کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۰) : په داسې حال کې چې د افغانستان امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي او ډېری نړیوال ځواکونه له هېواده وتلي دي، د ناټو سازمان مهمه سرمشریزه غونډه نن پیل شوه.
په دغې غونډه کې چې نن د غبرګولي په ۲۴مه، د بلجیم په بروکسل ښار کې د ناټو سازمان په مقر کې پیل شوه، د دغه سازمان د ۳۰ غړو هېوادونو ولسمشران او لومړي وزیران په کې ګډون کوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن واک ته تر رسېدو وروسته د خپل لومړي بهرني سفر په ترڅ کې بلجیم ته رسېدلی دی.
د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ نن غرمه د دغې غونډې له پیل څخه مخکې خبریالانو ته وویل، چې په ډېر مهم پړاو کې دغه سرمشریزه غونډه جوړیږي.
هغه زیاته کړه : “نن به د سازمان د غړو هېوادونو په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیستل شي.”
د ناټو سرمنشي وایي، چې په دغې غونډه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ، له روسیې او چین سره د اړیکو په اړه هم خبرې کیږي، ځکه چې تر سړې جګړې وروسته یې له روسیې سره اړیکې په خراب حالت کې دي.
سټولټنبرګ وویل چې دوی به د چین پر وسلو د کنټرول، د چاپیزیال د بدلون او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
د هغه په وینا، په دغې سرمشریزه غونډه کې به د ناټو د ۲۰۳۰ کال پر پلان هم خبرې وشي او وروستۍ بڼه ورکول کیږي.
د ناټو سرمنشي وایي، چې دوی به په دغې غونډه کې د افغان سولې پروسې او د ناټو د افغان ماموریت په اړه هم خبرې وکړي.
هغه زیاته کړه: ” موږ له متحدینو سره پر دې کار کوو، چې څه ډول د افغانستان د کابل نړیوال هوایي ډګر خوندي وساتل شي. ”
دی وایي، چې ناټو له ترکیې، امریکا او نورو هېوادونو سره په دې اړه سلا مشورې کوي.
بلخوا ځینې رسنۍ وایي چې د ناټو په دغې سرمشریزه غونډه کې به د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکنده پرېکړې وشي.
Views: 78
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن