ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ په درشل کې د لګېدلو بندیزونو نرمښت هیله بښونکی دی»

«په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ په درشل کې د لګېدلو بندیزونو نرمښت هیله بښونکی دی»

author avatar
25 Sep 2021 - 17:17
«په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ په درشل کې د لګېدلو بندیزونو نرمښت هیله بښونکی دی»
author avatar
25 Sep 2021 - 17:17

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۰): په افغانستان کې تېره اوونۍ په بېلابېلو پېښو کې ۵۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په داسې حال کې د سرپرست حکومت په اړه د امریکا په ګډون د نړیوالو غبرګونونه نرم وو چې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د تېرې اوونۍ د مهمو پېښو لنډیز:

  • امریکا: له افغانستان سره د دیپلوماسۍ نوی ثابت فصل پرانیزو.
  • د امریکا له خوا په بندیزونو کې نرمښت: موسسې او نړیوالې ټولنې کولای شي له طالبانو سره مالي راکړه ورکړه ولري.
  • چین: پر افغانستان د لګول شوي بندیزونه دې ژر پای ته ورسول شي.
  • قطر: طالبان بدلون کولی شي او په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو همکاري مهمه ده.
  • عمران خان: په افغانستان کې د نوي حکومت په رسیمت پېژندلو په اړه له ایران، تاجکستان او ازبکستان سره په ګډه پرېکړه کوو.
  • د امنیت شورا ډایمي غړي: داسې افغانستان غواړو چې ټولشموله حکومت ولري او بیا د «ترهګرو» پټنځای نه شي.
  • متقي: افغانانو ته که په دوستۍ کې یو قدم مخته راغلې دوی دوه قدمه مخته درځي… موږ له نړۍ سره ښې اړیکې غواړو.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

په افغانستان کې له تېرو شاوخوا څلورو لسیزو جګړې روانې وې، خو وروسته له هغه چې طالبانو د وږي په ۱۵مه پنجشېر ونیو، مخامخ جګړې درېدلې او کېدای شي له کلونو راهیسې دا درېيمه اوونۍ وي چې په مخامخ نښتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ په بېلابېلو پېښو کې ۲۸ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.

تېره اوونۍ په ننګرهار کې د درېیو چاودنو او په ځینو ولایتونو کې د هدفي بریدونو په پایله  ۲۸ ملګي وګړو او ۲۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د چاودنو مسوولیت د داعش ډلې منلی دی.

دغه راز راپورونه ښیي چې څلور تنه له داعش سره د همکارۍ په تور د طالبانو په بريدونو کې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، په هدفي بریدونو کې، په اروزګان کې يو سرتېری وژل شوی، بل ټپي دی؛ په پکتیا او کونړ کې د پخواني حکومت دوو سرتېرو ځانوژنې کړې. تېره اوونۍ په کابل کې دوه کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي او یو ټپي شوی او په پکتیا کې د ځمکې د ملکیت پر سر د شخړې له امله هم درېيو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

وړمه اوونۍ هم هېواد کې په هدفی او نورو پېښو کې اته کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان وو.

سرپرست حکومت او په تړاو یې بدلونونه

طالبانو نږدې یوه نیمه میاشت مخکې کابل ونیو. تر هغه وروسته د نړۍ هېوادونه په دې اړه بېلا بېل غبرګونونه ښیي.

له دغو غبرګونونو ځینې یې سخت دي- لکه د امریکا له خوا د افغانستان د پانګې کنګل کېدل چې له امله یې د بانکونو فعالیت محدود شو او دا مهال خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي-  خو ځینو هېوادونو بیا په دې تړاو نرم غبرګونونه ښودلي او ځینو- که څه هم چې تر اوسه یې افغانستان کې نوی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی- خو په یو ډول له دغه حکومت څخه ملاتړ کوي.

یو شمېر هېوادونو په دې تړاو کله نرم، خو کله سخت غرګونونه ښودلي، خو په ټوله کې د نړیوالو غوښتنه دا ده چې طالبان ټولګډونه حکومت جوړ کړي او بشري حقونو ته درناوی ولري.

طالبانو د کابینې ډېر سرپرست غړي اعلان کړي، وایي چې دغه کابینه تر ډېره ټولګډونه او بدلون مننوکې ده. هغوی وایي هڅې کوي چې کابینه کې نور مثبت بدلونونه هم راشي؛ خو خلک نیوکې ورباندې کوي، وایي چې دغه کابینه ټولګډونه نه ده او ښځې په کې ونډه نه لري.

د نوي سرپرست حکومت په اړه د تېرې اوونۍ غبرګونونه نرم وو

د امریکا ولسمشر هم د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې ویلي چې له افغانستان سره یې د دیپلوماسۍ نوی ثابت فصل پرانیستی دی.

