Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

طالبانو په خوست ښار کې تر دویم امر پورې ګرځبندیز اعلان کړی

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۰): طالبانو په خوست ښار کې تر دویم امره د عملیاتو لپاره پر ګرځېدو بندیز اعلان کړی دی.

ځايي طالب چارواکو تېره شپه رسنیو ته یوه خبرپاڼه استولې چې له مخې یې په خوست ښار کې تصفيوي عملیاتو په موخه پر عمومي تګ راتګ بندیز لګول شوى دى.

سرچینې لیکلي چې د طالبانو ځواکونه په بېړنۍ توګه یاد ښار ته ننوتي او د ګډوډيو رامنځته کېدو او امنیت ټینګښت لپاره يې عملیات پيل کړي دي.

د یادې خبرپاڼې له مخې، طالبانو له خلکو غوښتني چې تر دویم امر پورې له خپلو استوګنځایونو ونه وځي خو روغتونونو ته د تګ پر مهال دې له امنیتي مسوولینو سره اړیکه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د افغانستان خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۲یمه کالیزه ده.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.