ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فتانه عزيز: په هغو سيمو کې چې قانون شته، د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی کم شوی

فتانه عزيز: په هغو سيمو کې چې قانون شته، د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی کم شوی

author avatar
15 May 2021 - 10:42
فتانه عزيز: په هغو سيمو کې چې قانون شته، د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی کم شوی
author avatar
15 May 2021 - 10:42

جلال اباد (پژواک،  ٢٥ غويی ۱۴۰۰): د ننګرهار د ښځو چارو ریيسه وايي، په هغو سيمو کې چې ښځې قانون، عدلي او قضايي ارګانونو ته لاسرسی لري، د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی کم شوی، خو وايي، د وسله والو تر کنټرول لاندې او لرو پرتو کليوالي سيمو کې لا هم ښځې خپل حقونه نه شي ترلاسه کولی.

د ښځو چارو رياست د معلوماتو له مخې، روان کال په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۷ قضيې ثبت شوې چې دا خپله له قانونه د ښځو پوهاوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته د هغوی لاسرسی په ګوته کوي.

د ښځو چارو رييس فتانه عزيز وايي، اوس يې تازه د ولسواليو په کچه هم د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړي چې په راتلونکي کې به د ولسواليو مېرمنې هم د خپلو حقونو ترلاسه کولو او له تاوتريخوالي د ځان ژغورلو لپاره قانون پلې کوونکو ادارو ته مراجعه کوي.

هغې پژواک اژانس ته وويل چې روان کال د ښځو پر وړاندې ۲۷ قضيې ثبت شوې خو تېر کال دغه شمېر ۱۷۲ و چې له يوې خوا يې دا څرګنده کړه چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی لا هم روان دی او له بلې خوا په ډاګه کوي چې ښځې پر قانون او خپلو حقونو خبرې شوې او له تاوتريخوالي د ځان ژغورلو لپاره قانوني ادارو ته مراجعه کوي.

“ځورونه، تفريق، له کوره تېښته، وهل ټکول، جنسي تېری، چل او دوکه، په کم عمر کې ودونه، د مرګ ګواښ، جبري او د بدل ودونه او يو شمېر نور” هغه مسايل دي چې چې د ښځو چارو رييسه يې تېر او روان کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې په ګوته کوي.

مېرمن عزيز وايي، قانون ته د خلکو لاسرسی او د عامه پوهاوي کچې لوړېدو دې ته زمينه برابره کړې چې مېرمنې خپلې ستونزې له عدلي او قضايي ارګانونو سره شريکې کړي او دلته د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه راکمه شي.

هغه وايي، د حج او اوقافو رياست په همکارۍ يې د ديني عالمانو په واسطه د ممبرونو له لارې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي هڅې پيل کړې دي.

په ورته وخت کې ديني عالمان په اسلام کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی منع شوی ګڼي او وايي، د اسلام ستر پيغمبر هغه شخص تر ټولو غوره ګڼلې چې له خپلې کورنۍ سره غوره چلند وکړي.

ديني عالم مولوي محمد غني فاروقي په دې اړه پژواک ته وويل: ((په اسلام کې پر هېڅ انسان زور زياتی نشته، حتی له يو دهري سره هم بې له کوم ضرره، حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايلي، تاسو کې غوره هغه دی چې له خپلې کورنۍ سره نېک چلند وکړي.))

د چارو شنونکي پر دې باور دي چې په افغانستان کې ناپوهي او معلوماتو ته نه لاسرسی د دې سبب شوي چې په کلونو کلونو په دغه هېواد کې له ښځو او ماشومانو سره تاوتریخوالی وشي.

Views: 41

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.