Pajhwok Afghan News

ننګرهار کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر امنیتي پوستو بریدونه شوي

جلال اباد (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، اچین او سپین غر ولسوالیو کې د نښتو پر مهال د پاکستاني اتباعو په ګډون ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ۳مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د اچين ولسوالۍ پېښې او د سپين غر ولسوالۍ وچ کوټ او مامند سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.

دی وايي، د وسله والو بريدونه په سيمه کې د ګډو افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي چې په ځوابي بريدونو کې د پاکستانيانو په ګډون ۲۶ وسله وال وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د زیات شمېر وژل شویو وسله والو جسدونه هم په سیمه کې پاتې دي.

د خوږياڼي په وينا، په ځوابي بريدونو کې د صفر دوه په نوم د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو، ملي اردو، ملي پوليسو، سيمه ييزې اردو او د سيمې ولسي پاڅون کوونکو له وسله والو سره جګړه کړې ده.

بلخوا د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان پژواک ته وويل چې دا بريدونه د سرحدي ځواکونو پر پوستو شوي چې ده ته يې په تړاو معلومات نه دي ورکړل شوي.

يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې راپور کې خپور شي پژواک ته وويل چې د اچين او سپين غر د تېرې شپې په نښتو کې څلور دولتي سرتېري هم وژل شوي او يو شمېر يې لادرکه دي.

خو د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل چې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله تراوسه دقيق شوې نه ده او په سيمه کې لا هم چاڼيز عمليات روان دي.

د سيمې يو تن اوسېدونکي رحيم شينواري هم پژواک ته ومنله چې په سيمه کې سخته جګړه شوې او دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه چې جګړه د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر پوستو شوې او سيمې ته د صفر دوه قطعې ځواکونه رسېدلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Views: 277

Exit mobile version