ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ هم د افغانستان سرپرست حکومت د نړیوالو له مثبت او منفي غبرګونونه سره مخ و

تېره اوونۍ هم د افغانستان سرپرست حکومت د نړیوالو له مثبت او منفي غبرګونونه سره مخ و

author avatar
2 Oct 2021 - 17:30
تېره اوونۍ هم د افغانستان سرپرست حکومت د نړیوالو له مثبت او منفي غبرګونونه سره مخ و
author avatar
2 Oct 2021 - 17:30

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۰): تېره اوونۍ هم یو شمېر هېوادونو د افغانستان د نوي سرپرست حکومت په تړاو بېلابېل غبرګونونه لرل او یاد حکومت له نړۍ سره د ښو اړیکو پر لرلو ټینګار کاوه، خو لاهم دغه حکومت کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د دې تر څنګ، په دغې اوونۍ کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بېلابېلو پېښو په پایله کې ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

د تېرې اوونۍ مهمې پېښې:

  • پاکستان: نړیواله ټولنه باید طالبان یواځې پرې نه ږدي.
  • قطر او البانیا: نړۍ باید افغانستان له پامه ونه غورځوي.
  • چین له افغانستان سره په بنسټیزو پروژو کې د همکاریو پر پلان کار کوي.
  • امریکا: د افغانستان هوایي‌ حریم کارولو لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا نه لري.
  • د افغانستان سرپرست حکومت: امریکا باید د افغانستان هوایي حریم ته د ډورن الوتکو ننوتل ودروي.
  • تاجکستان: تاجکانو ته په نوي سرپرست حکومت کې مناسبه ونډه نه ده ورکړل شوې.
  • نوی سرپرست حکومت: تاجکستان دې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي.
  • په نهو ولایتونو کې ۲۵ ملکي وګړو ته په بېلابېلو پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ په بېلابېلو پېښو کې ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، فاریاب کې له یوتن څخه سر پرې شوی، په ننګرهار کې چاودنې يو ملکي کس وژلی او دوه یې ټپيان کړي، په لوګر کې دوه وروڼه وژل شوي، په غور کې دوه سوداګر وژل شوي، په پروان کې د يوه ۳۵ کلن سړي مړی موندل شوی، په کونړ کې چاودنې يو ملګي وګړی ټپي کړی، په اروزګان کې وسله والو غلو يو ښځه او خاوند پر چړو وهلي او ټپيان کړي، په فراه کې يو ملا امام وژل شوی او په بغلان کې يو ډاکټر له خپلې پنځه کسيزه کورنۍ سره وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.

د دغو چاودنو او بریدونو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

وړمه اوونۍ هم د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۲۸ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.

سرپرست حکومت  

طالبانو نږدې یوه نیمه میاشت مخکې کابل ونیو. تر هغه وروسته د نړۍ هېوادونه په دې اړه بېلا بېل غبرګونونه ښیي.

له دغو غبرګونونه ځینې یې سخت دي- لکه د امریکا له خوا د افغانستان د پانګې کنګل کېدل چې له امله یې د بانکونو فعالیت محدود شو او دا مهال خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي-  خو ځینو هېوادونو بیا په دې تړاو نرم غبرګونونه ښودلي او ځینو- که څه هم چې تر اوسه یې په افغانستان کې نوی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی- خو په یو ډول له دغه حکومت څخه ملاتړ کوي.

یو شمېر هېوادونو په دې تړاو کله نرم، خو کله سخت غرګونونه ښودلي، خو په ټوله کې د نړیوالو غوښتنه دا ده چې طالبان ټولګډونه حکومت جوړ کړي او بشري حقونو ته درناوی ولري.

طالبانو د کابینې ډېر سرپرست غړي اعلان کړي، وایي چې دغه کابینه تر ډېره ټولګډونه او بدلون منونکې ده. هغوی وایي هڅې کوي چې کابینه کې نور مثبت بدلونونه هم راشي؛ خو خلک نیوکې ورباندې کوي، وایي چې دغه کابینه ټولګډونه نه ده او ښځې په کې ونډه نه لري.

د تېرې اوونۍ مثبت غبرګونونه

پاکستان وايي نړیواله ټولنه باید طالبان یواځې پرې نه ږدي او باور پرې وکړي، تر څو د یو حکومت په توګه پرمخ ولاړ شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي نړیوال باید افغانستان کې له ښه امنیت او شته حقایقو سترګې پټې نه کړي. دغه هېواد له خپلو ”دوستو” هېوادونو غوښتي چې افغانستان څنډې ته نه کړي.

ملګرو ملتونو او د روغتیا نړیوال سازمان، د افغانستان د روغتیا له برخې سره د همکارۍ ژمنه وکړه، ویي ویل چې د افغانستان د روغتیا سکتور اړتیاوې به په نړیواله کچه مطرح کړي.

تېره اوونۍ د چین له خوا د مرسته شوو توکو لومړۍ جوپه کابل ته تر را رسېدو وروسته، د دغه هېواد سفیر وویل چې هېواد یې له افغانستان سره په بنسټیزو پروژو کې د همکاریو پر پلانونو کار کوي.

ترکیه وایي، که نړيواله ټولنه طالبان په رسمیت وپېژني، دغه هېواد به ورسره کار وکړي او البانیا وايي، د افغانستان خلک دې بیا په څلورلاره کې نه پرېښودل کېږي.

د تېرې اوونۍ منفي غبرګونونه

د امریکا د دفاع وزارت وایي،‌ افغانستان کې د «ترهګرو» پر ضد د هوایي بریدونو پر وخت د افغانستان هوایي‌ حریم کارولو لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا نه لري، خو د افغانستان اوسني حکومت ویلي چې د امریکا دا ډول دریځ ورته د منلو نه دی،  تجاوز یې بولي، غندي یې او د مخنیوي لارې چارې یې هم لټولی شي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز وايي، طالبانو د دوحې تړون ډېرې ژمنې نه دي پوره کړې او لا هم له القاعده شبکې سره نږدې اړیکې لري، خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه څرګندونې ردوي.

د امریکا په سنا مجلس کې له شلو زیاتو سناتورانو پر طالبانو او پاکستان د بندیزونو لګولو قرارداد دغې جرګې ته وړاندې کړ، خو طالبانو په وار، وار ویلي د هغوی پر مشرانو د بندیزونو موضوع له امریکا سره د هغو د دوحې په تړون کې فیصله شوې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو موضوع یې دا مهال د میز پر سر نه ده. دا په داسې حال کې ده چې روسیه د افغانستان د نوي سرپرست حکومت په اړه نرم دریځ لري او په یو ډول ترې ملاتړ کوي.

د هند لومړی وزیر بیا وایي، چې نړيواله ټولنه باید د ترهګرۍ په مرکز د افغانستان د بدلېدو مخنیوی وکړي او د افغانستان له اوسني وضعیت نه دې یو هېواد هم په خپله ګټه کار نه اخلي.

د نړۍ یاد غبرګونونه په داسې حال کې دي چې په سویس کې د افغانستان سفارت پر فېسبوکپاڼه لیکل شوي چې د غني د حکومت یو شمېر مشران له بهره د دولت په توګه کار ته دوام ورکوي، خو ډېرو کسانو دغه کار غندلی او ذبیح الله مجاهد بیا ویلي: «دا په غبرګون نه ارزي.»

د تاجکستان ولسمشر افغانستان کې پر ټولشموله حکومت ټینګار کړی، وایي تاجکانو ته په نوي سرپرست حکومت کې مناسبه ونډه نه ده ورکړل شوې، خو د سرپرست حکومت چارواکو ویلی چې تاجکستان دې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي او چاته اجازه نه ورکوي چې افغانستان کې قومي شخړو ته لمن ووهي.

روسیې بیا له افغانستان او تاجکستانه غوښتي څو هر ډول خپلمنځي اختلاف په داسې ډول حل کړي چې دواړو هېوادونو ته د منلو وړ وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش بیا ویلي هېوادونه دې پر طالبانو فشار راوړي چې ټولشموله حکومت جوړ کړي او بشري حقونو ته په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.  

نوی حکومت: له نړۍ سره ښې اړیکې غواړو

په افغانستان کې د سرپرست حکومت چارواکو د یو شمېر هېوادونو استازو لپاره په جوړکړي ماښامني کې وویل له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او نه غواړي چې افغانستان د نورو د سیالیو ډګر شي. هغوی پر هېوادونو غږ  وکړ چې کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

د افغانستان اوسني حکومت سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی معرفي کړی، خو دا په داسې حال کې ده چې لا هم، غلام محمد اسحاق زی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی دی خو هغه د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې له وينا کولو ډډه وکړه.

لا څرګنده نه ده چې افغانستان کې د نوي حکومت په اړه په نړیواله کچه د بحثونو او غبرګونونو پایله به څه وي، په راتلونکې کې به د افغانستان او نړیوالو تر منځ تعامل څه ډول وي، خو دا هر څه په داسې حال کې دي چې دا مهال د افغانستان او نړۍ تر منځ ترینګلو اړیکو افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او د خپل هېواد راتلونکې ته اندېښمن دي.

Visits: 66

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.