Pajhwok Afghan News

خلک: د کندوز په بريد کې تر ١٠٠ ډېر کسان وژل شوي

کندوز ښار (پژواک، ١٧ تله ١٤٠٠): د کندوز يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت په وروستۍ پېښه کې تر ١٠٠ ډېر کسان وژل شوي او تر ١٦٠ ډېر ټپيان دي.

پرون د جمعې د لمانځه پر مهال د کندوز ولایت د مرکز اړوند په خان اباد بندر کې د اهل تشیع اړوند د سید اباد په نوم جومات کې چاودنه وشوه.

په دغه ولايت د اهل تشيع ديني عالم امام رضوي د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرې ورځې په بريد کې ١٢٠ کسان وژل شوي او تر ١٦٠ ډېر ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دا يوه ډېره دردوونکې پېښه ده، ټولو شهيدانو ته مو څنګ په څنګ قبرونه جوړ کړي دي.))

دغه راز د بريالي په نوم يوه بل کس پژواک ته وويل چې په ياده پېښه کې يې خپل د تره زوى له لاسه ورکړى دى.

دى وايي: ((په دغه ظالمانه او وحشيانه بريد کې تر ١٠٠ ډېر کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.))

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولينو يې غوښتنه وکړه چې د شيعه ګانو د امنيت په ټينګښت کې جدي هلې ځلې وکړي.

د کندوز د عامې روغتيا رييس قاري انور پژواک ته وويل چې له يادې پېښې ٤٦ مړي او ١٤٣ ټپيان ور وړل شوي دي.

دغه راز د کندوز د استخباراتو رييس نجيب الله هارون دغه بريد وحشيانه وباله او زياته يې کړه چې د عاملينو پيدا کولو په موخه يې جدې هلې ځلې پيل شوې دي.

هغه ډاډ ورکړ چې د شيعه ګانو د عبادت ځايونو ترڅنګ به د دوى د امنيت ټينګښت ته ځانګړې پاملرنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندوز د يادې پېښې مسووليت داعش وسله والې ډلې منلى او ويلي يې دي چې دغه بريد د محمد الايغوري له خوا ترسره شوى چې تر ٣٠٠ ډېرو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 11

Exit mobile version