنګ د چا له خوا او د څه لپاره کېږي؟ په جنګ کې د دنیا او اخرت خیر نشته، په همدې خاطر طالبان باید د سولې په اړه مسوولانه فکر وکړي، سوله د وطن د نجات یواځینۍ لاره ده.»

وسله والو طالبانو بيا د دغو څرګندولو په اړه تراوسه پورې غبرګون نه دی ښودلی.

شاوخوا دوه اونۍ مخکې د افغانستان لپاره د ترکیې ناستې له ځنډ سره نه یواځې سولې ته د خلکو راټوکېدلې هېلې پیکه شوې، جګړې هم ورسره زورورې شوې او تراوسه په یو شمېر ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي.

ټاکل شوې وه د افغانستان د سولې په تړاو د اپریل په ۲۴مه ترکيه کې د افغان لوریو، سیاسیونو او ځینو هېوادونو د استازو په ګډون، د ملګرو ملتونو تر مدیریت لاندې غونډه You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.