Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جمعیت څانګو د طالبانو کابینې د اعلان پر وړاندې تند غبرګونونه ښودلي

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۰): د اسلامي جمعیت ګوند څانګو د سرپرستې کابینې پر اعلان نیوکه کړې، هغه یې قومي او غیر متخصصه بللې، ویلي یې دي، پر وړاندې به یې بې تفاوته پاتې نه شي او ډېر ژر به د راتلونکي حکومت په اړه تصمیم ونیسي.

طالبانو د زمري په ۲۴مه کابل ونیو او اوس پر ټول هېواد حاکم دي.

دوی ویلي وو چې ټولګډون حکومت جوړوي چې د ټولو افغانانو او نړیوالې ټولنې لپاره د منلو وړ وي، خو تېر ماښام یې سرپرسته کابینه اعلان کړه، ویې ویل، دغه اقدام یې په حکومتي چارو کې د سکتې د مخنیوي لپاره کړی دی.

ملا محمد حسن اخند د سرپرست ریيس الوزراء، ملا عبدالغني برادر او ملا عبدالسلام حنفي د نوموړي مرستیالان معرفي شوي. د دې کابینې ډېری غړي دیني عالمان دي.

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند رییس صلاح الدین رباني ویلي چې طالبانو پرله پسې ټینګار کاوه چې د سیاسي ترکیب له لحاظه یو پراخ بنسټه او له ټولنیز لحاظه په افغانستان کې د ټولو قومونو او فقهي مذاهبو په ګډون افغانستان شموله نظام جوړوي، خو د طالبانو د کابیني اعلان شوی جوړښت ښيي چې «دې ډلې د انحصارګرایۍ او له قومي افراطي نظره افغانستان کې د سیاست او قدرت پر مسئله پر دغه هېواد د مخکني تحمیلي حاکمانو هم یو قدم مخکې اېښی دی.»

د ده په خبره، افغانستان پخوا د قوم پالنې د ناکام سیاست او د افغانستان پر نظام او دولت د تحمیلي حاکمو مشرانو له خوا د هېواد لویو مسئلو ته د قومي افراطي لیدلوري له امله نه یوازې ډېر فرصتونه ضایع کړي، بلکې له دغه ناکام سیاسته په نړیوالو ټولنو کې یې د ځینو کړیو د ملاتړ له امله نن هېواد وحشتناک شاتګ کړی چې جبران یې د راتلونکو څو نسلونو لپاره سخت دی.

نوموړي لیکلي: ((په بشپړ ډاډ سره وایم چې د دغه انحصاري ناسم سیاست دوام به نه یوازې له افغانستان سره پایدارې سولې او ثبات ته د رسېدو به برخه کې مرسته نه کوي، بلکې د دغه هېواد بحران به خطرناکو ځایونو ته ورسوي چې هيڅ ډله او طرف به یې د حل توان نه لري.))

رباني ویلي چې د قدرت د جوړښت او مبنا پر سر د ستونزې عادلانه حل چې د افغانستان د اوسنۍ داخلي جګړې اصلي عامل و، د خلکو له اساسي حقونو د ساتنې او ټولنیز عدالت د تامین، د ټولو خلکو د معنا دار مشارکت او د خلکو د خوښې وړ نظام جوړښت په ګډون د افغانستان راتلونکي معقولې لارې نقشې پر سر د سیاسي او ټولنیزو ټولو اړخونو له هوکړې پرته ممکن نه دي او خلک به یې پر وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي.

نوموړوي ویلي چې له نړیوالې ټولنې د افغانستان د خلکو هیله دا ده چې اجازه ورنه کړي چې «ناسم انحصاري سیاستونو او قومي افراطي لیدلورو» دوام په هېواد کې د ستونزې او بحران د دوام لامل شي او د نړۍ ثبات له خطر سره مخ کړي.

هغه لیکلي: «هیله من یو نړیواله ټولنه، په ځانګړې توګه د سیمې او ګاونډي هېوادونه د هغو ادارو په رسمیت پېژندلو کې چې د خلکو جمعي اراده په کې هيڅ رول نه لري او د افغانستان د واقعیتونو، ټولنیز او قومي جوړښت ښکارندوی نه وي، بېړه ونه کړي. په یقیني ډول د افغانستان خلک به هغه رژیمونه چې د زور یا فشار پر اساس پرې تحمیل شوي، نه مني او د دغه اوسني نامطلوب وضعیت د بدلون لپاره به مبارزه وکړي.»

د اسلامي جمعیت د مشهور قوماندان احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود چې په پنجشېر کې یې د طالبانو پر ضد جبهه جوړه کړې وه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان شوې سرپرسته کابینه «ناقانونه او د افغانستان له خلکو سره د دې ډلې د دښمنۍ ښکارندوی» بللې او له خلکو یې غوښتي چې د «طالبانو له اشغال» څخه د خلاصون لپاره مقاومت ته دوام ورکړي.

سرچینې لیکلي چې د ولسواک، مشروع او قانوني حکومت جوړېدل یوازې د خلکو د ارادې او نړیوالې ټولنې د تایید وړ سراسري ټاکنو له لارې رامنځته کېدای شي او «د افغانستان پر خلکو د لاسپوڅي حکومت تحمیل، له انساني کرامت او نړیوالو حقونو او قوانینو سره په ټکر کې دی.»

یادې جبهې له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان د ټولو خلکو د غوښتنې پر اساس د شرایطو تر رامنځته کېدو پورې له طالبانو سره له سیاسي او ډيپلوماتیکو همکاریو ډډه وکړي.

سرچینې زیاته کړې چې یاده جبهه به له سیاسي شخصیتونو او تخصصي کادرونو سره له مشورې وروسته ډېر ژر د راتلونکي حکومت په اړه تصمیم ونیسي.

د جمعیت اسلامي ګوند د یوې څانګې رییس عطامحمد نور په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې طالبانو داسې حکومت اعلان کړی چې د اساسي قانون په هيڅ ځای کې ځان نه لري او تخصص ته په کې توجه نه ده شوې.

نوموړي اعلان شوې کابینه "یو قومي، طالب شموله، غیر متخصصه، د ښځو له حضور پرته او اساسي قانون د روح ښکاره خلاف» بللې او لیکلي یې دي: ((امکان لري چې لسګونه تخصصي او حرفوي ادارې پر داسې کسانو مدیریت کړو چې د حکومتدارۍ په اړه یې نظر د منځنۍ پېړۍ د حکومتدارۍ په کچه وي.))

هغه زیاته کړې: «ډېر ژر به له نورو سیاسي مشرانو سره یو ځای، د سیاسي او جغرافیوي تخریب لپاره خپل نوی نظر اعلان کړم.»

د ملي امنیت مخکني رییس رحمت الله نبیل اعلان شوې کابینې ته په غبرګون کې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «کابینه نه ده، سمه د اکوړه خټک حقانیه مدرسه ده.»

دغه غبرګونونه په داسې حال کې دي چې صلاح الدین رباني، عطامحمد نور او رحمت الله نبیل په بهر کې دي او په پنجشېر کې د طالبانو مخالفه مقاومت جبهه له منځه تللې او ویل کېږي چې د دې جبهې چارواکي هم بهر ته تللي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.