کابل (پژواک، ٢١ غويى ١٤٠٠) : په کابل کې د بريتانيا سفارت وايي چې هېواد يې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان دولت ملاتړ کوي.
د بريتانيا سفارت لخوا دغويي په ٢١مه، پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بريتانیا د وسله والو ځواکونو قوماندان جنرال سر نیک کارټر او په منځني ختیځ، سویلي افریقا، افغانستان او پاکستان په چارو کې د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت عمومي ريیس د دوشنبې په ورځ کابل ته سفر درلود.
سرچينې زياته کړې، راغلي پلاوي پرون د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه سره په دوه اړخیزه ناسته کې ګډون وکړ چې د افغان سولې پروسې اړوند خبرې اترې پکې وشوې.
د سفارت وياند وايي : ((موږ خوښ یوو چې جنرال سر نیک کارټر او ټام ډریو په کابل کې د برتانیې سفارت نه لیدنه وکړه او په افغانستان کې یې د برتانوي پوځ سره ولیدل. ))
د نوموړي په وينا، دا سفر افغانستان ته د برتانیې ژمنتیا په ډاګه کوي. د برتانیې او افغانستان اړیکې د تل په څېر غښتلې دي، او په داسې حال کې چې افغانستان سره ددوى نړیوال ملاتړ یو نوي پړاو ته داخلېږي، دوى به د ډیپلوماټیکو، پرمختیايي او د امنیت په برخه کې د همکاریو له لارې د ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون، د افغان دولت نه ملاتړ وکړو.
ده زياته کړې : (( موږ په افغانستان کې د خپلو وسله والو ځواکونو، ډیپلوماټانو او د پرمختګ د برخې متخصصینو په لاسته راوړنو ویاړو. د دوی کار د ترهګرۍ د ګواښ کمولو او د سولې پروسې د بنسټ جوړولو په موخه اړین دی. ))
Views: 71
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن