ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار خلک: د پاسپورټ او برېښنايي تذکرو وېش دې ژر پيل شي

د کندهار خلک: د پاسپورټ او برېښنايي تذکرو وېش دې ژر پيل شي

author avatar
12 Sep 2021 - 14:57
د کندهار خلک: د پاسپورټ او برېښنايي تذکرو وېش دې ژر پيل شي
author avatar
12 Sep 2021 - 14:57

کندهار (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۰): شاوخوا يوه میاشت کېږي چې طالبان پر ټول هېواد واکمن شوي، خو لا هم د پاسپورټ، برېښنايي تذکرو او نورو په ګډون د خدماتي ادارو فعالیتونه ولاړ دي چې دغه حالت خلک سخت اندېښمن کړي دي.

د کندهار اوسېدونکي وايي، نوي راغلي واکمنان باید د خلکو ستونزې او اړتیاوې درک کړي، د پاسپورټ او برېښنايي تذکرو په ګډون دې ټولې خدماتي ادارې ژر تر ژره فعالې کړي.

د کندهار ښار د ۱۱مې ناحیې اوسېدونکي محبوب الحق پژواک خبري اژانس ته وویل، د طالبانو له راتګ سره د ټولو خدماتي ادارو فعالیتونه درېدلي او یا ټکني شوي چې دغه وضعیت خلک له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

هغه زیاته کړه، په پیل کې بانکونه چې د خلکو، ادارو او شرکتونو ورځنۍ چارې ورپورې تړلې، بند وو خو وروسته له محدودیتونو سره ورو ورو پرانیستل شول.

دی وايي، خلک له خپلو بانکي حسابونو په اوونۍ کې یو ځل یوازې ۲۰زره افغانۍ یا ۲۰۰ ډالر ایستلای شي، خو نور باید دا محدودیت لرې شي؛ ځکه خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.

د ده په خبره، د دې ستونزې له امله کاروبار او ورځني معاملات سخت اغېزمن شوي چې دوام یې د هېواد لپاره ښې پایلې نه لري.

دغه راز د کندهار ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکي عبدالواسع پژواک اژانس ته وویل، شاوخوا يوه میاشت کېږي چې د پاسپورټ او برېښنايي تذکرو په څېر د مهمو خدماتي ادارو دروازې تړلې چې تر بل هر وخت ورته اړتیا ډېره شوې ده.

ده زیاته کړه، ډېری وګړي د طالبانو له راتګ وروسته غواړي هېواد پرېږدي، خو دا چې پاسپورټونه نه لري، دا کار نه شي کولای.

دی وايي، په خپله یو له هغو وګړو دی چې له هېواده وځي خو مېرمن او اولادونه یې پاسپورټونه نه لري.

هغه وویل: ((نه پوهېږو ستونزه چېرې ده چې طالبان د یوې میاشتې په تېرېدو هم خدماتي ادارې نه پرانیزي، په داسې حال کې چې مخکې یې ویلي وو چې د خدماتي ادارو پر وړاندې به ستونزې نه وي.))

د نوموړي په وینا، له بله پلوه په ټول هېواد کې ټولې ادارې له جګړې پرته طالبانو ته وسپارل شوې، نو بیا دوی ولې نه شي کولای د جوړ سیستم او ادارو د فعالیتونو تداوم یقیني کړي.

د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکی اجمل خان بیا د پاسپورټ تر څنګ د برېښنايي تذکرو د وېش بیا پیل ته په بې صبرۍ انتظار باسي.

نوموړي پژواک ته وویل: ((د ځان او کورنۍ د غړو لپاره مې د برېښنايي تذکرو اخیستلو ته میاشتې مخکې اپلای کړی وه د بایومټریک چارو ته مې یې انتظار کاوه چې نظام بدل شو او هر څه په ټپه ودرېدل.))

دی دا حالت د هېواد په ګټه نه بولي او وايي، طالبان باید خپلو اصلي چارو ته متوجه شي چې خلکو ته خدمات وړاندې کول دي.

د ده په خبره، همدا اوس ټول ولس له بې برخلیکه حالت سره مخ دی، په میلیونونو خلک بې کاره شوي او خدماتي ادارې هم تړلې دي.

نوموړی پر طالب چارواکو غږ وکړ چې د ولس دغو غوښتنو ته ځواب ووايي.

پژواک د خلکو دا ستونزې د طالب چارواکو مخې ته کېښودې خو هغوی ونه ویل چې کله به ټولې خدماتي ادارې فعاله کېږي او په عادي توګه به خپلو چارو ته دوام ورکوي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څو ځلې ویلي چې د هر نظام له بدلون وروسته دغسې ستونزې پېښېږي، خو د دوی هڅه دا ده چې هر څو ژر ادارې فعالې شي او خپلې ورځنۍ چارې د پخوا په څېر پیل کړي.

Views: 284

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.