کندهار (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۰): په کندهار کې د برېښنا د نشتوالي له امله نه یوازې ټولې فابریکې تړل شوي، بلکې د کندهار ښاریانو ورځنۍ چارې یې هم سختې اغېزمنې کړې دي.
له هغه وروسته چې ا.ا د افغانستان واک تر لاسه کړی، لومړی کندهار ته د برېښنا جریان ټکنی او وروسته په ټپه ودرېد او اوس دغه ولایت هیڅ برېښنا نه لري.
د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مشر حاجي فیض الحق مشکاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا نشتوالي د دغه ولایت د ټولو اوسېدونکو ژوند اغېزمن کړی خو تر ټولو دروند زیان یې صنعتي پارک ته اړولی دی.
مشکاني چې په خپله یې هم میلیونونه ډالر پانګونه کړې او د کاغذ او کارتن جوړولو تولیدي فابریکه لري؛ زیاته کړه، د برېښنا د نشتوالي له امله په کندهار صنعتي پارک کې د ۱۳۰ فابریکو د تولید چارې په ټپه درېدلي او شاوخوا ۵ زره کارګر بې کاره شوي دي.
دی وايي، کندهار صنعتي پارک ته له تېرو څو کلونو راهیسې د ډېزلي جنراتورونو په مرسته ۱۰ مېګاواټه برېښنا ورکول کېده، خو د ډېزلو له خلاصېدو وروسته د صنعتي پارک پاور پلانټ په ټپه درېدلی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، کوم قراردادي چې برېښنا شرکت ورسره د صنعتي پارک لپاره د تېلو قرارداد کړی، وايي د ۱۲۰۰ زره لېتره ډېزلو د پېرلو لپاره په بانک کې پیسې لري، خو د لګول شوي محدودیت له امله نه شي کولای پیسې وباسي.
خو دی وايي، که دا اندازه تېل وپېرل شي هم نو یوازې شل ورځې صنعتي پارک ته برېښنا ورکولای شي.
په همدې بنسټ نوموړی د ټولو صعنتکارانو په استازولۍ له برېښنا شرکت څخه غوښتنه کوي چې د صنعتي پارک د برېښنا د حل لپاره دې اساسي ګام واخلي.
د دې تر څنګ مشکانی د یوې بلې ستونزې یادونه هم کوي چې د برېښنا د نشتوالي تر څنګ یې صنعتکارانو ته دروند زیان اړولی دی.
هغه زیاته کړه: ((د طالبانو له راتګ سره بندرونه او ګمرکونه پرانیستل شوي او اړوند مسوولین له وارداتي توکو څخه د اسکوډا سیسټم پر ځای په خپلسرې توګه مالیه اخلي، یعنې پر بېلابېلو توکو له ۲۰ تر ۷۰ زره افغانیو مالیه اخلي چې یو شمېر سوداګر له دې وضعیت څخه ناسمه ګټه پورته کوي.))
د ده په خبره، مخکني حکومت د فابریکو لپاره پر واردېدونکو خامو توکو یو سلنه محصول اخیست او د صنعت د ودې په موخه یې پر ځان سب سایډي منلې وه، دغه راز پر هغو توکو چې په افغانستان کې یې تولید ۱۰۰ سلنې ته رسېدلی و، له بهره یې پر واردولو له ۲۰ تر ۳۰ سلنه مالیه اخیستل کېده څو په مارکېټ کې کورني تولیدات له بهرنیو هغو سره سیالي وکړای شي.
دغه راز پر هغو توکو چې په کور دننه یې تولید ۵۰ سلنه و، له بهره یې پر واردولو له ۱۰ تر ۱۵ سلنې مالیه اخیستل کېده او پر هغو توکو چې دلته نه تولیدېدل یا یې د تولید کچه ۱۰ یا ۲۰ سلنه وه، له بهره یې پر واردولو له ۲،۵ تر ۵ سلنې محصول اخیستل کېده.
نوموړی زیاتوي، اوس چې د مالیې وزارت دغه پالیسي نه پلې کېږي، سوداګر له دې وضعیت څخه په ګټې اخیستو هر څه راواردوي چې د کورنیو تولیداتو پر وړاندې یې خنډونه پېښ کړي دي.
ده خبرداری ورکړ چې که وضعیت دغسې روان وي نو دا به د صنعت او کورنۍ تولید ملا ماته کړي.
حاجي سید محمد درد په کندهار صنعتي پارک کې د حبوباتو د پروسس فابریکه لري چې اوس د برېښنا د نشتوالي له امله په ټپه درېدلې ده.
درد پژواک خبري اژانس ته وویل: ((څو اوونۍ کېږي چې د برېښنا د نشتوالي له امله مې د فابریکې فعالیت درېدلی او لسګونه کارګر مې بې کاره شوي دي.))
دی وايي، کلونه مخکې یې په فابریکه کې پاکستاني فني کسانو هم کار کاوه چې د هغوی په وسیله یې افغان کارګر وروزل خو اوس یې همدا کارګر د فابریکې د نه فعالیت له امله مجبور شوي نورو کارونو ته مخه کړي.
د ده په خبره، نږدې هره فابریکه له ورته وضعیت سره مخ ده، که هغوی خپل مسلکي روزل شوي کارګر له لاسه ورکړي نو دوی ته به ګرانه وي چې بیا دغسې روزل شوي کارګر ومومي.
نوموړی زیاتوي: ((د برېښنا له نشتون سربېره ا.ا په ګمرکونو کې مالیه کمه کړې ده، موږ چې له حبوباتو دال جوړول او بازار ته مو وړاندې کول، اوس له پاکستانه راځي چې دې کار زموږ تولید او مارکېټ ته سخت زیان اړولی دی.))
درد وویل، که برېښنا نه وي او هغه توکي چې په کور دننه تولېدېږي له پاکستان څخه په کم محصول را روان وي، نو دا به سخته وي چې فابریکه یې نور فعالیت ولري.
که څه هم کلونه وړاندې په صنعتي پارک کې د ۷۷۰ فابریکو جوړولو لپاره جوازونه اخیستل شوي وو، خو عملاً ۳۵۰ فابریکې جوړې شوې چې په تېر کې هم د برېښنا د کمښت له امله ګڼې فابریکې وتړل شوې او یوازې ۱۳۰ فابریکې فعالې پاتې شوې.
خو د برېښنا د اوسنۍ ستونزې له امله همدا ۱۳۰ فابریکې چې خوراکي او غیر خوراکي توکي، مشروبات، ودانیز توکي او نور تولیدوي، تړل شوي او فعالیت یې درېدلی دی.
له دې ور ها خوا د کندهار ښاریان هم د برېښنا د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او وايي دغه حالت یې ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی.
د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکي ولي جان پژواک اژانس ته وویل، ډېرې ورځې کېږي چې برېښنا مو هیڅ لیدلې نه ده.
د ده په خبره، د برېښنا د نشتوالي له امله ډېرې کورنۍ د څښاک لپاره اوبه نه شي پیدا کولای، کاروبار او ورځنۍ راکړه ورکړه چې اوسمهال له برېښنا سره تړلې ده، سخته اغېزمنه شوې ده.
دی وايي، مخکې د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه کندهار ښاریانو ته په ۲۴ ساعتونو کې یوازې د ورځې له پلوه دوه یا درې ساعته برېښنا ورکول کېده خو اوس هغه هم درېدلې ده.
نوموړی او د کندهار ګڼ ښاریان د ا.ا له نوو مسوولینو غوښتنه کوي چې د برېښنا غم وخوري او د خلکو دا ډېره جدي ستونزه هواره کړي.
خو د کندهار او هلمند حوزو د برېښنا چارواکي وايي، د هلمند ولایت اړوند د کجکي برېښنا د تولید فابریکه چې په بند کې د اوبو د اعظمي ارتفاع ۷۱ متره په حالت کې ۵۱ مېګاواټه برېښنا تولیدوي او د هلمند تر څنګ کندهار ته هم ورکول کېږي، د وچکالۍ او اوبو د کمښت له امله درېدلې ده.
د هلمند حوزې د برېښنا رییس مولوي ایوب پژواک اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې د همدې ستونزې له امله د کجکي بند د برېښنا تولید ۸۵ سلنه کم شوی او پر هلمند او کندهار برېښنا قطع شوې ده.
هغه زیاته کړه، د برېښنا د نشتوالي ستونزه تخنیکي نه بلکې طبیعي ده چې د اوبو د کمښت له امله رامنځته شوې ده.
د کندهار حوزې د برېښنا رییس ملا پاچا یوسف هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او برېښنا مرکزي اداره یې له دې ستونزې خبره کړې څو په راتلونکې کې د ښاریانو د لومړیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ډېزلي برېښنا د تولید زمینه برابره شي.
نوموړي پژواک ته وویل، د کجکي د برېښنا تر څنګ په کندهار کې ۳ سولر پلانټونه فعالیت لري چې دا پلانټونه د On-grid . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP