ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه به له دې وروسته یواځې د دوشنبې په ورځ عمومي ناسته کوي

ولسي جرګه به له دې وروسته یواځې د دوشنبې په ورځ عمومي ناسته کوي

author avatar
16 Jun 2021 - 17:04
ولسي جرګه به له دې وروسته یواځې د دوشنبې په ورځ عمومي ناسته کوي
author avatar
16 Jun 2021 - 17:04

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰): ولسي جرګې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په موخه خپلې دوه اونیزې ناستې یوې ناستې ته را کمې کړې، له دې وروسته به یواځې د دوشنبې په ورځ عمومي ناسته ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دغې جرګې تر اوسه په اوونۍ کې دوه ځلې (دوشنبې او چهارشنبې) عمومي ناستې ترسره کولې.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د دغې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، د عامې روغتیا وزارت او د دغې جرګې د روغتیا کمېسیون په وړانديز او د کرونا د خپرېدو د مخنیوي په موخه باید جرګه د خپلو ناستو په اړه تصمیم ونیسي، ځکه عمومي ناستې د کرونا ویروس د خپرېدو لامل کېدای شي.

ځینو وکیلانو دغه وړاندیز تایید کړ؛ خو ځینو نورو د کرونا ناروغۍ ډېرېدو او امنیتي وضعیت ته پام ټینګار وکړ چې د جرګې عمومي ناستې دې په اوونۍ کې دوه ځلې دوام ولري.

وروسته رحماني دغه وړاندیز د وکیلانو رایو ته وړاندې کړ او د دې جرګې ډېری غړو رایه ورکړه چې په هېواد کې د وضعیت تر ښه کېدو به دغه جرګه د یکشنبې په ورځو په کمېسیونونو کې کار کوي او د دوشنبې په ورځو به عمومي ناستې ترسره کوي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ په هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې تر ۹۴ زره ډېر کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي، له دې ډلې څه باندې ۳۷۰۰ کسانو د یادې ناروغۍ له امله ساه ورکړې او له ۶۲ زرو نه ډېر ترې بېرته روغ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغې ناروغۍ د درېیمې څپې په سبب کابو دوه اوونۍ مخکې، هېواد کې ټول تعلیمي او تحصیلي مرکزونه رخصت شوي او له تېرې شنبې راهیسې پر نورو غونډو هم بندیزونه لګېدلي دي.

Views: 69

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.