Language

د میدان وردګو د سید اباد ولسوال په کابل ښار کې ووژل شو

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۰) : د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ ولسوال امیر محمد ملکزی د کابل ښار د پنځمې حوزې په اړونده سیمه کې وژل شوی دی.

د میدان وردګو ولایت مقام له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن تر غرمې وروسته د کابل ښار د پنځمې حوزې اړونده په خوشحال خان سیمه کې رامنځته شوې ده.

د میدان وردګو والي لونګ فیضان د ولسوال پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او هغه یې د هېواد خدمتګار بللی دی.

د کابل ولایت پولیسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې لسګونه دولتي ملکي او نظامي کارمندان وژل شوي دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.