ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مکه کې د علماوو د کنفرانس اعلامیه : افغانستان کې روان جنګ ناروا او محکوم دی

مکه کې د علماوو د کنفرانس اعلامیه : افغانستان کې روان جنګ ناروا او محکوم دی

author avatar
11 Jun 2021 - 15:49
مکه کې د علماوو د کنفرانس اعلامیه : افغانستان کې روان جنګ ناروا او محکوم دی
author avatar
11 Jun 2021 - 15:49

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۰) :  په مکه مکرمه کې د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو د افغان سولې پروسې څخه د ملاتړ ترڅنګ په ډاګه کړه، چې د ملکي وګړو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی او ترهګري د اسلام د اصولو خلاف دی.

دغه کنفرانس چې د سعودي په کوربه توب د رابطه العالم الاسلام لخوا د سعودي په مکه مکرمه کې ښار کې پرون ترسره شو، د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو په حضوري او مجازي توګه پکې ګډون کړي وو.

د افغانستان دحج وزارت وایي، له دې کنفرانس څخه موخه په افغانستان کې د روانې جګړې او تاوتریخوالي پر خلاف او په افغانستان کې د سولې او ثبات په ملاتړ د افغانستان او پاکستان د علماو ګډ ديني موقف څرګندول و.

په دې کنفرانس کې د افغانستان په استازيتوب د ارشاد، حج او اوقافو وزير محمد قاسم حليمي، د اسلامي همکاریو په نړیوال سازمان کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفير او دايمي استازي دوکتور شفيق صميم، دافغانستان د علماوو د سراسري شورا غړي عنايت الله بليغ، د کابل پوهنتون استاد دوکتور عبدالباري حمیدي د افغانستان اسلامي جمهوريت د ملي مصالحې عالي شورا او د علماو عالي شورا غړي عطاء الرحمن سليم، د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځۍ مخکيني رئيس دوکتور فضل الرحيم بصيرت، د افغانستان د علماو عالي شورا غړي فضل غني کاکړ، د افغانستان د علماو عالي شورا غړي عطاء الله لودين او د افغانستان د علماو عالي شورا غړي شيخ سالم حسني ويناوې وکړې.

دغه راز دپاکستان له لوري د  علماو هيئت رئيس او د ديني چارو وزير دکتور نورالحق قادري، په سعودي عربستان کې د پاکستان سفير بلال اکبر، د اسلامي همکاریو سازمان کې د پاکستان سفير او دايمي استازي رضوان سعيد شيخ، د پاکستان اسلامي جمهوريت مرستيال مفتي او د کراچۍ دارالعلوم پوهنتون مرستيال رئيس محمد تقي عثماني، د پاکستان د اسلامي فکر شورا رئيس دوکتور قبله اياز، د لاهور نعيميه پوهنتون رئيس محمد راغب حسين نعيمي، د پاکستان اهل حديث اسلامي جمعيت امير او د پاکستان سنا مجلس غړي ساجد مير، د پاکستان اهل بيت پوهنتون مرستيال رئيس او د پاکستان د اسلامي مدارسو د انجمن رئيس سید افتخار حسين نقوی، د پاکستان د دیني مدارسو د اړیکو رئیس مولانا محمد عبدالمالک ویناوې وکړې.

همدارنګه د مسلمانانو نړيوال ليګ سکرتر جنرال شیخ ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی او ګڼ شمېر نورو علماوو د سولې په ارزښت او د مسلمانانو د وینو په حرمت خبرې وکړې او په افغانستان کې یې روانه جګړه ناروا وبلله.

ددې کنفرانس په پایله کې یوه ګډه اعلامیه هم نشر شوه، چې پکې په افغانستان کې د سولې هڅو ملاتړ شوی دی.

افغان او پاکستاني علماوو په دې اعلامیه کې د تاوتریخوالي او افراطیت هره بڼه غندلې او ټینګاریې کړی چې د افغانستان د اوږده ناورین یوازنی حل سوله ده.

په پریکړه لیک کې د قراني ایتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې ټینګار کړی چې د مسلمانانو وینه باید ودرول شي او مسلمانان په ورورګلوۍ کې سره ژوند وکړي.

په پرېکړه لیک کې راغلي، اسلام د سولې، زغم او پخلاینې دین دی او لارویان یې هم باید خپل مخالفتونه قران او حدیث ته په رجوع کولو سره ختم کړي.

د دوی د غونډې پرېکړه لیک هم تر ډېره په هغو اسلامي لارښوونو او سپارښتنو متمرکز دی چې الله او د هغه رسول مسلمانانو ته د ښه ژوند لپاره کړي دي.

دوی د یوه کس وژل د ټول انسانیت وژل یاد کړي دي او ویلي یې دي، د افغانستان د قضیې د حل په تړاو باید د مسلمانانو ټولنه خپل مسوولیت ادا کړي.

د مکې مکرمې د غونډې په پرېکړه لیک کې ټینګار شوی چې د افغانستان او پاکستان علما باید د اسلام حقیقي پيغام خپور کړي او دیني نسوس په مناسب ډول تفسیر کړي.

په پرېکړه لیک کې غوښته شوې چې د افغانستان او پاکستان علما باید یوه ګډه ټولنه جوړه کړي چې د سولې له روانو هڅو سره مرسته وکړي.

دوی ویلي، تاوتریخوالی باید له هېڅ مذهب، ملیت، تمدن او نژاد سره ونه تړل شي او په خبره یې د افراطیت او ترهګرۍ له لارې د تاوتریخوالي هره بڼه مردوده ده، که هغه د ملکیانو وژل وي او یا هم انتحاري حملې.

د پرېکړه لیک په وروستۍ برخه کې د افغانستان د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتل شوي چې نوره وینه توېدنه ودروي او یو د بل پر وړاندې تحریک کوونکي کړنې پای ته ورسوي.

دوی غوښتنه کړې چې د جګړې ښکېلې ډلې باید په صادقانه ډول د سولې خبرې مخته بوزي چې په وسیله یې افغانان د سولې، پخلاینې، ثبات او د نړۍ له پرمختګه برخمن شي.

په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې روان جنګ ناروا او محکوم شوی

Visits: 816

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.