ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو دوو میاشتو کې لسګونو مطبعو او چاپي رسنیو فعالیتونه درولي

په تېرو دوو میاشتو کې لسګونو مطبعو او چاپي رسنیو فعالیتونه درولي

author avatar
6 Oct 2021 - 17:26
په تېرو دوو میاشتو کې لسګونو مطبعو او چاپي رسنیو فعالیتونه درولي
author avatar
6 Oct 2021 - 17:26

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۰): چارواکي وایي، په وروستیو دوو میاشتو کې په کابل ښار کې د اقتصادي ستونزو له امله ۳۵ مطبعې او یو شمېر چاپي رسنۍ له فاعالیته لوېدلې دي.

د دولتي مطبعې عمومي رییس احمد فردین ضیایي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په کابل کې ۲۵۰ مطبعو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي چې ډېری یې شخصي مطبعې تشکیلوي.

خو نوموړي زیاته کړه چې په وروستیو دوو میاشتو کې د سیاسي نظام له سقوط وروسته او د اقتصادي ستونزو له امله د ۳۵ مطبعو کار درېدلی دی.

ضیایي وویل چې باید د دغو مطبعو د بېرته فعالېدو لپاره پر یوه پلان کار وشي، څو د هغوی اقتصادي ستونزې هوارې او بېرته خپل فعالیت پیل کړي.

سرچینې په هېواد کې د اقتصادي ستونزو د ژر هوارېدو هیله څرګنده کړه څو د خصوصي سکټور، په ځانکړې توګه د چاپي صنعت د پانګوالو ستونزې هوارې شي.

هغه د دولتي مطبعو د فعالیت په اړه وویل: «اوس مهال مو فرمایشونه لږ دي او هغه ماشینونه چې موږ یې لرو، په یوه دوران کې د ۱۸زره پاڼو د چاپ ظرفیت لري، د هغه لامل دا دی چې خام توکي نه لرو؛ ځکه ږموږ هېواد یو وارداتي هېواد دی، نو وردات کم شوي دي.»

د هغه په وینا، د یو شمېر دولتي ورځپاڼو چاپ هم درېدلی او خپلې خپرونې په انلاین ډول پر مخ وړي.

خو سرچینې زیاته کړه: «هڅه کوو چې راتلونکې اوونۍ خپل چاپ پیل کړو چې له دولت سره مستقیمه اړیکه لري؛ ځکه کله چې بازارونه کار پیل کړي، خصوصي سکټور پیسې ورکړي، بندرونه پرانیستل شي او د واردواتو ستونزې هوارې شي، د چاپ ستونزې هم حلېږي، نو د اسلامي امارت له اعلامیې وروسته هیله من یو چې ستونزې هوارې شي او کار د تېر په ډول دوام وکړي.»

په ورته مهال، د افغانستان ټایمز خصوصي مطبعې مسوول مدیر صفي الله ملاخېل پژواک ته وویل چې دغه مطبعې په ۱۳۸۸ کال کې خپل فعالیت پیل کړی و؛ خو له دوو میاشتو راهیسې یې فعالیت درېدلی دی.

هغه زیاته کړه: «موږ د «افغانستان ټایمز» او «دنیا» په نومونو دوې ورځپاڼې لرو چې په درېیو ژبو دري، پښتو او انګلیسي مو فعالیت درلود، او یوه د «افغانستان ټایمز» په نوم مطبعه لرو؛ خو له بده مرغه چې د دوو میاشتو راهیسې د اقتصادي ستونزو له امله د دغه ورځپاڼو او مطبعې فعالیت درېدلی دی.»

هغه د خپلې مطبعې د افعالیت درېدو په اړه وویل: «له دې امله چې موږ ته د چاپ په برخه کې هيڅ فرمایش نه راکول کېږي، فعالیت نه لرو، باید ووایم چې موږ له بهرنیو، لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو، د افغان نېک په نوم د جرمنیانو له یوې موسسې او له رحمت خصوصي روغتون سره چاپي قرارداد درلود او د هغوی د اړتیا وړ پاڼې ورته چاپ کولې.»

نوموړي یادونه وکړه چې د سیاسي نظام له سقوط مخکې یې د ورځې شاوخوا ۱۰۰زره پاڼې چاپولې؛ خو دغه شمېر اوس صفر ته راټیټ شوی دی.

د هغه په خبره، په یاده مطبعه کې ۲۰ کسانو کار کاوه چې ډېری یې بېکاره شوي دي.

سرچینې د خپلو کارکوونکو د معاشونو په اړه وویل: «هره اداره خپله پالیسي لري چې د هغه له مخې باید لږ پیسې ذخیره وساتي، اوس موږ لږڅه پیسې لرو چې تر ۳ یا ۴ میاشتو لږ شمېر کارکوونکي ولرو او معاش یې ورکړو.»

نوموړي له حکومته وغوښتل چې له دغه ډول مطبعو ملاتړ وکړي څو سقوط ونه کړي او بېرته خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

هغه وویل: «اوس مهال خو موسسې هم نشته او هیله مندي همدغو دولتي دفترونو ته ده، خو که اسلامي امارت چاپ ولري، موږ یې په خدمت کې یو او موږ ته د شرایط برابر کړي، څو له مخکې ښه کار ترسره کړو.»

په ورته مهال د انیس دولتي ورځپاڼې یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې دې ورځپاڼې له ۹۳ کلونو راهیسې فعالیت درلود او په سیاسي، ټولنیزو، اوقتصادي او کلتوری برخو کې یې خپرونې کولې؛ خو د مالي ستونزو له امله یې له دوو میاشتو راهیسې فعالیت درېدلی دی.

هغه زیاته کړه: «موږ د ورځې ۳۵۰۰ ګڼې چاپولې او زموږ د تمویل سرچینه د اطلاعاتو او کلتور وزارت دی، خو د زمري په ۲۴مه د اسلامي امارت له راتلو سره مو وروستی چاپ درلود چې له هغه وروسته ټول چاپ ودرېد او په انلاین بڼه مو هم لږ فعالیت درلود چې هغه هم د تخنیکې ستونزو له امله درېدلی او سیستم یې تر اوسه نه دی جوړ شوی.»

نوموړي هیله څرګنده کړه چې ژر یې ستونزې هوارې او انیس دولتي ورځپاڼه بېرته خپل فعالیت پیل کړي.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.