ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د برښنا پایه بیا والوځول شوه

د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د برښنا پایه بیا والوځول شوه

author avatar
1 Jun 2021 - 22:04
د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د برښنا پایه بیا والوځول شوه
author avatar
1 Jun 2021 - 22:04

کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۰) : د افغانستان برښنا شرکت وایي چې د کابل ښار په قره باغ ولسوالۍ کې د برښنا یوه پایه بیا الوځول شوې ده.

د برښنا شرکت لخوا د غبرګولي په ۱۱مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ماخوستن مهال د رڼا ددښمنانو لخوا د قره باغ ولسوالۍ د شینوار په سیمه کې د برښنا یوه پایه په بمونو الوځول شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې له امله یې د کابل او یو شمیر ولایتونو برښنا پرې شوې ده.

برښنا شرکت ویلی چې ددوی تخنیکي ټیم سیمې ته رسیدلی او د ترمیم چارې به ژر پیل کړي.

تر دې مخکې د برښنا شرکت ویلی وو  چې په تاجیکستان کې د طوفان له امله د افغانستان د وارداتي برښنا لینونو کې ستونزې پیدا شوې چې له امله یې د کابل او ۱۲ ولایتونو برښنا پرې شوې ده.

د یادونې وړ ده چې له تیرو څو اوونیو راهیسې څو ځلې د کابل په شمالي ولسوالیو کې د برښنا پایې په بمونو الوځول شوې دي.

Views: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.