قلعه نو، فیروزکوه، کندهاراو لشکرگاه (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۰): ځینې سرچینې وایي چې د کندهار، بادغیس، غور او هلمند مرکزونه هم د طالبانو لاسته لوېدلي دي.
د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیک پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت والي، امنیه قوماندان، د ملي امنیت رییس او ځینې نور چارواکي د ملي اردو لوا ته ولاړل.
هغه وایي چې اوس په دغه ولایت کې یوازې یاده لوا د دولت په کنټرول کې ده او نورې سیمې طالبانو نیولي دي.
دغه لوا د بادغیس د مرکز قلعه نو په شاوخوا یو کیلومترۍ کې موقعیت لري.
د کندهار یوه اوسېدونکي وویل چې د کندهار ښار هم طالبانو نیولی دی. دغه سرچینه وایي، ګڼ شمېر موټر چې د کندهار ښار په څنډو کې د جګړې له امله درېدلي و، دغه ښار ته ننوتي او هلته اوس سخته ګڼه ګوڼه ده.
د لښکرګاه له اوسېدونکو سره د پژواک اړیکه ټینګه نه شوه، خو یاده سرچینه وایي چې لښکرګاه هم د طالبانو لاسته لوېدلې ده.
طالبانو هم ویلي چې د کندهار، هلمند او بادغیس ولایتونه یې په بشپړ ډول نیولي دي.
حکومتي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو په دې وروستیو کې د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه ډېر کړي او د جوزجان، تخار، کندز، نیمروز، سرپل، سمنگان، فراه، بغلان، بدخشان، غزني او هرات ولایتونه یې هم نیولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP