جلال اباد (پژواک، ۱ چنګاښ ۱۴۰۰): د ننګرهار د سپين غر ولسوالۍ قومي مشرانو پرېکړه کړې که تر دې وروسته د دغې سيمې د هرې کورنۍ غړی د طالبانو په ليکو کې وي يا به هغه د طالبانو له ليکو وباسي او يا به هم له سيمې کډه کوي.
دوی وايي، دغه پرېکړه يې ځکه کړې چې وسله والو طالبانو په ډېرې بې رحمۍ سره د دوی پر کورونو، کروندو او هلته مېشتو امنيتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو بريدونه وکړل او مرګ ژوبله يې ورته واړوله.
د یادو قومي مخورو په خبره، د وسله والو طالبانو د بريدونو اوجګړو له امله د سيمې ګڼې کورنۍ کډې کولو ته اړ شوي او لا هم ورته د خپلو کورونو معلومات نشته چې توکي يې سلامت دي او که جګړو کې تخريب شوي دي.
دغو قومي مشرانو دغه پرېکړه پرون سپين غر ولسوالۍ کې د يوې قومي غونډې پرمهال کړې ده.
قومي مشر او د غونډې ګډونوال ملک سبحان الله وويل چې په دغه غونډه کې د درېيو قومونو شاوخوا سل تنه مشران راټول شوي او دغې پرېکړې ته رسېدلي چې نور به خپلو په سيمو کې وسله والو ته ځای نه ورکوي.
هغه زياته کړه، که د هر چا د کورنۍ غړی طالبانو کې وي نو هغه بايد د طالبانو له ليکو بهر کړي او که بيا يې بهر نه کړي، نو د قومي پرېکړې له مخې به يې کور له دغې سيمې ايستل کېږي.
قومي مشر ملک کمين وويل، دغه قومونه ځکه راټول شوي چې له خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي، نور خپل عزت او مال خپله خوندي وساتي او نور بې عزته نه شي.
ده زياته کړه: ((پخوا موږ د داعش له لاسه ځورېدلي يو، کورونه مو وران شوي، میندې کونډې شوې، خلک کډوال شول، اوس مو له طالبانو څخه دا غوښتنه ده چې نور دې دغه قومونه نه ځوروي.))
د سپين غر ولسوالۍ ولسوال محمد ياسين بابر وويل چې له دغو قومي مشرانو يې غوښتنه کړې چې لومړی د امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي، بيا خپلو سيمو کې وسله والو ته ځای ور نه کړي نو ورسره کېدلی شي چې د دوی سيمه په امن کې شي او د وسله ولو له فعاليت څخه پاکه شي.
د هغه په خبره، د دغې ولسوالۍ ځينې سيمې چې څه موده وړاندې پرې وسله والو طالبانو جګړې وکړې او نا امن شوې وې، عمليات په کې پيل شوي، ډېرې ساحې بېرته پاکې شوي، يوازې د مامند درې ځينې سيمې پاتې دي چې هلته هم عمليات روان دي او ډېر ژر به پاکې شي.
د ولسوال په وينا، د کډوالو چارو له رياست او ځينو نورو ادارو سره يې خبرې شوي چې د سيمې خلکو ته بېرته د ورتګ زمينه برابره شي، نو د مرستو لړۍ به هم ورسره پيل شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې وسله والو طالبانو د سپين غر او ګاونډي اچين ولسوالۍ پر دوو لويو درو باندې ډله ييز بريدونه وکړل، پوستې يې سقوط او په سيمه کې یې ولکه ټينګه کړه، خو چارواکي وايي، له اچين څخه وسله وال ايستل شوي او د سپين غر له پاتې سیمو څخه به هم ډېر ژر و ایستل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن