کابل (پژواک، ١٩ غويی ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٢١ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ١٢ کسان يې له امله مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت له لوري د غويي په ١٩ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٩٤٤ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٢٢١ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٦٢٠٦٣ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ٥٠ کسان په کابل، ٤٣ په ننګرهار، ٣٦ په کندهار، ٢٢ په پروان، ٢٠ په هرات، ١٠ په نيمروز، ٩ په لوګر، ٥-٥ په میدان وردګ، غزني، پنجشېر او اروزګان، ٣ په کندوز، ٢-٢ په بلخ، تخار او بغلان او يو-يو کس په زابل او غور ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٨٢ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٥٤٢٢٢ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١٢ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٦٩٨ ته ورسېد.
د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٥٨ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٣٠ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٣،٢ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.
Views: 82
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن