ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: طالبانو د کابل- جلال اباد دویم لین سړک درې پلچکونه الوځولي

چارواکي: طالبانو د کابل- جلال اباد دویم لین سړک درې پلچکونه الوځولي

author avatar
5 Aug 2021 - 11:45
چارواکي: طالبانو د کابل- جلال اباد دویم لین سړک درې پلچکونه الوځولي
author avatar
5 Aug 2021 - 11:45

جلال اباد (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۰): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولايت په سره رود ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو تېره شپه د کابل- جلال اباد لويې لارې د دويم لين سړک درې پلچکونه پر بمونو الوځولي دي.

د معلوماتو له مخې، د دغو پلچکونو په الوځولو سره د ننګرهار د څلورو ولسواليو (سره رود، خوږياڼي، شېرزاد او حصارک) خلک د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په ۱۴مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه درې بجې وسله والو طالبانو د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اړوند د کابل- جلال اباد لويې لارې دويم لين سړک درې پلچکونه پر ماينونو الوځولي دي.

هغه زياته کړه، د دغو پلچکونو (پلګوټو) په الوځولو سره د څلورو ولسواليو (سره رود، خوږياڼي، شېرزاد او حصارک) د خلکو د تګ راتګ لاره خرابه شوې او سلګونه کسان دواړو خواوو ته بند پاتې دي.

د سره رود ولسوالۍ د فتح اباد سيمې يو اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه په سيمه کې سخته جګړه هم شوې خو معلومات ورته نشته چې نښته کې چا ته مرګ ژوبله اوښتې او  که نه ده اوښتې.

د ننګرهار ولايتي اداره وايي چې د ولسوالۍ مسوولينو ته دنده سپارل شوې چې د پلچکونو د عرضي رغولو لپاره کار وکړي او بېرته خلکو ته د تګ راتګ زمينه برابره کړي.

د یادونې ده، څو میاشتې مخکې هم په یاده سیمه کې یو پول الوځول شوی و.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Visits: 348

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.