ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل هوايي ډګر کې د خلکو د لرې کولو لپاره هوايي ډزو مرګ ژوبله اړولې ده

په کابل هوايي ډګر کې د خلکو د لرې کولو لپاره هوايي ډزو مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
16 Aug 2021 - 17:44
په کابل هوايي ډګر کې د خلکو د لرې کولو لپاره هوايي ډزو مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
16 Aug 2021 - 17:44

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۰): زرګونه کسان په داسې حال کې بهرنیو هېوادونو ته د تګ په موخه د کابل هوايي ډګر شاوخوا را ټول شوي چې ځينې یې پاسپورټونه نه لري، یو شمېر کسان په ډزو کې وژل شوي او ټپیان دي او دوه کسان د الوتنې پر مهال له الوتکې لوېدلي او مړه شوي دي.

طالبانو تېره ورځ کابل ښار ونیو. د مصالحې ملي عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله تېره ورځ په یوه غږیز پیغام کې محمد اشرف غني «پخوانی ولسمشر» یاد کړ او ویې ویل، نوموړی (غني) له هېواده وتلی دی.

له تېرې ورځې راهیسې زرګونو هېوادوالو بهرنیو هېوادونو ته د تګ په موخه د کابل پر هوايي ډګر هجوم ور وړی دی.

یو شمېر چې ځانونه یې د کابل هوايي ډګر شاوخوا ته رسولي وايي، بهرني ځواکونه په ځانګړې توګه امریکایان هغه افغانان چې له بهرنیو ځواکونو او موسسو سره یې کار کړی له پاسپورټ پرته له هېواده بهر انتقالوي.

ځينې سرچینې وايي چې دوی تېره شپه په داسې حال کې د هوايي ډګر ورودي دروازې ماتې کړې چې په دغه هوايي ډګر کې شته امریکایانو د دوی د لرې کولو لپاره هوايي ډزې کوي.

د هوايي ډګر په داخل کې امریکايي ځواکونه ځای پر ځای شوي، په منځني خط کې افغان ځواکونه او په لومړي خط کې طالبان حضور لري.

نن هم د خلکو د لرې کولو لپاره هوايي ډزې دي، خو خلک هوايي ډګر ته د داخلېدو هڅه کوي.

ځينې سرچینې وايي چې په دې ډزو کې یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان دي، خو ځینو نورو رسنیو راپور ورکړی چې کابل هوايي ډګر کې د ډزو له امله پنځه کسان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي خلکو پر الوتکو هم هجوم ور وړی او د الوتنې پر مهال دوه کسان لوېدلي او مړه شوي دي.

د پژواک خبریال یو ځوان لیدلی چې ابي جامې یې پر تن دي او خپلوان یې جسد په سراچه موټر کې له هوايي ډګره انتقالوي، خو سربېره پر دې هم زرګونه کسان د هوايي ډګر شاوخوا راټول شوي دي.

د کابل ښار اوسېدونکي غلام یحیی فطري چې د هوايي ډګر پر سړک د خپل ورور په لټه بوخت و، وویل: ((دغه اوازه (له پاسپورټ پرته بهرنیو هېوادونو ته د خلکو انتقال) د دې لامل شوه چې د شپې لس بجې مې ورور له څو ګاونډیانو سره راغی چې خارج ته لاړ شي، اوس یې ټیلېفون خاموش دی، راغلی یم څو ووینو چې تللی یا په ډزو کې وژل شوی او که ټپي دی.))

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.