هرات ښار (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۰): حکومت په اسلام کلا بندر کې د اورلګېدنې پېښه کې د زیانمنو موټرچلوونکو له استازو سره هوکړه کړې چې اته میلیون امریکايي ډالر تاوان ورکوي.
په اسلام کلا بندر کې د زیانمنو موټر چلوونکو استازي بصیر ارین نن یوې خبري ناستې ته وویل، هرات ولایت ته د لېږل شوي حکومتي پلاوي موندنې ښيي چې ۱۲۵۴ باري او د ګاز او تېلو ټانکر موټر سوځېدلي چې ارزښت یې ۳۳ میلیون امریکايي ډالر براورد شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د څېړنو له مخې، د پاتې سوځېدلو موټرو ارزښت هم څلور میلیون ډالر ویل شوی چې د هغو په پلور او د حکومت له خوا د اته میلیون ډالرو په ورکولو سره هر موټر لرونکي ته ۱۰زره امریکايي ډالر ورکول کېږي.
نوموړي روښانه کړه چې د لېږل شوي حکومتي پلاوي موندنې هم په ډاګه کوي چې «TCRC» شرکت چې په اسلام کلا ګمرک کې د نفتي موادو د سمپل اخیستو مسوولیت لري، د دې اورلګېدنې اصلي مقصر پېژندل شوی.
د هغه په خبره، «TCRC» شرکت له مالیې وزارت سره تړون لري او حکومت اوس د تاوان د جبران لپاره په نړیواله محکمه کې حقوقي دعوا خلاصه کړې ده.هغه زیاته کړه، په هغه صورت کې چې محکمه دغه شرکت مقصر اعلان کړي، «TCRC» شرکت مکلف دی چې افغان دولت ته د اورلګېدنې ۳۳ میلیون ډالر تاوان ورکړي.
ارین وویل، له حکومت سره د زیانمنو موټر لرونکو د هوکړې له مخې، کله چې «TCRC» کمپنۍ دولت ته ۳۳ میلیون ډالر تاوان ورکړي، اته میلیون یې په دولت پورې تړاو لري او پاتې پیسې په پر موټر لرونکو ووېشل شي.
هغه ومنله، هر کله چې د حکومت او «TCRC» شرکت دعوا پایلې ته ونه رسېږي، زیانمن موټر لرونکي به د حکومت او «TCRC» شرکت پر وړاندې له سره حقوقي دعوا وکړي.
په اسلام کلا بندر کې د اورلګېدنې له امله یو شمېر زیانمن موټر لرونکي د دولت له خوا د اتمه میلیون ډالرو مرسته کمه ګڼې او هیله من دي چې پاتې پیسې به یې هم د نړیوالې محکمې له خوا د TCRC»» شرکت تر مقصر اعلانېدو وروسته ورکړي.
په یاده پېښه کې د سید عظیم په نوم زیانمن موټر لرونکي وویل: ((زما اته موټر سوځېدلي، دولت اته میلیون ډالر مرسته کړې، دا ډېرې لږ پيسې دي او موږ هیله من یو چې پاتې پیسې هم موږ ته ورسېږي.))
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې حکومت اعلان کړی چې د هرات ولایت په اسلام کلا ګمرک کې د اور لګېدنې له امله زیانمنو کسانو ته ۸ میلیون ډالر مرسته ځانګړې شوې ده.
شاوخوا درې میاشتې مخکې په اسلام کلا ګمرک کې اورلګېدنې پېښه رامنځته شوه چې پر ځاني مرګ ژوبلې سربېره یې ډېر مالي زیانونه هم درلودل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP