Pajhwok Afghan News

په پکتيا کې غږيزې رسنۍ د بندېدو له ګواښ سره مخ دي

ګردېز (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۰): په پکتيا کې د غږيزو او چاپي رسنيو مسوولين وايي، اقتصادي ستونزې يې خورا زياتې شوې او ښايي نور رسنيز فعاليت ونه شي کولاى.

دوی وايي چې د جمهوريت سقوط يې پر چارو ډېر منفي اغېز کړی او نه يوازې د کارکوونکو د معاشونو او دفتر د لګښتونو پوره کولو توان نه لري، بلکې د برېښنا د بِل ورکول يې هم ورته ننګونه ده.

په ګردېز کې د نن اېف اېم راډيو د نشراتو مسوول عمر عادل وايي چې خونديتوب يې تر پخوا اطميناني شوی، خو په خبره يې که مالي ملاتړ يې ونه شي، ښايي رسنيز مرکز يې بند شي.

عادل پژواک ته وويل: ((مخکې د تجارتي اعلانونو له لارې هم ځينې اقتصادي مشکلات حل کېدل او همدارنګه به د عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې د کارکوونکو معاشات برابرېدل، خو اوس تاسو پوهېږئ چې د ټولو برخو او خلکو اقتصادي مشکلات زيات دي او اعلانات نه شي ورکولای.))

د پکتيا غږ راډيو د نشراتو مسوول ذبيح الله ايوبي د رسنيو شتون مهم بولي او وايي چې د رسنيو د بقا او ودې لپاره دې د هغوی اقتصادي لاسنيوي او اطلاعاتو ورکړې برخو ته جدي پام وشي.

ايوبي وايي: ((کله چې معاش نه وي او امکانات برابر نه وي، نه کار کيږي او نه کارمندان کار ته زړه ښه کوي، موږ دا ستونزې د اړونده ادارې له مسوولینو سره شریکې کړې او هغوی هم ډاډ راکړی دی.))

د رسنیو کارکوونکي هم د مالي ستونزو ډېرېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي، د یادو ستونزو له امله د رسنيو شتون او صنعت ته لوی ګواښ ورپېښ دی.

د سمون کلتوري ټولنې له خوا د مدار اونيزې خپرونې خبريال حبيب الله سراب وايي، د سوداګريزو اعلاناتو او روزنیزو ورکشاپونو د نشتوالي له امله اوس نه شي کولی، چې د پخوا په څېر معاش تر لاسه کړي.

سراب وويل: ((د مطالعې دود مخکې هم ډېر قوي نه و، خو په ښه کېدو و، خو اوس خلک ټول تشويش کې دي، که دا شته نشريې هم ودريږي، نو بېرته احيا به يې زيات وخت او زور وغواړي. موږ د خپلې اوونيزې د چاپولو لپاره نور مالي امکانات نه لرو او دې کار موږ واقعا ډېر خپه کړي يو.))

د څمکني غږ راډيو مسول رحمت الله افغان هم ياده ستونزه جدي بولي او ټينګار کوي چې د طالبانو د اړوندې برخې مسوولين دې د رسنيو غوړېدو ته د زمينې برابرولو هڅې وکړي.

افغان وويل: ((موږ د پخوا په څېر خپل خپرنيز ساعتونه جاري ساتلي، خو فکر کوم چې دا به وروستي وختونه وي؛ ځکه نور يې توان نشته. نه اعلانات شته، نه هغه خپرونې شته چې په بدل کې يې مالي مرسته وشي او نه د رسنيو د ملاتړو ادارو له خوا د روزنو له لارې ځينې اقتصادي همکارۍ.))

د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس ملا خالقیار احمدزي د يادو رسنیو مالي ستونزې پرځای وبللې او ويې ویل چې د غږيزو رسنیو د برېښنا او نورو مهمو ستونزو د حل لپاره به جدي ګامونه واخلي.

احمدزي وویل: ((موږ د بيان آزادي ته ژمن یو، هغه رسنۍ چې له اسلام او افغاني کلتور سره په ټکر کې نه وي، موږ یې ملاتړ کوو، د ځینو راډیوګانو مسوولینو د برېښنا ستونزه شریکه کړې، چې له اړونده ریاست سره به یې د حل په موخه موږ اقدام وکړو. نور هم څه چې زموږ په وس کې پوره هڅه به کوو.))

په پکتيا کې د ملي راډيو، تلوېزيون سربېره نن اېف اېم، پکتيا غږ، ګردېز غږ، څمکني غږ او پټان غږ اوسمهال فعالې راډيوګانې دي، په داسې حال کې چې اوښتون، ايمان او روان اېف اېم راډيوګانو سربېره مدار مجله، سراب مهالنۍ، افغان ننګ او ځينې نورې چاپي رسنۍ بندې شوې دي.

څو ورځې وړاندې په پکتیکا کې د ورته مالي ستونزو له امله د سوېل ختیځ زون په کچه مېلمه راډیو هم نشرات بند کړي دي.

Views: 13

Exit mobile version