Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرونا ویروس د تشخیص زرګونه کېټونه ورک شوي

د کرونا ویروس د تشخیص زرګونه کېټونه ورک شوي

author avatar
26 Jul 2021 - 15:26
د کرونا ویروس د تشخیص زرګونه کېټونه ورک شوي
author avatar
26 Jul 2021 - 15:26

کابل (پژواک، ۴ زمري ١٤٠٠): د پژواک موندنې ښیي چې د متحده عربي اماراتو، ایران، روسیې، اسلامي پراختیایي بانک او UNDP له خوا د کوویډ-۱۹ زرګونه مرسته شوي تشخیصیه کېټونه د عامې روغتیا په وزارت کې موجود نه دي.

د افغانستان لپاره د کرونا ویروس د تشخیصیه کېټونو په برخه کې د بهرنیو هېوادونو د مرستو نوملړ په کاپي کې چې عامې روغتیا وزارت پژواک خبري اژانس ته ورکړې، ویل شوي: «د عامې روغتیا وزارت لپاره تشخیصیه کېټونه د WHO، UNDP او یونسیف موسسو، سوداګراۍ خونې، ازربایجان او چین هېوادونو، اټومي نړیوال اژانس، نوید هېواد او اموترکس شرکتونو له خوا قرارداد او مرسته شوي دي.»

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې:

۱- چین هېواد او سوداګرۍ خونې: د VTM 23600 سمپلونه

۲- UNDP  د VTM سمپل اخیستنې 20 کېټونه

۳- د DNA-RNA 10 تشخیصیه کېټونه: د اټومي اژانس مرسته شوي کېټونه

۴- د یونیسف د 10 کارتریج لرونکي د کرونا تشخیصیه کېټونه: 500 کېټونه.

۵- د نوید هېواد او اموترکس شرکتونو د رپټ ټسټ قرارداد: 111000 ټسټونه

۶- د روغتیا د نړیوال سازمان 2000 عدده (VTM)

۷- د WHO مرسته شوي ۲۵۰ ټسټي اکسترکشن RNA کېټونه: ۷۱۹ کېټونه

۸- د WHO مرسته شوي ۲۵۰ ټسټي اکسترکشن RNA کېټونه: ۸۰ کېټونه

۹- د اذربایجان هېواد له خوا د کوویډ- ۱۹، ۲۱۷۵ مرسته شوي ټسټونه.

خو له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د موسسو او بهرنیو هېوادونو د مرستو نوملړ چې د مالیې وزارت پر سایټ خپور شوی ښیي چې:

  • متحدو عربې اماراتو د درې میلیونو ډالرو په ارزښت «د کرونا ویروس ۵۰ زره تشخیصیه کېټونه»،
  • ایران د کرونا وریروس پنځه زره تشخیصیه کېټونه،
  • روسیې د ۲۰۲۰ کال د جون په ۲مه نېټه درې زره تشخیصیه کېټونه،
  • اسلامي پراختیایي بانک د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د کوېډ-۱۹ تشخیصیه کېټونه،
  • د UNDP له داخلې بودجې د کلتور او تعلیم نړیوال اسلامي بنسټ له لارې د ۲.۴۵ میلیونو ډالرو په ارزښت تشخیصیه کېټونه او طبي محافظتي لوازم له عامې روغتیا وزارت سره مرسته شوي دي.

د مالیې وزارت په یاد نوملړ کې ویل شوي چې د افغانستان لپاره له کرونا سره په مبارزه کې د موسسو او هېوادونو پر نورو مرستو سربېره، د میلیونونو ډالرو په ارزښت تشخیصیه کېټونه هم د عامې روغتیا له وزارت سره مرسته شوي دي.

که څه هم د عامې روغتیا وزارت په نوملړ کې د متحده عربي اماراتو، روسیې، ایران، اسلامي پراختیایي بانک او UNDP مرسته شوي کېټونه نشته، خو د پژواک موندنې ښیي چې:

۱ـ په افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو او د تشخیص کېټونو له جدي کمښت سره، ایران د (۱۳۹۹ کال د غویي په ۹مه) د کرونا د تشخیص ۲۰۰۰ کېټونه په تهران کې د افغانستان سفارت ته ورکړل او ژمنه یې وکړه چې درې زره نور کېټونه به هم د افغانستان سفارت ته ورکوي؛ یعنې په ټوله کې د ایران له لوري له افغانستان سره د کرونا ویروس د تشخیص پنځه زره کېټونه مرسته شوې ده.

۲ـ د عامې روغتیا وزارت مخکني ویاند وحیدالله مایار د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۳مه ویلي وو چې متحده عربي اماراتو د ۳ میلیون ډالرو په ارزښت د کرونا ویروس د تشخیص ۵۰زره کېتونه له افغانستان سره مرسته کوي.

۳ـ په کابل کې د روسیې سفیر دمیتري الکساندروویچ ژیرنوف د ۲۰۲۰ کال د جون په ۲مه نېټه د افغانستان له دولت سره د کرونا ویروس پنځه ټسټونه مرسته کړې ده. د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ مرستیال بشیر نورمل د یادې مرسته شوې بستې د سپارلو پر مهال په افغانستان کې له کرونا سره په مبارزه کې د روسيې د لا نورو مرستو غوښتنه کړې وه.

۳ـ د اسلامي همکاریو سازمان سفیر حسین افني بوتسالي د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي په ۱۷مه د صحي مرستو بسته چې د دغه سازمان له لوري د افغانستان له دولت سره مرسته شوې وه، هم عامې روغتیا وزارت ته وسپارله. هغه مهال، «اسلامي پراختیایي بانک اعلان کړی و چې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې یې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو لپاره ۲،۲ بیلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.» چې ۳۰۰ زره ډالر یې په افغانستان کې د کرونا د تشخیصیه کېټونو لپاه په پام کې نیول شوي وو.

۵ـ د فرهنګ او تعلیم نړیوال اسلامي بنسټ د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره د ۲.۵ میلیون ډالرو په ارزښت تشخیصیه کېټونه او محافظتي طبي تجهیزات مرسته کړې ده.

د پژواک موندنې ښیي، کله چې د بهرنیو هېوادونو او یادو بنسټونو له لوري له افغانستان سره ټول کېتونه له هغه نوملړ سره چې عامې روغتیا وزارت پژواک ته استولی، پرتله شي، په دغه وزارت کې د تشخیصیه کېټونو د موجودیت په برخه کې لوی توپیر لیدل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د وړاندې شوو معلوماتو پر اساس، د کرونا خپرېدو له پیله تر اوسه ۱۲۴۹ کېټونه او د VTN د سمپل اخيستنې ۱۳۶۶۰۰ کېټونه، مرکزي او د مختلفو ولایتونو روغتونونو ته وېشل شوي چې دا مهال د دغه وزارت د امریت په مرکزي سټاک کې د اټومي اژانس د DNA-RNA د 250 ټسټه تشخیصیه کېټونو څخه ۱۰ کېټونه موجود دي.

دغه راز د یاد نوملړ له مخې، د اذربایجان هېواد له لوري د کرونا ویروس ۱۹۷۷ ټسټونه او د نوید هېواد او اموترکس شرکتونو د قرارداد ۹۱۵۸ ریپډ ټسټونه هم موجود دي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته تر اوسه د ٦٩٧٧٢٣ کسانو د کرونا ټسټونه اخيستل شوي چې د ١٤٥٠٠٨ کسانو نتيجه يې مثبته وه.

ديادونې وړ ده، تر اوسه کره نه ده معلومه شوې چې په يوه کېټ کې د نمونه اخيستنې څومره مواد موجود وي ځکه په هر کيت کې شمېره مختلفه وي.

د عامې روغتیا وزارت د کوويډ-۱۹ ټسټونو پېرلو دوو تړونونو کې توپیر:

هغه اسناد چې پژواک اژانس ترلاسه کړي، ښيي چې د کوویډ-۱۹ ویروس د چټکو تشخیصیه کېټونو د پېر په بیه کې چې د روغتیا وزارت له بودجې ترسره شوې، د بازار له نرخ سره توپیر لري.

د ترلاسه شوو اسنادو له مخې، د عامې روغتیا وزارت د قراردادونو په نوملړ کې چې ۱۰۰زره ریپد ټسټونه د کرونا ویروس د تشخیص لپاره چمتو شوي، یو کېټ په ۴۳۸.۹ افغانۍ پېرل شوی؛ په داسې حال کې چې همدغه کېټ په اوسني بازار کې له ۳۹۰ تر ۴۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

پر دې سربېره، د عامې روغتیا وزارت د تړونونو په نوملړ کې د ټولو ۱۰۰زره ریپډ ټسټونو بیه ۵۷۰ زره ډالر چې معادل یې ۴۳۸۹۰۰۰۰ افغانۍ کېږي، ذکر شوي دي؛ په داسې حال کې چې د بازار د نرخ له مخې، شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانۍ کېږي؛ یعنې په دغه قرارداد کې د اوسني بازار له نرخ سره شاوخوا ۴ میلیون افغانۍ توپیر تر سترګو کېږي.

د یادونې ده، دغه تړون د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي په ۱۰مه نېټه د واحدې سرچینې پر اساس او بې له داوطلبۍ د نويد هېواد له خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی دی. خو د تړون په متن کې یاد شرکت ګټونکی بلل شوی دی.

دغه راز د دغه وزارت په بل قرارداد کې د (د کرونا ناروغانو لپاره د اسکرینینګ چټک ټسټونه) په نوم ۱۰زره ریپډ ټسټونه ذکر شوي او هر ټسټ په ۱۱۷۳ افغانیو تدارک او چمتو شوی دي.

په ټوله کې د چټکو لس زره ټسټونو بیه، له یوولس میلیونه او ۷۳۰زره افغانیو اوړي؛ په داسې حال کې چې په اوسني بازار کې د هغو هر یو په ۴۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

بلخوا د دغه وزارت په بل قرارداد کې هر یو چټک ټسټ په ۴۳۸.۹ افغانۍ پېرل شوی دی.

د پژواک موندنې ښیي چې یوازې د کوویډ-۱۹ د هر چټک ټسټ د پېر لپاره د عامې روغتیا وزارت په دوو تړونونو کې ٧٤٣ افغانۍ توپير موجود دی.

د شته اسنادو له مخې، که د کرونا ویروس د ۱۰زره چټکو ټسټونو د تړونونو نرخ د اوسني بازار له بیې سره پرتله شي، لیدل کېږي چې په دغه تړون کې ۷ میلیونه او ۷۳۰زره افغانۍ قرادادي شرکت ته اضافه ورکړل شوې دي.

په همدې ډول، کله چې د عامې روغتیا وزارت په دوو نورو تړونونو کې بیې پرتله شي، څه چې په لاس راځې، دا دي چې په دویم قرارداد کې ۷ میلیونه او ۳۴۱زره افغانۍ قراردادي شرکت ته ډېرې ورکړل شوې دي.

د پژواک موندنې ښیي چې دغه تړون هم د واحدې سرچینې پر اساس او بې له داوطلبۍ د روغتیا وزارت او اموترکس لوژستیکي او سوداګریز شرکت ترمنځ په (۲۳/۲/۱۳۹۹) نېټه لاسلیک شوی دی.

د درمل پلورونکو ټولنې اندېښنه:

د افغانستان د درملو پلورونکو ټولنې رییس اسدالله کاکړ وایي چې د درملو د تدارکاتو په برخه کې عامې روغتیا وزارت هيڅکله له دې ټولنې سره تړون نه دی کړی.

هغه پژواک ته ویلي، هر کله به چې عامې روغتیا وزارت د کرونا برخې تړونونه یادې ټولنې ته سپارل، د افغانستان د درمل پلورونکو ټولنې به له کرونا سره د مبارزې لپاره د موادو او درملو چمتو کولو په برخه کې مرسته کوله او ښایي تر نورو یې غوره بیې دغه وزارت ته وړاندیز کړې وي.

نوموړي د روغتیا له وزارته ګیله وکړه چې مخکې به یې د یادې ټولنې استازی خپلو داوطلبیو ته نه ور باله او زیاته یې کړه: «له بده مرغه یو شمېر شرکتونه چې د تړونونو اخیستو په موخه د خپل فعالیت جوازونه اخلي، د عامې روغتیا وزارت د تړونونو ګټونکي هم کېږي.»

د افغانستان د درمل پلورونکو ټولنې رییس د اموترکس او نوید هېواد شرکتونه د بېلګې په توګه یاد کړل، ویې ویل چې دغه دوه شرکتونه د افغانستان د درمل پلورونکو ټولنې غړیتوب نه لري؛ خو دواړو د عامې روغتیا وزارت تړونونه ترلاسه کړي دي.

له بې باوره کېټونو ګټه اخیستل:

په افغانستان کې د کوویډ- ۱۹ د لومړۍ څپې پر مهال روغتونونو د کرونا ویروس د تشخیص لپاره تر ډېره له ریپډ یا چټکو ټسټونو ګټه اخیستې ده، تر هغه چې PCR ماشینونه او د کرنا لپاره د RNA تشخصیه کېټونه افغانستان ته راغلل.

په کابل کې د یوه خصوصي لابراتور مدیر ډاکتر سید محمد هاشمي چې د کوېډ-۱۹ په برخه کې فعالیت کوي، په دې اړه پژواک ته وویل چې چټک یا ریپډ ټسټ همدغه ډول چې نوم نه یې معلومېږي، په لږ موده کې ښیي چې یو کس په کرونا خته دی یا نه، دغه ټسټونه په بازار کې ارزانه او ډېر پیدا کېږي او دولتي روغتونونو هم ډېری دغه ټسټونه استفاده کړي دي.

هغه وویل چې که څه هم دغه ټسټ په ۱۵ دقیقو کې د ناروغ پایله معلوموي؛ خو د هغو بروشرونو له مخې چې دغه ټسټونه یې لري، په نتیجه کې یې له ۵ تر ۱۹ سلنې د غلطۍ امکان شته.

د هاشمي په وینا، له ۱۰۰ ناروغان د چټک ټسټ له لارې لابراتوار شي، ښایي د ۵ تر ۱۰ کسانو نتیجې ناسمې وي، له همدې امله دغه ټسټ د نړیوال روغتیایي سازمان لپاره د منلو نه دی.

خو هغه معلومات چې روغتیا وزارت پژواک ته ورکړي، ښیي چې د معالجوي طب ریاست ټینګار کاوه چې په افغانستان کې د ریپډ ټسټونو د دقت کچه، د دغه ریاست د څېړنو له مخې له ۸۰ سلنې ټیټه ده.

پر همدې اساس، د ریپډ له لارې د هرو ۱۰۰ کسانو د ټسټونو له جملې، تر شلو د ډېرو پایلې ناسمې ثابتې شوې دي.

د تشخیصیه ټسټونو له کمښته د هېوادوالو اندېښنې:

د کابل ځیني اوسېدونکي وایي، د کرونا ویروس د لومړۍ څپې پر مهال په روغتونونو کې د کوویډ-۱۹ د تشخیصیه ټسټونو د لږوالي له امله ډاکترانو د ناروغ د محرقې ټسټ اخیست، نو په هغه صورت کې چې د کس محرقه به مثبت وه، د کوويډ-۱۹ نتیجه به یې هم مثبت اعلانوله.

خو د پژواک څېړنې ښیي چې د کرونا په لومړۍ څپه کې ډېرو روغتونونو له چټکو ټسټونو استفاده کوله.

خو ډاکتر هاشمي د PCR  ټسټونو په اړه وویل چې اوس مهال مسافرتونو او روغتونونو کې ډېری له RNA  یا PCR ټسټونو ګټه اخیستل کېږي چې دا ډول ټسټ د کیفیت له نظره تر ریپډ ټسټونو غوره دی او د نړیوال روغتیايي سازمان له لوري هم تایید شوي دي.

د نوموړي په وینا، که څه هم PCR ټسټونه په شاوخوا څلور ساعته کې کېږي، څو په کرونا اخته معلوم کړي؛ له دې امله د هغه دقت ډېر دی، په روغتونونو کې دېری له همدې ډول ټسټونو ګټه اخسیتل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي ټیم په دې اړه د پژواک پوښتنو ته ځواب ونه وایه؛ خو د څو ورځو په تېرېدو سره د عامې روغتیا وزارت د کوویډ-۱۹ پر وړاندې د مبارزې رییس ډاکتر مصطفی د ځواب ویلو لپاره معرفي کړ.

ډاکتر مصطفی پژواک ته وویل: "زه نه شم کولای دا تایید کړم، زه باید لومړی هغه معلومات چک کړم، خو دا وخت غواړي او زه نه شم کولای له معلوماتو پرته یې تایید کړم."

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په کابل ښار کې د افغان- جاپان، محمد علي جناح، د قصبې سل بستره او یو شمېر نور خصوصي روغتونونه کوويډ-۱۹ تشخیصوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.