ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز او اروزګان کې د جګړې د ملکي قربانيانو له کورنيو او بې ځایه شويو سره نغدي مرستې وشوې

کندوز او اروزګان کې د جګړې د ملکي قربانيانو له کورنيو او بې ځایه شويو سره نغدي مرستې وشوې

author avatar
18 Jul 2021 - 17:13
کندوز او اروزګان کې د جګړې د ملکي قربانيانو له کورنيو او بې ځایه شويو سره نغدي مرستې وشوې
author avatar
18 Jul 2021 - 17:13

کندوز ښار (پژواک، ٢٧ چنګاښ ١٤٠٠): په کندوز کې د وژل شوو او ټپي شوو ملکي وګړو له سلګونو کورنيو سره د ٨،٧ ميليونه افغانيو نغدي مرستې وشوې.

د يادو مرستو د وېشلو پرمهال د دغه ولايت سرپرست والي نجيب الله عمرخېل وويل چې په دغه ولايت کې د وژل شوو او ټپي شوو ملکي وګړو له ٣١٥ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.

هغه وايي، له هرې کورنۍ سره ٢٧٦٦٠ افغانۍ مرسته شوې ترڅو خپلې اړينې ستونزې پرې حل کړي.

ده وويل: ((حکومت له خپلې ژمنې سره سم له هرې ځپل شوې او بې ځايه شوې کورنۍ سره مرستې ترسره کوي ترڅو ستونزې يې حل شي.))

عمرخېل زياتوي، دغه مرستې په شفافه توګه وېشل کيږي او ټولو ادارو ته هدايت ورکړل شوی چې له خپلو امکاناتو سره سم له اړمنو او بې ځايه شوو کورنيو سره مرستې وکړي.

د مرستې اخيستونکو کسانو له ډلې څخه حشمت الله پژواک ته وويل چې د روانو جګړو له امله يې ورور وژل شوى دى.

هغه وايي: ((د حکومت او طالبانو جنګ و، زما ورور په کې ولګېده او و وژل شو، کډه مو له ولسوالۍ څخه ښار ته راوړې ده، اوس په سختو مشکلاتو کې يو، دغه پیسې به يو څه موږ سره کمک وکړي، خو زموږ مشکلات نه شي حل کولاى.))

د يادونې ده چې په کندوز کې د پرله پسې جګړو له امله يواځې په تېرو ٢٠ ورځو کې د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو څخه ٧ زره کورنۍ نورو سيمو ته بې ځايه شوې دي.

دغه راز په اروزګان کې هم په څه باندې دوه زره کورنيو د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه.

د اروزګان له پېښو سره د مبارزې رياست مسوول عصمت الله فیض وايي، دا دوه زره او څلور سوه هغه اړمنې او جګړه ځپلې کورنۍ دي چې له خپلو سيمو څخه بې ځایه شوې دي او دا مهال په مرکز ترینکوټ کې ژوند کوي.

ده زياته کړه، هرې کورنۍ ته پنځه زره افغانۍ ورکول کېږي او په راتلونکي کې هم پلان شته چې د دا ډول بېوزلو کورنیو لاسنیوی وشي.

بې ځایه شوې کورنۍ خوښې دي چې د هغوی لاسنیوی وشو او له دې ډلې د ګيزاب ولسوالۍ یو تن بې ځایه شوی احمدالله وايي، که څه هم د هغه په څېر بېوزلو کورنیو لپاره پنځه زره افغانۍ بسنه نه شي کولای، خو له مسوولینو غواړي چي دغه ډول مرستې ورسره زیاتې کړي.

په اروزګان کې د وروستيو څلورو کلونو پرمهال له ۱۴ زرو څخه زياتې کورنۍ بې ځایه شوي او دا مهال زيات شمېر يې په ترینکوټ کې مېشتې دي.

Visits: 78

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.