د راپورونو له مخې، د امریکا د مالیې وزارت افغانستان ته د بشري مرستو لېږلو په موخه دوه جوازونه صادر کړي چې په پلي کېدو سره به یې افغانستان کې له اقتصادي پلوه د بشري ناورین د رامنځته کېدو مخه ونیول شي؛ ځکه چې له مخې به یې د امریکا حکومت، غیر دولتي موسسې او نړیوالې ټولنې وکولای شي له طالبانو سره مالي راکړه ورکړه ولري او دغه راز به افغانستان ته د خوړو، درملو او طبي توکو صادراتو مالي معاملاتو ته لاره هواره شي.

چین پر افغانستان د لګول شويو اقتصادي بندیزونو د ژر پای ته رسولو غوښتنه کړې او ویلي يې دي چې د افغانستان کنګل شوې پانګه د دغه هېواد ملي سرمایه ده او باید د افغانستان خلک یې وکاروي او د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې ویلي، چې طالبان بدلون کولی شي او په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو همکاري مهمه ده.

هغه ویلي:”طالبان د شلو کلونو وړاندې په څېر نه دي، کېدای شي هغه کسان چې جګړه یې کوله تر مذاکره‌ کوونکو کسانو توپیر ولري. خو زه دا نه وایم، چې هغوی عصري شوي یا افراطي شوي، خو توپیرونه شته. ”

اندونیزیا له افغانستان سره د مرستو پر دوام د ټینګار کړی، ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت، او باثباته او خپلواک افغانستان پلوي کوي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له چارواکو سره تر کتنو وروسته یې له طالبانو سره په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړولو په اړه خبرې پیل کړې دي‌. ده دا هم ویلي چې افغانستان کې د نوي حکومت د په رسیمت پېژندلو او یا نه پېژندلو په اړه به له ایران، تاجکستان او ازبکستان سره په ګډه پرېکړه وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمُنشي وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړو په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړو ویلي، داسې افغانستان غواړي چې د نجونو او ښځو حقونو ته په کې درناوی وشي، ټولشموله حکومت ولري او بیا د «ترهګرو» پټنځای نه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا غوښتنه کړې او «محمد سهیل شاهین» یې ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ته نوماند کړی، خو د ملګرو ملتونو په غونډه کې د طالبانو ګډون ونه منل شو.

طالبان: له نړۍ سره ښې اړیکې غواړو

د افغانستان د سرپرستې کابینې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند ویلي چې چين، روسيه او پاکستان دې له افغانستان سره همکاريو او مرستو ته دوام ورکړي. ده له همدې هېوادونو غوښتي تر څو امریکا او نړۍ وهڅوي چې د افغانستان پر ولس دې ډېر فشار نه واردوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي له نړیوالو سره د افغانستان د اړیکو په اړه وویل:«افغانستان هغه هېواد دی چې که څوک د دوستۍ لاس ورکړي دوی دوه قدمه ورځي او که څوک دښمني ورسره کوي نو تاریخ ګواه دی چې دوی څه ورسره کړي، موږ له نړیوالو سره ښې اړیکې غواړو او دا مو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د چا په ضرر نه استعمالیږي.»

خلک څه غواړي؟

په کابل کې سلګونو کسانو له امریکا او نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پيسې راخلاصې کړي ترڅو په هېواد کې د لا ډېرې بېوزلۍ او لوږې مخه ونيول شي.

په کابل کې يو شمېر ښځينه فعالانې د ښځو چارو وزارت پر دروازه د بل نوي جوړ شوي وزارت د لوحې تر لګولو وروسته د اعتراض په توګه د دغه وزارت مخته راټولې شوې وې، غوښتنه یې کوله چې د ښځو حقوق دې خوندي وساتل شي او د شریعت خلاف څه نه غواړي.

د خوست قومي مشرانو د يوې غونډې پر مهال له نړيوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د امريکا له متحده ايالاتو د افغانستان له نوي نظام سره د ښو ديپلوماتيکو اړيکو د جوړولو غوښتنه وکړه.

دغه رازګڼ شمېر لاريونوالو په دغه ولایت کې د طالبانو په ملاتړ لاريون وکړ او د افغانستان د کنګل شوو پیسو د خلاصېدو غوښتنه يې وکړه. لاريون کوونکو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني.

د میدان وردګو ولایت د مرکز اړوند سیمې اوسېدونکی روح الله پیاروخېل وایي:«په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ په درشل کې د لګېدلو بندیزونو نرمښت هیله بښونکی دی. موږ تمه لرو چې اسلامي امارت په نړیوالو اړیکو کې له سیاسي درایت نه کار واخلي، او نړیوال چې ځانونه د بشري حقونو مدافعین بولي، هم په اوسنیو سختو شرایطو کې پر افغانستان د بندیزونو د لګولو پر ځای له افغانانو سره چې کلونه کلونه جګړو ځپلي، بشري مرستې وکړي او هغه څه وکړي چې افغانستان له اوسني سخت اقتصادي وضعیت څخه ووځي.»

Visits: 174

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.