ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني: د ډاکټر نجیب په څیر زما د وژلو پلان جوړ شوی و، هیواد ته ستنیږم

اشرف غني: د ډاکټر نجیب په څیر زما د وژلو پلان جوړ شوی و، هیواد ته ستنیږم

author avatar
18 Aug 2021 - 23:01
اشرف غني: د ډاکټر نجیب په څیر زما د وژلو پلان جوړ شوی و، هیواد ته ستنیږم
author avatar
18 Aug 2021 - 23:01

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۰) : محمد اشرف غني وایي چې د هیواد دښمنانو د ډاکټر نجیب په څیر دده د وژلو پلان هم جوړ شوی و، ډیر ژر به د هیوادوالو د خدمت لپاره هیواد ته ستون شوم.

هغه چې د تیرې یکشنبې په ورځ د زمري په ۲۷مه، په ناڅاپي توګه له هیواده نامعلوم لوري ته ووتلو نن د لومړي ځل لپاره پخپل فیسبوک کې راښکاره شو او ویې ویل چې په اماراتو کې دی.

غني زیاته کړه : ” د تیرې یکشنبې په ورځ زه ددفاع وزارت ته روان وم چې د کابل ښار د سوق او ادارې د نظم لپاره ولاړم شم، ناڅاپه زما د فزیکي امنیت مسوولین راغلل چې لویه دسیسه شنډه کړي، زه یې له ساحې وویستلم. ”

د نوموړي په وینا، سره له دې چې طالبان کابل ته د نه راتګ ژمنه کړې وه، خو په پټه راغلي وو او د ارګ په دروازو کې ځای پر ځای شوي وو. او امنیتي مسوولین د امنیت ټینګولو مسوولیت له لاسه ورکړی.

هغه وایي، دغه توطیې دوه برخې درلودلې، یوه دا چې دی په کابل کې پاتې وای او د وینې تویدني شاهد وای، هغوی په ډاګه ویلي وو، څو پورې چې غني په سوله ییزه توګه حل لاره نه کوي.

اشرف غني زیاته کړه : ” ما نه غوښتل چې د واک لپاره کابل کې پاتې او هره کوڅه کې د وینې ویالې وبهیږي. ”

ده وویل، له هیواده د وتلو څوساعته وروسته د طالبانو په جامو کې نا پيژندل شوې څیرې ارګ ته ننوتل او کوټه په کوټه ده پسې ګرځیدل.

د هغه په وینا، پریکړه داسې وه، چې په افغانستان کې ۲۵ کاله مخکې رامنځته شوې پيښه بیا تکرار شي ( هغه مهال ډاکټر نجیب وژل شوی و) او د افغانستان ولسمشر د افغانانو د سترګو پر وړاندې یو ځل بیا په دار ځړول شوی وای.

غني زیاته کړه، دې کار سره یوه لویه شرمناکه فاجعه تکرار شوی وای : ” زه له یوه عزتمنده مرګ ویره نه لرم، نه د هیواد بې عزتي”

د نوموړي په وینا، مجبورا له افغانستانه وویستل شو، څو د یوې لویې فاجعې مخه ونیول شي او په حقارت د یوه ولسمشر د وژلو مخه ونیول شي.

هغه وویل دا خبرې ډیر جزییات او ډیر به یې تفصیل خپاره کړي.

اشرف غني وویل چې نه هیواده تښتیدلی نه یې هیواد خرڅ کړی، ملا عمر هم له افغانستانه وتلی و، عبدالرحمن خان هم ، او نور مشران امیر شیرعلی خان، دوست محمد هم له هیواده وتلي او دوهمې مرحې ته بیا راغلل.

ده زیاته کړه، چې دی په سلا مشورو بوخت دی او ډیر ژر به هیواد ته د هیوادوالو د خدمت لپاره وګرځي.

غني هغه اوازې هم رد کړې چې ګوندې له هیواده یې پيسې وړي دي، او ویې ویل چې د اماراتو د ګمرکونو ادارې پوښتنه وکړئ.

Visits: 61

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.