ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې د برېښنايي تذکرو د وېش ورو بهير خلک اندېښمن کړي

په بلخ کې د برېښنايي تذکرو د وېش ورو بهير خلک اندېښمن کړي

author avatar
25 Jul 2021 - 17:05
په بلخ کې د برېښنايي تذکرو د وېش ورو بهير خلک اندېښمن کړي
author avatar
25 Jul 2021 - 17:05

مزارشريف (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۰) : د بلخ ولايت اوسېدونکي وايي چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ورو بهير له جدي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دوی وايي، اړ دي چې حتی څلور مياشتې هم د بايومټريک لپاره منتظر پاتې شي.

له دې سره بلخ کې مدني فعالان غوښتنه کوي چې حکومت بايد د برېښنایي تذکرو د وېش اړتيا ته په کتو خپل خدمات زيات کړي.

په بلخ کې د احصايې اداره هم تاييدوي چې دغه ولايت کې څه باندې ۱۵۰زره کسانو د برېښنايي پېژندپاڼو اخيستو لپاره نومونه ثبت کړي او د بايومټريک په انتظار دي.

څو مياشتې وړاندې افغان حکومت د پاسپورټ اخيستو، د متقاعدينو، شهيدانو وارثينو او څو نورو برخو کارمندانو د معاش او امتياز ورکړې لپاره له متقاضي سره د برېښنايي پېژندپاڼې درلودل شرط وګرځول.

له هغه وروسته زيات شمېر خلکو د برېښنايي تذکرو د اخيستو لپاره نومونه ثبت کړل.

په بلخ کې هم خلک وايي چې د برېښنايي تذکرو د وېش ورو بهير له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د مزارشريف ښار د نهمې ناحيې اوسېدونکي سيد عباس پژواک ته وويل، د روان کال په غویي مياشت کې يې د برېښنايي تذکرې لپاره خپل نوم ثبت کړی دی؛ خو د کابو درې نيمو مياشتو په تېرېدو سره لا هم د بايومټريک نوبت نه دی ور رسېدلی.

د هغه په وينا، کله چې بايومټريک وشي، بيا هم له ۲۰ تر ۳۰ ورځو پورې بايد انتظار شي چې تذکره يې ورکړل شي.

نوموړي وويل: ((زه بايد پاسپورټ واخلم، دا ښه ده چې عجله نه لرم او پاسپورټ د دې لپاره اخلم چې د ضرورت په وخت کې به راته په کار شي؛ خو له هغه مخکې د تذکرې اخيستل سم د صراط پر پله تېرېدل ښکاري، د هغوی دې خدای مل شي چې ناروغ لري او پاسپورټ ته بېړنۍ اړتيا لري)).

د هغه په خبره، حکومت بايد د خلکو ستونزو ته په کتو د برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونه ډېر کړي.

د مزارشريف د دويمې ناحيې اوسېدونکی رحمت الله هم وايي چې خپله ناروغه مور د درملنې لپاره بايد له هېواده بهر بوځي؛ خو لومړی بايد تذکره واخلي.

نوموړی چې د برېښنایي تذکرې د ځانګړي فورم اخيستو لپاره د بلخ احصايې رياست ته راغلی، وايي چې حکومت د هغو کسانو لپاره د تذکرې د ژر ورکړې برنامه لري چې ستونزه يې جدي وي.

خو زياته يې کړه چې د ده ستونزه ډېره جدي ده او بيا هم ځانګړی فورم نه ورکول کېږي څو ژر تذکره واخلي.

د نوموړي په خبره: ((دوی وايي هغه کسان چې ستونزه يې جدي وي، ځانګړی فورم ورکوو څو ژر تذکره واخلي؛ خو زما مور سخته ناروغه ده، څو ځله د احصايې رييس ته ورغلم، خو ځانګړی فورم يې رانه کړ، نه پوهېږم چې دلته هم رشوت غواړي که کومه بله خبره ده)).

د ده په خبره، حکومت بايد د خلکو ستونزې جدي وګڼي او د حل لپاره يې اقدامات وکړي.

په ورته مهال يو شمېر ټولنيز فعالان هم حکومت د برېښنايي تذکرو د وېش برخه  کې پر کم کارۍ تورنوي.

مزارشريف کې د ام البلاد ټولنيز بنسټ مشر غلام علي ملکزي پژواک ته وويل، حکومت بايد د خلکو ستونزو ته په کتو د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش برخه کې د اسانتياوو رامنځته کېدو تر څنګ د وېش بهير چټک کړي.

د هغه په خبره، خلکو توقع درلوده چې د پاسپورټ او يو شمېر ادارو د کارمندانو د معاشونو لپاره د د برېښنایي تذکرې شرط ايښودو سره به د دغو پېژندپاڼو وېش بهير هم چټک شي.

نوموړي زياته کړه: ((کله چې يو څوک پاسپورټ ته عاجله اړتيا ولري او برقي تذکره هم ورته شرط وي؛ نو متقاضي مجبورېږي چې تر څلور مياشتو پورې د برقي تذکرې بايومټريک ته منتظر پاتې شي، دې وضعيت خلکو ته ستونزې پيدا کړي او بايد حکومت يې يو غم وخوري)).

د ملکزي په خبره، اوس چې خلک د برېښنایي تذکرو اخيستو ته لېواله دي، نو حکومت هم بايد د وېش بهير چټک کړي.

له دې سره بلخ کې د احصايې او معلوماتو ادارې مشر بشير محمودي له پژواک سره خبرو کې تاييد کړه، چې د متقاضيانو د زياتوالي له امله دغه ولايت کې څه باندې ۱۵۰زره کسان د برېښنایي تذکرو اخيستو ته انتظار باسي.

د هغه په وينا، مزار کې د برېښنايي تذکرو د وېش درې مرکزونه فعال دي چې مامورين يې په دوو شيفټونو کې کار کوي.

محمودي وویل چې په يوه شيفټ کې د نوبت پر اساس خلکو ته تذکرې ورکول کېږي او په بل شيفټ کې هغو کسانو ته چې تذکرې ته بېړنۍ اړتيا ولري او يا هم د دولت کارمندان وي.

د احصايې ادارې رييس وویل چې له پيله تر دې مهاله په مزارشريف ښار کې څه باندې ۱۰۰زره کسانو برېښنايي تذکرې اخيستې او له ۱۵۰زره کسانو څخه ډېر نور منتظر دي.

هغه وویل، دوی غوښتنه کړې چې مزار کې د برېښنایي تذکرو د وېش دوه نور مرکزونه هم فعال شي چې ورسره به تر ډېره د خلکو ستونزې حل شي.

د بلخ اوسېدونکي وايي، حکومت دې يا د برېښنایي تذکرو د وېش بهير چټک کړي او يا دې هم د پاسپورټ اخيستو لپاره د برېښنایي تذکرې درلودل د شرط په ډول نه مطرح کوي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې شپږ میلیونه برېښنایي تذکرې وېشل شوې او اتو میلیونو کسانو غوښتنلیکونه ورکړي دي.

بلخوا ولسمشر اشرف غني نن د دغې ادارې له مسوولینو سره په ځانګړې غونډه کې د معلوماتو او مرکزې احصایې ادارې له مسوولینو څخه د ظرفیت ایجاد، سیستمونو جوړولو او شپږ میلیونه تذکرو د وېش له امله مننه وکړه او د دغه بهیر په لاچټکولو یې ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه، د ستونزو د حل او د چارو د لا چټکتیا په موخه دې په هېواد کې له شته وړتیاوو څخه ګټه واخیستل وشي.

 

Visits: 96

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.