کندوز ښار (پژواک، ٩ چنګاښ ١٤٠٠): د کندوز ګمرک رييس وايي، له کومې ورځې چې شېرخان بندر طالبانو نيولی، هره ورځ حکومت ته څلور ميليونه افغانۍ زيان رسېږي.
شاوخوا يوه اوونۍ مخکې وسله والو طالبانو له کوم ځانګړي مقاومت پرته د کندوز ولايت د يو شمېر نورو سيمو ترڅنګ د شېرخان بندر کنټرول هم په خپل لاس کې واخيست.
که څه هم چې د يوې ورځې لپاره پر شېرخان بندر صادرات او واردات بند وو خو يوه ورځ وروسته بېرته په دې توپير صادرات او واردات پيل شول چې اوس د دغه بندر عوايد د حکومت پر ځاى طالبان ترلاسه کوي.
په دې اړه د کندوز د ګمرک رييس جمشيد سادات د چنګاښ په نهمه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې له يوې اوونۍ راهيسې د شېرخان بندر کنټرول د طالبانو په لاس کې دى.
دى وايي: "د بندر له سقوط وړاندې ما د ټولو ګواښونو په اړه امنيتي مسوولينو ته معلومات ورکړي وو، خو بيا هم بندر سقوط شو او واک يې اوس طالبانو سره دى."
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د بندر له سقوط مخکې حکومت هره ورځ له شېرخان بندره څه باندې څلور ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کول، خو اوس دغه پيسې وسله وال طالبان ترلاسه کوي.
ده له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې د شېرخان بندر د بېرته نيولو لپاره هر څو ژر اقدام وکړي.
په دې اړه د کندوز ولايتي شورا غړي خال الدين حکيمي پژواک ته وويل چې له څو ورځو راهيسې شېرخان بندر د حکومت د وسله والو مخالفينو په لاس کې دى، خو تر اوسه يې د بېرته نيولو لپاره کوم پلان نه دى جوړ شوى.
ده زياته کړه: "دا عايداتي سرچينې دي، که چېرې حکومت دغه شان سرچينې له لاسه ورکوي، دا يوه لويه ضربه ده، هيله من يم چې د بندر د بېرته نيولو لپاره ژر اقدام وشي."
بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې شېرخان بندر د طالبانو په کنټرول کې دى او په عادي ډول له تاجکستان هېواد سره صادرات او واردات روان دي.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: "تر اوسه سيستم دقيق نه دى چمتو شوى، نو د عوايدو د ارقامو په اړه څه نه شم ويلاى."
خو د کندوز سرپرست والي نجيب الله عمرخيل پژواک ته وويل چې د شېرخان بندر بېرته نيولو لپاره به ژر اقدام وشي.
دى وايي: "موږ پلان لرو چې شېرخان بندر بېرته ونيسو، خو اول ځينې نور سيمې دي چې هغه اول ونيسو بيا د شېرخان بندر لپاره هم اقدام کوو."
د يادونې ده، د شېرخان بندر له لارې له تاجکستان هېواده افغانستان ته ځيني درمل، پسته، ممپلي، سمنټ او ځيني نور توکي وارديږي، بل لور ته له افغانستانه داسې کوم خاص شى دغه هېواد ته نه صادريږي، خو د پاکستان او ايران ځيني توکي بيا په ترانزيټي شکل د افغانستان د همدغه بندر له لارې تاجکستان هېواد انتقالېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP