Pajhwok Afghan News

لغمان کې د جګړو له امله بېځايه شوې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي

مهترلام (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰): په لغمان ولايت کې د جګړو له امله بېځايه شوې زرګونه کورنۍ چې د مهترلام ښار يو شمېر سيمو کې بې برخليکه اوسېږي، وايي، له سختو ستونزو سره مخ دي او تر اوسه ورسره ولايتي ادارې هيڅ مرسته نه ده کړې.

دغه کورنۍ په دې وروستيو درېیو مياشتو کې د جګړو له امله له دولت شاه، اليشنګ، الينګار او بادپښ ولسواليو بېځایه شوې دي، دغه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له لوري يو په بل پسې سقوط شوې دي.

دغه کورنۍ اوس د مهترلام ښار اړوند د سلطان غازي بابا نوي ښارګوټي په يوه ډاګ کې اوسېږي او تر ترپالانو لاندې د لغمان د سختۍ ګرمۍ لمر زغمي.

شاه بي بي چې د اليشنګ ولسوالۍ له جګړو مرکز مهترلام ښار ته کډواله شوې، وايي، تر اوسه ورسره مرستې نه دي شوې او د اوبو د نشتوالي له امله په ستونزو کې دي.

هغه وايي: ((تر اوسه راسره هيڅ مرسته نه ده شوې، جنګ نه را تښتېدلي يو، هیڅ شی مو ځان سره نه دي راوړي، هيڅ شی نه لرو، دلته هم راسره مرسته نه ده شوې، خاوند مې ښار کې کراچيواني کوي، دومره ګټه يې نشته چې کرايي کور پرې ونيسو.))

د الينګار ولسوالۍ يو اوسېدونکی سپين ږيري محمد قيوم چې جګړو د خپل ودان کور پرېښودو ته اړ کړی او اوس مهترلام ښار کې اوسېږي وايي، ژوند يې له سخت کړاو سره مخ دی.

نوموړي پژواک ته وویل، ګرمي ډېره ده، اوبو ته لاسرسی نه لري، مرستې ورسره نه دي شوې، سرپناه يې هم داسې نه ده چې د ګرمۍ تاب په کې انسان ولري.

خو د لغمان ولايت د کډوالو چارو رييس شاکر الله شاکر وايي، دغه ولايت کې يې داخلي بېځايه شوو ۲۶۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو، خېمو او وسايلو او د نغدو پيسو مرستې کړې دي.

د هغه په وينا، تر اوسه شاوخوا څلور زره کورنۍ کډوالې شوې، دوی يې سروې پيل کړې چې پاتې هغو ته به هم مرستې ورسېږي.

نوموړی په ورته وخت کې اندېښمن دی چې په دې وروستيو کې دغه ولايت کې جګړو زور اخیستی او شايد تر دې لا ډېرې کورنۍ کډوالۍ ته مجبورې شي.

بلخوا د دغه ولايت والي عبدالولي واحدزي پژواک اژانس ته وويل چې د ټولو کډوالو د ارقامو معلومولو او ورته د مرستو رسولو لپاره يې د کډوالو چارو رياست، ملي امنيت او ولايت مقام يوه ګډه کمېټه ټاکلې چې دغه چاره وڅېړي او ټولو اړو کورنيو ته مرستې ورسېږي.

له تېرو درېیو مياشتو راهیسې د لغمان دولت شاه، اليشنګ، بادپښ او الينګار ولسوالۍ سقوط شوي او جګړه د مرکز مهترلام ښار تر څنډو را رسېدلې ده.

Views: 48

Exit mobile version