ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اهل تشیع عالمان: حکومت باید د مذهبي ځایونو امنیت خوندي کړي

اهل تشیع عالمان: حکومت باید د مذهبي ځایونو امنیت خوندي کړي

author avatar
10 Oct 2021 - 18:08
اهل تشیع عالمان: حکومت باید د مذهبي ځایونو امنیت خوندي کړي
author avatar
10 Oct 2021 - 18:08

کندز (پژواک، ١٨ تله ١٤٠٠): په کندوز ولایت کې اهل تشیع دیني عالمان له حکومتي مسوولینو غواړي چې د مذهبي ځایونو په ځانګړي ډول جوماتونو امنیت خوندي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه د کندوز ښار د سیداباد سیمې په جومات کې چاودنه وشوه چې له امله یې تر ۱۰۰ ډېر کسان ووژل شول او څه باندې ۱۶۰ نور ټپیان شول.

د کندوز ولایت د اهل تشیع دیني عالمانو په استازیتوب امام رضوي وویل، حکومتي مسوولین باید د خلکو په ځانګړې توګه اهل تشیع چې تر جدي ګواښ لاندې دي امنیتی وساتي.

هغه وايي چې که د جوماتونو او مذهبي سیمو امنیت خوندي نه شي د اعتراض په ډول به کندوز ترک کړي.

دغه راز د سیدهاشم په نوم بل اهل تشیع عالم دغه برید وغانده او ویې ویل، حکومتي مسوولین باید د دې پېښې عاملان ونیسي او جزا ورکړي.

هاشم وايي: ((د اسلامي امارت په راتګ خوشحاله شوو او موږ ویل چې ښايي سراسري امنیت راشي، خو د امنیت شاهدان نه یو، په ځانګړې توګه زموږ خلک له ستونزو سره مخ دي.))

بلخوا د کندوز ولایت د استخباراتو رییس نجیب الله هارون خبر ورکړ چې د جمعې ورځې د برید او د دې قضیې د عاملینو د پېژندلو په اړه جدي پلټنې کېږي او ویې ویل، هڅه کېږي چې دغه ډول بریدونه تکرار نه شي.

هغه وايي: ((موږ د خپلو خلکو په غم کې ځان شریک ګڼو، د دې پېښې د جنایتکارانو په اړه څېړنې روانې دي، نیسو یې او د شریعت په رڼا کې ورسره چلند کوو.))

د یادونې ده چې کندوز ولایت کې یاد برید په تېرو دوو میاشتو کې د هېواد په سطحه تر ټولو خونړی برید و.

Visits: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.