ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د مخکني حکومت د ځینو چارواکو بانکي حسابونه بند کړي دي

طالبانو د مخکني حکومت د ځینو چارواکو بانکي حسابونه بند کړي دي

author avatar
10 Sep 2021 - 15:04
طالبانو د مخکني حکومت د ځینو چارواکو بانکي حسابونه بند کړي دي
author avatar
10 Sep 2021 - 15:04

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۰):طالبان له جزییاتو پرته وایي چې د مخکني حکومت د ځینو چارواکو بانکي حسابونه یې بند کړي دي.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي انعام الله سمنګاني بې له دې چې د چا نوم واخلي طلوع نیوز ته ویلي دي:(( د مخکني حکومت د یوشمېر هغو چارواکو بانکي حسابونه یې بند کړي چې له هېواده تښتېدلي دي.))

په دې اړه د افغانستان بانک ته منسوب یو مکتوب چې د بهرنیو بانکونو نمایندګیو په عنوان لیکل شوی هم په خواله رسنیو کې ښکته پورته کیږي .

په یاد مکتب کې راغلي :(( د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ په لارښوونه د وزیرانو، معینانو، وکیلانو، سناتورانو، والیانو او مرستیالانو یې، د خپلواکو اداراو د ریسسانو او مرستیالانو او د ولایتونو د امنیت رییسانو، د ولایتي شورا د غړو، ښاروالیو،د سیاسیونو او په ټوله کې د وتلو شخصیتونو او د لوړپوړو نطامي  کسانو حسابونه دې بند او هرڅه ژر دې د افغانستان بانک ته یاد لېست راولیږي.

د افغانستان بانک تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي

د یادونې ده چې د مخکني حکومت یوشمېر چارواکي په مالي او اداري فساد تورن وو.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.