ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کومانډویانو هرات کې ۴۲ کسان د طالبانو له زندانه خوشي کړي

کومانډویانو هرات کې ۴۲ کسان د طالبانو له زندانه خوشي کړي

author avatar
25 May 2021 - 12:13
کومانډویانو هرات کې ۴۲ کسان د طالبانو له زندانه خوشي کړي
author avatar
25 May 2021 - 12:13

هرات (پژواک، ٤ غویی ١٤٠٠): ملي دفاع وزارت وايي چې کومانډو ځواکونو په هرات ولایت کې د طالبانو له یوه زندانه ۴۲ زندانیان خوشي کړي دي.

د ملي دفاع وزارت په نننۍ مطبوعاتي خبرپاڼه کې چې پژواک ترلاسه کړې، راغلي: ((د غرب دویمې لوا او د ځانګړو ملي دندو لوا د خاصو قوو کومانډو ځواکونو تېره شپه د هرات ولایت پښتون زرغون ولسوالۍ د مرواه کلي اړوند سیمه کې د طالبانو پر زندان عملیات کړي دي.))

سرچینې زیاته کړې، په دغو عملیاتو کې د طالبانو له یوه زندانه ۲۰ ملکي او ۲۲ نظامي بندیان خوشي شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د دې خبر په تایید وايي، د دغږ عملیاتو پر مهال د رامنځته شوې نښتې له امله اووه وسله وال مخالفین چې د زندان ساتنه یې کوله، هم وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، په یادو عملیاتو کې یوه پیکا، څلور کلاشینکوفونه، یو پنځه ډزی، یو د ټانک دوربین او دوه پايې ایکم مخابرې ترلاسه شوې او شپږ موټرسایکلونه په سیمه کې سوځول شوي دي.

د یادونې ده، کومانډیانو تېره ورځ په لغمان ولایت کې هم اته کسان د طالبانو له زندانه خوشي کړي وو.

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.