ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سیاسي ګوندونو ټولنه : طالبان دې د جګړې پر ځای سولې ته لومړيتوب ورکړي

د سیاسي ګوندونو ټولنه : طالبان دې د جګړې پر ځای سولې ته لومړيتوب ورکړي

author avatar
26 Jul 2021 - 16:04
د سیاسي ګوندونو ټولنه : طالبان دې د جګړې پر ځای سولې ته لومړيتوب ورکړي
author avatar
26 Jul 2021 - 16:04

جلال اباد (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۰): د سياسي ګوندونو د ټولنې کمېټه چې د شلو سياسي ګوندونو د يووالي اتحاد دی، پر وسله والو طالبانو غږ کوي چې نور دې د جګړو پرځای سولې ته لومړيتوب ورکړي.

د دغې ټولنې يو شمېر غړي چې د زمري په ۴مه ننګرهار کې د امنيتي ځواکونو د ملاتړ په موخه راټول شوي وو، يادونه وکړه چې ولس له طالبانو سره نشته له حکومت سره دی او وسله وال طالبان نور بايد له افغان وژنې لاس واخلي.

دوی چې د سیلاب قول اردو د درېيمې پلې لوا انګړ کې له جګړو راستنو شويو يو شمېر سرتېرو ته ګلان ورکول ويل، چمتو دي چې د اړتیا په صورت کې د دغو شلو ګوندونو سلګونه او حتی زرګونه غړي د وسله وال پوځ ليکو کې د وسله والو پر ضد جګړو ته راوباسي خو وايي، جګړه د حل لار نه ده بايد طالبان سولې ته لومړيتوب ورکړي.

د افغانستان د ملت بيدارۍ ګوند (حزب بیداری ملت افغانستان) مشر مقصود حسن زاده وويل ، دوی نن ځکه ننګرهار ته راغلي چې د خپلو امنيتي سرتېرو ملاتړ وکړي او هغوی ته دا ډاډ ورکړي چې ولس يې تر شا ولاړ دی.

نوموړي زياته کړه، يو پلاستيکي ګل د سرتېري هیڅ درد نه شي دوا کولی خو د هغوی د هېواد ساتنې مورال لوړولی شي او ډاډ تر لاسه کوي چې ملت يې تر شا ولاړ دی.

د افغانستان د ملت حرکت اسلامي ګوند (حزب حرکت اسلامی ملت افغانستان) د اړیکو د کمېټې مشر سيد حسين هادي وويل چې اوس د جګړو وخت نه دی، جګړه ګټونکی نه لري يوازې د افغان وژنې او هېواد ورانولو لامل ګرځي.

هغه پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې نور دې د جګړې پرځای سولې ته لومړيتوب ورکړي او له افغان حکومت سره دې د سولې د خبرو په ټغر کېني.

دی وايي: “تاسو وليدل چې د جګړې د لومړۍ کرښې له هغې غاړې (طالبانو) څخه ولس دېخوا راتښتي، حکومتي ساحو ته امنيتي ځواکونو سره ځانونه امن احساسوي، ولس د حکومت تر شا دی، طالبان پر چا حکومت کوي؟.”

د درېيمې پلې لوا سرتېرو د سياسي ګوندونو له انجمن څخه مننه وکړه چې د دوی د مورال لوړولو لپاره يې دوی ته ګلان ورکړل او دوی يې ونازول.

د دغې لوا د ګارنېزيون قوماندان ډګرمن امان الله وويل، دا واړه او پلاستيکي ګلان د سرتېرو مورال ځکه لوړولی شي چې ډاډمن کېږي چې ولس يې تر شا ولاړ او ملاتړی دی.

هغه زياته کړه: “موږ مننه کوو د سياسي ګوندونو له دغو استازو چې په دغو سختو شرايطو کې د خپلو سرتېرو ملاتړ کوي، موږ تشويقوي.”

اوسمهال په ننګرهار کې له حصارک پرته نورې ټولې ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو په لاس کې دي او امنيت يې د هېواد د ډېرو ولایتونو په پرتله ښه ګڼل کېږي.

Views: 83

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.