کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۰): زرګونه کسان په داسې حال کې بهرنیو هېوادونو ته د تګ په موخه د کابل هوايي ډګر شاوخوا را ټول شوي چې ځينې یې پاسپورټونه نه لري، یو شمېر کسان په ډزو کې وژل شوي او ټپیان دي او دوه کسان د الوتنې پر مهال له الوتکې لوېدلي او مړه شوي دي.
طالبانو تېره ورځ کابل ښار ونیو. د مصالحې ملي عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله تېره ورځ په یوه غږیز پیغام کې محمد اشرف غني «پخوانی ولسمشر» یاد کړ او ویې ویل، نوموړی (غني) له هېواده وتلی دی.
له تېرې ورځې راهیسې زرګونو هېوادوالو بهرنیو هېوادونو ته د تګ په موخه د کابل پر هوايي ډګر هجوم ور وړی دی.
یو شمېر چې ځانونه یې د کابل هوايي ډګر شاوخوا ته رسولي وايي، بهرني ځواکونه په ځانګړې توګه امریکایان هغه افغانان چې له بهرنیو ځواکونو او موسسو سره یې کار کړی له پاسپورټ پرته له هېواده بهر انتقالوي.
ځينې سرچینې وايي چې دوی تېره شپه په داسې حال کې د هوايي ډګر ورودي دروازې ماتې کړې چې په دغه هوايي ډګر کې شته امریکایانو د دوی د لرې کولو لپاره هوايي ډزې کوي.
د هوايي ډګر په داخل کې امریکايي ځواکونه ځای پر ځای شوي، په منځني خط کې افغان ځواکونه او په لومړي خط کې طالبان حضور لري.
نن هم د خلکو د لرې کولو لپاره هوايي ډزې دي، خو خلک هوايي ډګر ته د داخلېدو هڅه کوي.
ځينې سرچینې وايي چې په دې ډزو کې یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان دي، خو ځینو نورو رسنیو راپور ورکړی چې کابل هوايي ډګر کې د ډزو له امله پنځه کسان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي خلکو پر الوتکو هم هجوم ور وړی او د الوتنې پر مهال دوه کسان لوېدلي او مړه شوي دي.
د پژواک خبریال یو ځوان لیدلی چې ابي جامې یې پر تن دي او خپلوان یې جسد په سراچه موټر کې له هوايي ډګره انتقالوي، خو سربېره پر دې هم زرګونه کسان د هوايي ډګر شاوخوا راټول شوي دي.
د کابل ښار اوسېدونکي غلام یحیی فطري چې د هوايي ډګر پر سړک د خپل ورور په لټه بوخت و، وویل: ((دغه اوازه (له پاسپورټ پرته بهرنیو هېوادونو ته د خلکو انتقال) د دې لامل شوه چې د شپې لس بجې مې ورور له څو ګاونډیانو سره راغی چې خارج ته لاړ شي، اوس یې ټیلېفون خاموش دی، راغلی یم څو ووینو چې تللی یا په ډزو کې وژل شوی او که ټپي دی.))
هغه او ځينې نور کسان چې نن غرمه د کابل هوايي ډګر پر واټ موجود وو، که څه هم په هوايي ډزو کې د څو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه خبرې کوي، خو هیڅ یو یې په دې اړه خبرو ته تیار نه و، دوی د وژل شوو او ټپیانو د شمېر په اړه بېلا بېلې څرګندونې کولې.
د کابل ښار اوسېدونکي حیات الله چې د کورنۍ له څو غړو سره د کابل هوايي ډګر سړک ته راغلی پژواک ته وویل، پخوا یې له ځينو موسسو سره کار کړی او اوس هوايي ډګر ته راغلی چې د امریکایانو له خوا له هېواده بهر ته انتقال شي.
هغه په داسې حال کې له هېواد د وتلو په پار هوايي ډګر ته تللی چې پاسپورټ هم نه لري.
حیات الله وویل: ((پېژندپاڼه لرم، خو پاسپورټ نه لرم، موږ خبر شوو چې تېره شپه یو شمېر کسان له وېزې او پاسپورټ پرته لاړل. موږ هم راغلو چې انتقال مو کړي، موږ ته مو پخوانیو همکارانو زنګ وکړ چې د هویت کارت په لیدو سره اجازه راکوي.))
هغه زیاته کړه: ((د خلکو په ډېرېدو سره اوس هوايي ډګر ته ننوتل سخت شوي، ځينې کسان پر دېوالونو وختل، خو بهرني ځواکونه او طالبان هوايي ډزې کوي چې خلک لرې شي.))
د محمد رحیم په نوم بل کس چې بهر ته د تلو په قصد د کابل هوايي ډګر ته راغلی وویل: ((وروره پاسپورټ او وېزې ته اړتیا نشته، چې سند ورته وښيې له ځان سره دې انتقالوي.))
یو شمېر نورو کسانو هم ورته نظر درلود.
په ورته وخت کې د کابل هوايي ډګر له خوا خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي: ((له حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر څخه ټولې الوتنې ځنډېلې دي، هغو مسافرینو ته خبر ورکول کېږي چې له دې هوايي ډګره د پرواز قصد لري چې د په عادي ډول د الوتنو تر پیلدو، د بیروبار او بې برخلیک توب څخه د مخنیوي په موخه دې هوايي ډګر ته نه راځي.))
سرچینې لیکلي: ((هغه کسان چې غواړي ټکټ ترلاسه کړي له هوايي شرکتونو سره دې اړیکه ټينګه کړي او خپل ټکټ دې ترلاسه کړي، د هوايي شرکونو په هغږۍ دې د الوتنې لپاره هوايي ډګر ته تشریف راوړي.))
خبرپاڼه کې له خلکو غوښتنه شوې چې پر هوايي ډګر هجوم ور نه وړي، څو د بیت المال د چور او چپاول مخه ونیول شي.
سرچینې لیکلي، د ملکي هوايي چلند اداره هڅه کوي چې له هوايي ډېره ژر تر ژره بېرته الوتنې پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP