ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معلول خو پیاوړی ځوان: اتل هغه څوک دی چې هېواد ته سوله راولي

معلول خو پیاوړی ځوان: اتل هغه څوک دی چې هېواد ته سوله راولي

author avatar
25 May 2021 - 08:22
معلول خو پیاوړی ځوان: اتل هغه څوک دی چې هېواد ته سوله راولي
author avatar
25 May 2021 - 08:22

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۰): هغه ځوان چې په ماشومتوب کې یې چاودنه کې پښه له لاسه ورکړې، په داسې حال کې چې پر لکړه یې تکیه وکړه، له ښکېلو خواوو سوله وغوښته او ویې ویل چې د افغانستان خلکو لپاره اتل هغه څوک دی چې دغه جګړه ځپلي هېواد ته سوله راولي.

۲۴ کلن عبدالاحد امیري د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ محمدیه ښارګوټي اوسېدونکی دی چې شاوخوا ۱۳ کاله مخکې یې په همدې ښارګوټي کې د ماین په چاودنه کې یوه پښه له لاسه ورکړې، وایي دې چاودنې له نوموړي یوازې پښه نه، بلکې د هغه ماشومانه لوبې یې هم ترې واخیستې؛ ځکه له هماغه راهیسې یې یوه ورځ هم له خپلو همځولو سره لوبې نه دي کړې.

هغه چې د سولې ارمانجن دی وایي، یادې چاودنې د ده خوښۍ له منځه یووړې، ژوند یې ور تیاره کړ او ماشومانه هیلې یې بارودو له منځه یووړې.

امیري وایي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې له خپلو همځولو سره پر لوبو بوخت و چې پښه پر خښ شوي ماین ور برابره شوه.

هغه اسویلی وکیښ او په دې اړه یې وویل چې هغه مهال ترې له درد او وېرې ځان ورک و.

هغه زیاته کړه: “له داسې پېښې سره مخ شوی وم چې بیانول یې هم راته ستونزمن دي. پر سترګو مې توره پرده راغله، څوک مې نه لیدل، غوږونه مې هم کاڼه شول… زه یې روغتون ته یووړم،… په روغتون کې څلور ځلې عملیات شوم، د پښې هډوکی مې تور شوی و، فکر مې نه کاوه چې پښه مې قطعه شي؛ خو یوه ورځ کله چې له عملیات وروسته په حال کې راغلم، پام مې شو چې پښه مې له لاسه ورکړې ده.”

امیري په ژړغوني اواز وویل: “له کلونو راهیسې د خپلې پښې په غم کې په زوره او خاموشۍ ژاړم او پر جګړه او جنګ سالارانو چې زه یې بې ګناه معلول کړم، لعنت وایم.”

پر څوکۍ یې تکیه وکړه او د هغې ورځې کیسه یې چې پوهېدلی و، پښه یې له لاسه ورکړې، په دې جمله پای ته ورسوله: “په هغه ورځ مې فکر کاوه چې ټول ژوند مې له لاسه ورکړی دی.”

هغه د دې ډول بدبختیو لامل په هېواد کې روانه جګړه بولي او وایي چې دې چاودنه کې یوازې دی نه، بلکې یو شمېر نورو ماشومانو هم خپلې پښې او د بدن نور غړي له لاسه ورکړل.

امیري په خواشینۍ وویل، په افغانستان کې روانې ۴۰ کلنې جګړې ډېر ماشومان او لویان معلول کړل، د ډېرو ژوند یې واخیست او د خلکو وژل لا هم دوام لري.

په افغانستان کې له شاوخوا ۴۳ کلونو راهیسې جګړه روانه ده. ځینې سرچینې د دې جګړې د تلفاتو شمېر تر یوه میليون ډېر؛ خو ځینې بیا دوه میلیونه کسان ښيي. دغه راز د دې خونړۍ جګړې له امله، میلیونه افغانان هېواد پرېښودو ته اړ شوي، شاوخوا ۴،۴ میلیونه کسان (د هېواد د ټول نفوس (۱۳.۹سلنه) کسان معلول شوي او دا مهال د هېواد له نیمایي ډېر خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

امیري په هېواد کې د جګړې له بدو پایلو یادونه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې نور هېڅ افغان د جګړې قرباني نه شي.

ده ځوان وایي: “جګړه وه چې زما د ماشومتوب خوږې شېبې یې له منځه یووړې او اوس چې د چاودنې او وژنې خبر اورم، په ځلونو وژل کېږم او ژوندی کېږم.”

هغه له سترګو د اوښکو پاکولو په حالت کې وویل، کله یې چې پښه قطعه شوه، د بدن بار یې د لرګینې لګڼې پر غاړه شو چې هر ځای یې هغه بې اوازه ملګرې وه.

عبدالاحد زیاتوي، نه شوای کېدای چې له امسا سره د زړه درد شریک کړي او نه ممکنه وه چې د هغې په وسیله د خلکو خولې بندې کړي چې د معلولیت له امله یې د ده سپکاوی کاوه، خو کله چې ځوان شو، د ژوند په مفهوم پوه شو او تعریف یې ورته پیدا کړ،د ژوند په ادامه یې لامبووهل پیل کړل چې کله به د هغه وجود له ډبرو سره لګېده،ځینې وخت به په هیله کې ډوب او ځان به یې وژغوره.

د نوموړي په وینا، همدا د ده عزم و چې دا مهال د دې تر څنګ چې د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصل دی، د کورنۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره غالۍ هم اوبي او د لامبو وهلو ټیم غړی هم دی.

عبدالاحد زیاته کړه: «ځینو کسانو به ویل چې ورزش ژوند ته رحیه ورکوي، له همدې امله مې د محصلۍ تر څنګ له لامبو وهلو ټیم سره ورزش هم پیل کړ او دا چې د هغه تیم غړی یم، دغه راز د بوکس ورزش هم کوم او تر اوسه مې څو کسانو ته چې معلول نه وو، ماتې ورکړې ده.»

هغه چې له ناروغ پلار، مور، درېیو خویندو او دوو کوچنیو وروڼو سره ژوند کوي وایي: “د کور یوازینی سرپرست زه یم، یو غرفه مې درلوده د هغې له لارې مې کورنۍ ته نفقه پیدا کوله؛ خو ښاروال صاحب زما غرفه د ولسي تړون تر نوم لاندې پروګرام له امله لرې کړه، اوس کوم ازاد کار نه لرم؛ خو په کور کې غالۍ اوبم.”

دغه ځوان وایي، د افغانستان خلک د امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزو د حل لپاره په هېواد کې د سولې ټینګښت ته اړتیا لري او که سوله وشي، یوازی دی نه، بلکې ټول افغانان کولای شي ښه ژوند ولري.

هغه، سوله «د افغانستان خلکو ته د نوي ژوند زېری» بولي او وایي، هر څوک چې واک ته رسیږي د افغانستان د خلکو یووالي لپاره باید هڅه وکړي او شخصي ګټو ته پر ملي ګټو لومړیتوب ورنه کړي، څو د دغه هېواد خلک چې په وروستیو څلوېښتو کلونو کې یې ارامي نه ده لیدلې او هره ورځ یې په بد خبر پیل کړې، ارام او هوسا ژوند ولري.

دی له حکومته سوله غواړي څو معلولینو ته چې د ټولنې زیان لیدونکې برخه ده او په بې وزلۍ کې ژوند کوي جدي پاملرنه وکړي او د ځینو استعدادونو ته چې ویاړ راوړونکي دي په کمه سترګه ونه کوري.

امیری په ټینګار سره د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې سوله وکړي او زیاته یې کړه: “دا مهال د افغانستان خلکو لپاره اتل هغه څوک دی چې دې هېواد ته سوله راولي.”

د سولې لپاره د هغه غوښتنه په داسې حال کې ده چې جګړه په تېزۍ سره روانه ده او هره ورځ د ماشومانو او غیرنظامیانو په ګډون د افغانانو ژوند اخلي، خو تر اوسه د سولې برخلیک نه یوازې دا چې معلوم نه دی، بلکې د تېر په پرتله پېچلی شوی دی.

د سولې بین الافغاني خبرې د طالبانو او مریکا ترمنځ په دوحه کې د سولې د هوکړې له لاسلیک وروسته تېر کال د وږي میاشت کې پیل شوې، خو د شاوخوا اتو میاشتو په تېرېدو، یوازې د خبرو په طرزالعمل موافقه وشوه او دغه بهیر له څه مودې راهیسې له بن بست سره مخ شوی دی.

ټاکل شوې وه چې د سولې ټینګښت لپاره د ملګرو ملتونو تر مدیریت لاندې د ځینو سیاسي ګوندونو، طالبانو او افغان حکومت د استازو او دغه راز د افغاستان په قضیه کې د ځینو اغېزناکو هېوادونو په ګډون د اپریل په ۲۴ په استانبول کې یوه ناسته ترسره شي، خو طالبانو په داسې حال کې اعلان وکړ چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو په دې ډول ناستو کې ګډون نه کوي،خو د امریکا متحدو ایالتونو او ناټو سازمان اعلان کړی چې د ځواکونو وتل له مې میاشتې پیل او په سپټمبر میاشتې کې یې بشپړوي. دا په داسې حال کې ده چې د دوحې تړون له مخې باید د مې تر وروستیو ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ایستل شوي وای.

Visits: 142

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.