ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۳۱ سلنه کمه شوې ده

تېره اوونۍ د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۳۱ سلنه کمه شوې ده

author avatar
19 Jun 2021 - 18:49
تېره اوونۍ د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۳۱ سلنه کمه شوې ده
author avatar
19 Jun 2021 - 18:49

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰): تېره اوونۍ – که څه هم چې په دوحه کې د سولې د پیکه خبرو تر څنګ، د افغانستان د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ درنې جګړې روانې وې- خو د ملکي وګړو مرګ ژوبله په کې د وړمې اوونۍ په پرتله ۳۱ سلنه کمه وه.

  • دوحه کې د سولې خبرې په پیکه او وقفه یي ډول روانې دي.
  • ټاکل شوې یو لوړپوړی پلاوی د سولې خبرو په تړاو له کابل څخه دوحې ته لاړ شي.
  • امریکا له نړیوالې ټولنې سره ګډ کار کوي تر څو په افغانستان کې سوله ټینګه شي.
  • د سولې او جګړې اړوند مسایلو په تړاو د افغان او پاکستاني چارواکو ناندرۍ لا هم روانې دي.
  • عبدالله: د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د استثنایي حالت لپاره اړین چمتوالي کې پاتې راغلو.
  • خلکو په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې د درېدو او سولې غوښتنه وکړه.
  • تېره اوونۍ د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۳۱ سلنه کمه شوې ده.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:  

تېره اوونۍ د هېواد په ۱۱ ولایتونو (کندوز، کابل، هرات، ننګرهار، لغمان، لوګر، بلخ، بغلان، پکتیا، غور او سمنګانو) کې په ۱۸ بریدونو کې ۴۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۵ نور ټپیان دي.

تېره اوونۍ که څه هم چې وسله والو طالبانو بریدونه ډېر کړي و او د وړمې اوونۍ په څېر د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړې ډېرې زورورې وې او ځینې ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولوېدې، خو د ملکي وګړو مرګ ژوبله په کې د وړمې اوونۍ په پرتله کمه وه.

په بریدونو کې دولتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوي ځانګړي استازي ژان آرنو تېره اوونۍ د بریدونو او تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د دغه وضعیت دوام يې د ملګرو ملتونو او په افغانستان کې د سولې ملاتړکوونکو لپاره د نه منلو وړ وباله.

په دوحه کې د سولې پیکه خبرې:

د دولت د سولې مرکچي پلاوی او طالبان وايي، د دواړو خواوو د تماس ګروپونو د غبرګولي په ۲۵مه دوحه کې د سولې خبرو د تنظیم په اړه خبرې وکړې. دغه ناسته وروسته له هغه وشوه چې یوه ورځ مخکې اروپايي ټولنې د افغانستان د سولې د اساسي مذاکراتو په پیلېدو ټینګار وکړ.

په دوحه کې د بین الافغاني خبرو له پیله شاوخوا لس میاشتې تېریږي، خو تر اوسه یې یواځې د خبرو پر تګلاره هوکړه کړې او نوره لاسته راوړنه نه لري.

پژواک ته ځینو سرچینو ویلي چې په کابل کې هڅې روانې دي تر څو د ملي مصالحې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د سولې خبرو په تړاو یو پلاوی دوحې ته ولاړ شي، خو طالبانو دغه څرګندونې مطبوعاتي اوازې بللې دي.

د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د نړیوالو څرګندونې:  

امریکایي چارواکو له افغان ځواکونو د ملاتړ او له افغانستان سره د مرستو پر دوام د ټینګ تر څنګ ویلي چې دوی له نړیوالې ټولنې سره ګډ کار کوي تر څو په افغانستان کې سوله ټینګه شي.

دغه راز تېره اوونۍ ناټو هم د دغه سازمان په سرمشریزه کې وپتیله چې د افغان ځواکونو تمویل، له افغانستانه بهر د افغان ځواکونو روزنه، په افغانستان کې دایمي ملکي حضور او د کابل هوایي ډګر په ګډون د زېربناوو ساتلو په برخه کې مرستې کوي.

د چک جمهوریت لومړی وزیر اندري ببېش وایي چې هېواد به یې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د افغانستان ستونزه نظامي حل نه لري؛ هېواد یې د خبرو له لارې د سولې غوښتونکی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د سولې ټینګېدو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

د افغانستان او پاکستان ناندرۍ:

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازي توماس نیکلاسن، د افغانستان لپاره د پاکستان استازي صادق خان سره په کتنه کې ویلي چې د سولې برخه کې اساسي پرمختګ ډېر لږ یا هېڅ نه دی شوی، نو ځکه اړتیا ده چې د سولې هڅو کې نوې ساه پو کړل شي. د هغه په وینا، پاکستان په دې پوهېږي چې پر طالبانو د ټول نفوذ کارول د دغه هېواد په ګټه دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، نور باید یوازې پاکستان ته په افغان جګړه کې د ذمه وارۍ ګوته ونه نیول شي، افغان سوله یوازې د پاکستان کار نه، بلکې د ټولو غاړو ګډ مسوولیت دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دا ادعا هم کړې چې افغانستان کې دننه او بهر ځينې داسې کړۍ شته، چې د ده په خبره د سولې ضد دي او په جګړه کې يې ګټه ده.

قریشي ویلي چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د ډېرېدو په اړه «مبالغه» کېږي؛ ځکه چې د داعش په څېر ورانکاري عناصر د تاوتریخوالي په تازه پېښو کې لاس لري.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب یوځل بیا پر پاکستان توندې نیوکې کړې چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت غبرګون یې راپاورولی دی.

محب پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:”طالبانو په ټول افغانستان کې د افغان ولس پر ضد د تاوتریخوالي ډک عملیات پیل کړي. موږ پوهېږو چې هغوی څرنګه او ولې د دې کار وړتیا پیدا کوي. قریشي یا خبر نه دی، یا نادان دی او یا له هغوی (طالبانو) سره یو لاس دی.”

افغان او پاکستاني چارواکو تر دې مخکې هم یو بل ته توند غبرګونونه ښودلي دي.

استثنایی حالت او ناسم چمتوالی:

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره یو استثنایي حالت جوړ شوی،‌ خو «موږ ته چې څرنګه په کار وه هغسې چمتووالي نیولو کې پاتې راغلو.»

د هغه په وینا، له یوې خوا جګړو خلک اندېښمن کړي او له بلې خوا طالبان داسې فکر کوي چې د جګړې له لارې بریالي کېدای شي.

خو دی زیاتوي چې د افغانستان ستونزه نظامي حل نه لري؛ که طالبان فکر کوي پر افغانستان له نظامي لارې واکمن کېدای شي، د هغوی دغه محاسبه سمه نه ده.

ولس سوله غواړي:

د پکتيا ولايت یو شمېر اوسېدونکو د جګړې زياتېدو او اوږدېدو پر ضد لاريون وکړ، سوله یې غوښته او دعوه یې کوله چې نړيواله ټولنه او د امريکا متحده ايالتونه په افغانستان کې د جګړې په پای ته رسولو کې رښتيني نه دي.

د ننګرهار يو شمېر قومي مشرانو او د ملي شورا ځينو غړو په يوه غونډه کې هېواد کې د جګړو او تاوتريخوالي د زياتېدو په اړه اندېښنه وښوده، پر اوربند یې ټینګار وکړ، ویې ویل چې د جګړو دوام د سولې لاسته راغلی چانس له منځه وړي او هېواد يو ځل بيا کورنيو جګړو ته ستنوي.

په ننګرهار کې لسګونو ځوانانو د سولې ملي کمپاين پرانېست. په دغه کمپاین کې د ولایت پر مرکز جلال اباد سربېره په ولسواليو کې هم د سولې په تړاو د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي شوي. هغوی د سولې خبرو پر دوام ټینګار کاوه، اندېښنه یې وښوده چې که روانه جګړه ونه دریږي، نو بشري ناورین به رامنځته شي.

د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد کریم خلیلي په کابل کې د وروستيو پېښو د قربانيانو کورنيو، مدني ټولنو غړو او ځوانانو غونډې ته د خبرو پر مهال وویل چې هېواد کې باید د سولې لپاره له شته فرصته ګټه پورته شی، ویې ویل چې د افغانستان ستونزه د «جنګ، زور او انحصار» له لارې نه شي حل کېدای.

Visits: 188

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.